Ira

تاند- په هلمند ولایت کې، چې تل د وسله والو طالبانو د حملو، بمی چاودنو، بمباریو او انتحاري حملو په وجه د مرګ ژوبلو راپورونه خپرېږي، د ترافیکي پېښو ځای هم خالی نه دی.

پرون /دوشنبه/ د هلمند په دوو ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۱۱ تنه مړه او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شول.

لومړۍ پېښه په واشیر ولسوالي کې د یوه بس د ټکرېدو په نتیجه کې وشوه چې ۷ تنه پکې ووژل شول او تر ۴۵ ډېر نور ژوبل شول.

دوهمه پېښه ماسپښین مهال په ګریشک ولسوالي کې وشوه. په دې پېښه کې، چې د ملي اردو د یوه موتر د ټکر په نتیجه کې وشوه، د یوه عسکر په ګډون ۴ تنه مړه شول او ۵ نور ژوبل شول.

د هلمند امنیتي او ملکي سرچینو دواړه پېښې او د قربانیانو شمېر تایید کړ.

(عکس د هلمند د پېښې نه دی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *