فرهاد داوري

د سولې ارزښت کرار کرار د زړونو څخه وځي او د ژبو پر سرونو پاته کېږي، که د سولې لپاره د زړه له تله مبارزه ونسي، سوله به زموږ د منځونو څخه ووزي او تش لاسه افغانان به د جګړې په سنګرونو کي د بچيانو جنازې پورته کوي، سوله د يوې ځواکمني ارادې او ولسي غوښتني پر مټ راتلای سي، په شعارونو د سولې غوښتنه د راتلونکي نسل لپاره سوله بې ارزښته کول دي. افغانستان د جګړې کور دی، سولي ته اړتيا لري او د سولي په کور بايد بدل سي، د يوه افغان وژل د بل په لاس يوه لويه انساني فاجعه ده، د يويشتمي پېړۍ يوازنۍ انساني ټولنه چي د وحشت بېلګي يې ژوندۍ ساتلي دي، افغانستان دی، دا هيواد اوس د وحشت په لابراتوار بدل سوی دی، که سوله يې تامين سي، د بشريت يوه برخه به سي، د بشريت معيار د انساني فکر او عمل درلودل دي. اوس پوښتنه پيدا کېږي چي پدې هيواد کي کوم ډول سوله اړينه ده؟

که د افغانستان روان سياسي او اجتماعي حالات تحليل کړل سي، پدې هيواد کي زما په آند دوه ډوله سوله اړينه ده، چي هر ډول يې بېل لوبغاړي لري:

لومړی سياسي سوله ( Political Peace)، دوهم- اجتماعي سوله (Social Peace).

پورته دواړي سولي د هري ټولني اړتيا ده، په ځانګړي ډول د افغاني ټولني حياتي اړتيا ده، دواړه اړخونه په لاندي ډول روښانه کوو:

الف- سياسي سوله (Political Peace)

سياست او د سياست تمثيل کوونکی (دولت) د ټولني د ثبات رامنځته کوونکي دي، که د دولت منځته راتګ د ټولنيز تړون پر بنسټ وڅېړل سي، د دولت د منځته راتګ فلسفه هم د ټولني د نظم او خلکو د هوسايني لپاره ده، نو دولت چي په ټولنه کي تر ټولو لوړ سياسي اورګان دی، بايد د ټولني د هر اړخېزي پياوړتيا او پرمختيا لپاره هلي ځلي وکړي.

که د افغانستان د جګړې معضله تحليل کړل سي، پدې جګړه کي څو اړخونه ښکېل دي، يوه برخه د جګړې نيابتي ده، بله برخه يې اقتصادي ده او بله برخه يې استخباراتي ده، له همدې کبله دا موضوع د سيمي او حتا د ليرو سيمو په کچه ده، همدارنګه د دې جګړې لوبغاړي هم څو ډوله دي، ياني کوچنۍ ډلي چي د ډول ډول غبرګونونو او اړتياوو پر بنسټ راپورته سوي دي، د دولتونو استخباراتي کړۍ، د قاچاقو او اقتصادي ګټو ډلي، مذهبي او مذهب وژونکي ډلي، د سيمي په کچه سياسي لوبي، د دولت په داخل کي د اقتدار ساتونکو هڅي، د خپلو ګوندي، سياسي، اقتصادي، مذهبي، قومي او ژبني موخو لپاره د جګړې ملاتړ او همدارنګه په لسګونو نور لوبغاړي شامل دي، د دې جګړې د مخنيوي او د سولي د راتګ لپاره تر ټولو اړينه سياسي نسخه ده، د سياسي نسخې د لاري د جګړې مرض تداوي کېدای سي.

سياسي نسخه او سياسي حللاره د دولت مسؤليت دی او دولت په لويه کچه بايد د دې جګړې له مهمو لوبغاړو سره معامله وکړي، لکه  څنګه چي په ډيپلوماسۍ او نړيوالو اړيکو کي د Give & Take اصل د تطبيق وړ دی، بايد له دې اصل څخه ګټه واخيستل سي، تر څو افغانستان د جګړې د مرض څخه تداوي سي، هغه سوله چي د سياسي توافقاتو او هلو ځلو پر مټ افغانستان ته راځي هغې ته سياسي سوله ويلای سو. سياسي سوله به دا مرسته وکړي چي د افغانانو په کورونو کي به سنګرونه له منځه ولاړ سي، د توپک په مرمۍ د افغان وينه نه تويږي، دا نا تعريف سوې جګړه به پايته ورسيږي، يو ورور به طالب او بل به پوليس نه وي، يوې مور ته به د طالب او د پوليس جنازې نه وي را رواني او د وژونکو او وژل کېدونکو تر خولو به د الله اکبر نارې نه راوزي.

ب- اجتماعي سوله Social Peace

د ټولني بنسټونه په اجتماعي سولي باندي رغيږي، کله چي فکرونه سوله ييز سي، رفتار هم سوله ييز کېږي، کله چي رفتار سوله ييز سو، انسان سوله ييز کېږي، دا ډول سوله د روزني او ټولنيزو فورمولونو د لاري راوستل کېدای سي، د دولت توافقاتو ته اړتيا نلري. دا سوله له کورنۍ څخه پيليږي، په کورنۍ کي بايد د سوله ييز فکر تخم وکرل سي، په چاپيريال کي دا فکر پياوړی کېږي او په ښوونيزو مرکزونو کي ثمرې ته برابريږي. د اجتماعي سولي لپاره د عدم تشدد فورمولونه د استفادې وړ دي، پدې فورمولونو سره هغه جګړه ييز فکرونه چي زموږ په مغزونو کي يې رېښې او ځالي کړي دي، کولای سو کرار کرار ليري کړو او د سولي لپاره ځای خالي کړو، د سوله ييز فکر لرل د بشريت اساسي اړتيا ده.

اوس پوښتنه دا ده چي لومړی سياسي سوله مهمه ده که اجتماعي سوله؟

د دې پوښتني ځواب داسي ويلای سو چي که چيري د انسان وژني او قتل پروسه ونه دريږي، ماشومان په کورنۍ، ټولنه او ښوونيزو مرکزونو کي د سولي په فکر نسي روزل کېدای، لومړی بايد محيط سوله ييز سي، وروسته په کورنيو کي د سولي فکر وروزل سي، ياني سوله ييز محيط د سولي فکر ته اوبه ورکوي او روزي يې، بايد لومړی سياسي سوله د دولت په کچه رامنځته سي، تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره د اجتماعي سولي پروسه چټکه سي، اجتماعي سوله اوږدمهاله پروسه ده، پدې پروسه کي نسلونه روزل کېږي او د راتلونکي لپاره بنسټونه جوړيږي.

2 thoughts on “د سولي دوه اړخونه/ فرهاد داوري”
  1. سلام
    سوله د مرغۍ پۍ ده
    سوله د افغا نانو لپاره ډىره حياتي ده
    بې له سولې په افغا نستان کې ږېڅ ډول بدلون راتلونکي نه دى
    سوله په ټولنه کې دافراط او تفريط، زورواکي او استعباد فساد او درغلي، دروغجني او هسې ملوک الطوايفي دښنه ده
    سوله يعني د حجرات د سوري تعبير او مفهوم په کور،کلي،ښار او هېواد کې
    سوله د ملوک الطوايفي ټولنې د پاى ټکي
    سوله خود خواهي څخه کرکه کوي
    سوله د انساني کرامت اطلي ماهيت
    سوله د ټولنې بقا او موجوديت
    سوله د ټولنې ثبات او هويت
    سوله زه او ته، ته ائو زه
    سوله اخلاص، عمل،صبر او تحمل
    سوله دځان پېژندل او له فرعونتوب څخه ټختېدل
    او په پاى کې سوله د چاپيريال د روح انرژي

  2. خدای رب العزت دی مصلحین او صلح په ټول عالم اسلام کی حاکم وګرځوی بیا خصوصا په افغانستان کی ،آمین یا رب العالمین
    خو هغه د جنګ داخلی عوامل چه د جګړی مبتکرین او د دوام غوښتونکی یی دی او منطقوی او نړیواله شر پسند کړۍ یی ملاتړ کوی هم باید فعالیتونه یی کم شی او د دوی مهارول هم د سولی لپاره اهم عامل بلل کیږی چه نباید هیر شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *