په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ،چې د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قریشي نن د نېکمرغه کوچني اختر په دویمه ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .

اناالله واناالیه راجعون

مرحوم چې د قرباغ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو، د جهاد پرمهال یې  د روسانو په وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په سنګرونو کې له خپل سپیڅلې هېواد څخه ساتنه کړې وه،

 مرحوم چې یو باشهامته،غیرتي ،زړور،قهرمان او په وطن مین شخصیت وو، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ولسوالیو د امنیه قوماندان او د پروان ولایت د امنیت  امر …  په توګه دندې ترسره کړې وې .

نوموړی له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر په توګه خپله سپیڅلې او درنه دنده په ډېرې ایماندارۍ،زړه سواندۍ او په شجاعت سره ترسره کړه .

زه د میدان وردګو ولایت د والي په حیث د نوموړي مړینه د دې دردیدلې هېواد او په ځانګړي ډول د میدان وردګو ولایت لپاره یوه ستره ضایعه بولم ، د ځان او د دغه ولایت د ولسونو په استازیتوب  مرحوم جنرال عبدالرزاق قریشي ته د جنت الفردوس غوښتنه کوم او کورنۍ ته یې دالله ج څخه د جمیل صبر غوښتنه کوم

روح دې ښاد وي

عبدالمجید خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *