نصیر احمد احمدي

په اوړني کې تړلې وړه نجلۍ وچونګېده، مور يې په بېړه اوړنۍ خلاص کړ، نرۍ غاړه، څلور هډوکي ډنګره کوچينۍ يې ترې را وايسته، د نجلۍ غټې، تورې  سترګې  بې سېکه وې.

ښځې په خواره خوله وويل:

_وه سړيه! دا نجلۍ له خولې او لمنې ده، خير دی! ډاکټر ته يې بوځه!  له بېګاه راهيسې مې څو ځله پاکه کړه.

په چوتره کې غزېدلې سړي ور وکتل، د وړې نجلۍ د مخ هډوکي راوتلي ول، له خولې يې لاړې بهېدې.

سړي بېرته سر ولګاوه، ورو يې وويل:

_بلا يې نه وهي! څه بارتنګ_ مارتنګ ورکه، په خپله به ښه شي.

ښځې ماشومه ور واخيسته، کوټې ته ننوته.

اوه کلن هلک راغی، د سړي تر څنګ زړېدلی سر کېناست، په رېږدېدلي غږ يې وويل:

_ابا! يو پنځه ګون خو راکه، مکتب ته ځم، قلم نه لرم.

سړي په بېړه ور وکتل، د ماشوم زاړه بکس ته يې لاس ور واچاوه، پورته يې کړ، له ځمکې يې وويشت.

چيغه يې کړه!

_پيسې، پيسې پيسې! وه د سپي زويه! موټرې خو مې نه چلېږي، له کومه يې کم!

بېرته اوږد وغزېد.

ماشوم لړزې اخيستی و.

سړي چيغه کړه!

_له قلمه به څه زده کې! هه؟ مردار مخ دې راته نيولی دی، ورک شه!، غوا نه وينې! وږې ولاړه ده.

ماشوم لور او د وښو راوړلو  څادر ور واخيست.  له کوره ووت.

سړي د چيلم پر سر خانه تنباکو کېښودل، د سدرۍ له جېبه يې اورلګيت را وايست. څررررر… شو، د اورلګيت تر خلي سره لمبه راوګرځېده.

سړي  خپل تشي له لوګي ډک کړل، خړې شونډې يې سره راټولې کړې، له خولې يې د لوګي ګردې سپېرې دايرې راووتې.

د انګړ له خلاصې دروازې يې د باندې وکتل، ليرې په پټي کې تراکتور ګرځېده.

سړي يوه سترګه پټه کړه، په بله سترګه يې  د لوګي په حلقه کې د تراکتور موټروان  راووست. په خوند يې وويل:

_چيووووووو…. ډز!  اخ! تربره ! څه وخت به دې بوڅ راواړوم!

بېرته اوږد وغزېد، د راډيو ستن يې تاو کړه، سندره وه (( چې رټلی زه د هر دور قانون يم_ زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…..زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…..)).

له کوټې د  ښځې وارخطا چيغې راغلې!

_اه! خدايه! په لورکۍ مې څه وشول. سترګې رڼې که!

سړي خپل سر خوځاوه، پر شونډو يې دوامداره سندره پرته وه:

(( ….زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…زما ..)).

( پای )

١٣٩٤ ل کال. د حمل څلرويشتمه

———————————–

د ښاغلي احمدي نورې لنډې کیسې او لیکنېې

One thought on “ ګناه (لنډه کيسه) ليکوال نصيراحمد احمدي”
  1. احمدي صاحب! ډېره له درد څخه ډکه کيسه وه، ټول واقعيت په ډېره ښه توګه انځور شوی و، رښتيا هم موږ هغه څه چې له لاسه ورکوو تقدير يې بولو.
    که يې نجلۍ ډاکتر ته وړې وای، شاید ښه شوې وای، خو کله چې يې مېرمن غاړې پرې خلاصوي، چې نجلۍ ډاکتر ته بوځه، خو دی ورته وايي بلا يې نه وهي.
    خو کله چې دهغې زنه تړل کېږي، نو بیا خپله ګنا خپل پښتونولي بولي.
    په ټولنه کې د پرتو ستونزو ښه انځورګرې شوې وه او ښه انعکاس ورکړل شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *