ایمل ولي –
د اوبو یو پایښت لرونکی سستم هغه دی چې په داسې ډول طرحه شوی او اداره کیږي چې په هره مانا د ټولنې له لوري پلان شوي موخې د نن او سبا لپاره لاسته راوړي او په عین وخت کې د چاپیریال ساتنې له اړخه خوندي، د اقتصاد له پلوه تر ټولو ګټور او دوامداره وي. یاد تعریف په 1999 م کال کې د UNESCO له لوري وړاندې شوی دی.
تر دې مهاله مو د اوبو د ارزښت په هکله خورا ډیر مالومات په تکراریدونکي بڼه لوستلي دي. د National Geographic د 2012م کال د سپټمبر د میاشې په خپره شوي مقاله کې په نړیواله کچه د تازه اوبو پر وړاندې شته ننوګونو ته اشاره شوي ده. په دې مقاله کې راغلي دي چې له دوه بیلیونه څخه زیات وګړي په هغه سیمو کې میشته دي چې په جدي ډول د اوبو د کمښت سره مخامخ دي. یوازې په هندوستان کې د 38 میلیونه څخه ډیر وګړي د اوبو د لویو زیرمو جوړولو له کبله بې ځایه شوي دي.
د هندوستان هیواد نوی ډیلی او جیپور هغه سیمې دي چې بې درکه ډیر نفوس دې ځمکې لاندې اوبه د بې درکه ډیرې کارونې په وجه په کمیدو دي. دا خبره د ناسا (NASA) د فضايي سټالیټونو په واسطه د راټولو شوو مالوماتو څخه په ګټه اخیستو سره، د یوې ځانګړي څیړنې په پایله کې ثابته شوي ده. دا اوبه بل چیرې نه ځي، بلکې د هغه سیمو د انسانانو په واسطه عموماً د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې برخو څخه د ځمکې مخ ته پمپ کیږي.
په 1 شکل کې د هندوستان هیواد شمال لودیځې سیمو د ځمکې لاندې اوبه د 2008-2002م کال پورې ارقام په ژوندی بڼه ښودل شوي دي. د اوبو د اندازې تر منځ تغیر د متوسط خد څخه د انخراف په ډول ښودل کیږي. په دې مانا چې د متوسط خد څخه د -12 Cm په اندازه انخراف په سور رنګ سره او د 12 Cm په اندازه انخراف په تیز ابي رنګ سره ښودل شوی دی. د ښه پوهاوي لپاره دا تغیرات د ویډیو په بڼه په لاندې نښلونه کې کتلای شی.
http://www.nasa.gov/mp4/378059main_grace_idl33_w_cbar_720p.mp4
په هغه صورت کې چې یادو شوو سیمو اوبه په پایښت لرونکي بڼه اداره او تنظیم نه شي، لیرې نه ده چې ددې سیمو 114 میلیونه وګړي دې د کرنیزو محصولاتو د کمښت او په ټوله کې د اوبو د کښتی سره محامخ نه شي.
د ځمکې لاندې اوبه په طبعي ډول د اورښت د اوبو او د ځمکې پر سره د بهیدونکو اوبو د چڼ کیدو په پایله کې د ځمکې په لاندې برخو کې جمع کیږي. دا اوبه په ځینو سیمو کې کیدای شي چې زرګونه او میلیونونه کاله وړاندې ذخیره شوي وي.
د ځمکې لاندې اوبو په اندازه کې بدلون د اقلیمي تغیراتو په مقابل کې د جهیلونو، ویالو او سیندونو غوندې په چټکتیا سره نه تر سترګو کیږي، نو په هغه صورت کې چې د ځمکې لاندې اوبه د کښت لاندې ځمکو د خړوبولو او یا د بل کار لپاره د یوې ورځې په موده کې پمپ کیږي، د ځمکې لاندې د همغه اندازه اوبو ذخیره کیدل میاشتې او کلونه وخت نیسي.
په افغانستان کې هم د یوې لسیزې راپدې خوا په چټکه توګه د ځمکې لاندې اوبو څخه د کرنې لپاره په زیاته پیمانه ګټه پورته کیږي. په 1996م کال کې زه د پاکیستان هیواد څخه افغانستان ته راغلم. په دې کالونو کې د ژورو اوبو څاګانو د اوبو د ژوروالي اندازه، که د اوسني وخت سره پرتله کړم، تقریباً د 7-1 مترو په اندازه د خوست ولایت په اکثرو سمیو کې د اوبو اندازه ښکته لویدلي ده.
تر دې دمه په دې برخه کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ډیر کم ارقام شتون لري، سړی نه شي کولای چې دې شته ارقامو په نظر کې نیولو سره د ځمکې لاندې اوبو په هکله دقیقه وړاندوینه وکړي. په دې برخه کې لومړی د ځمکې لاندې اوبو د محاسبه کولو اړتیا ده او په دوهمه برخه کې د اوبو د مصرف اندازې مالومول اړین دي. ددې دواړو د پرتلې څخه وروسته کولای شو چې د اوبو د منابعو اداره کولو او تنظیم کولو لپاره یو ښه پایښت لرونکی سستم ایجاد کړو.
په درنښت
ایمل ولي
We are honored to have such talented teacher in Shaikh Zayed University Khost.
It is so useful paragraph especially for the students of the Agriculture faculty.