تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی وايي، روسیه تیاره ده چې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په جګړه کې له ناټو سره ګډ کار وکړي.
زامیر کابلوف، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې رييس هم دی، انټرفکس خبري اژانس ته وویل، مسکو په هغه صورت کې له ناټو سره په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد ګډ کار ته چمتو دی چې ناټو هم حاضره وي.
ده زیاته کړه:«موږ دې ډول همکارۍ ته تیار یوو. دا د ناټو د ریښتونې او زغردې همکارۍ په شرط ممکنه ده. دا هماغه راز چې دوی وايي، دوه طرفه سړک دی.»
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي تر دې مخکې هم په افغانستان کې د تروریزم پر ضد له ناټو سره د همکارۍ خبرې کړي خو ځیني وخت یې د ناټو پر ټول ماموریت شک څرګند کړی دی.
زامیر کابلوف په ځلونو د افغانستان د جګړې او د ناټو د ماموریت په اړه ضد و نقیض څرګندونې کړي دي.