تاند – د انګستان مانچستر سیټي لوبډلې د اروپایي اتلولۍ نیمه پایلوبې ته ورسید. دې ټیم پاریس سینت جرمان لوبډلې ته په خپل کور کې د سې شنبې په ورځ یو صفر ماتې ورکړه. مخکې یې د فرانسې له همدې لوبډلې سره لوبه مساوي کړې وه او نتیجه دا شوه چې مانچستر سیټي سیمي فاینل یا نیمه پای لوبې ته لاره وکړي.
د جمعې په ورځ به معلومه شي چې مانچستر سیټي له کوم اروپایي ټیم سره نیمه پای لوبه کوي