دا نړۍ د ازمیښت نړۍ ده، هرڅوک تر خپلې وسې پورې هڅه کوي، چې د بريا پوړ ته پورته شي او ځانته د حل لار پيدا کړي. نړۍ کې د اوسيدلو تر ټولو لویه موخه د انسانانو د کړنو ازمایل دي؛ د دې لپاره چې د الله تعالی د اوامرو منونکي او سرغړوونکي په ډاګه شي، دا هم معلوم شي چې څوک الهي اوامر پخپلو روزمره کړنو کې پلي کوي او د ژوند تګ لاره او لارښود يې بولی. الله تعالی د انسانانو ژوند د يو بوټي د ژوند په څېر تعبيروي، چې تر زرغونيدو لږ ځنډ وروسته خپل ژوند د لاسه ورکوي او له منځه ځي. د دغه حالت او بېلګې يادونه يې په سورة الکهف کې هم کړيده: نو آیا ستاسی ژوند ددی بوټۍ په څير نه دی؟
دانسان ژوند همېش د ژور بدلو په لور روان وي، داسې تغير کوي لکه څلور موسمونه چې په خپل وار تغير کوي او بدليږي، لکه پسرلې، اوړې، ژمی او منې، چې بدليږي په همدې څېر د انسان وضعیت هم ورځ تر بلې بدلیږي او په ژوند کښې نه یوازې دا چې د خوښیو،شتمنیو سره تل مل وي، بلکې دمودې په تیریدو سره دخورا زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږی.
که غواړئ چې له ستونزو څخه دخلاصون لار ومومئ او یا هم ځانونه وژغورئ نو دلوی څښتن تعالی داوامرو تابعداري وکړئ، د نعمتونو شکر يي پر ځای کړئ او بې وزلو ته دخپلې شتمنۍ څخه دهغوي حق ورکړئ که يې ور نه کړئ نو ژر ده، چې دهلاکت،بربادۍ او نیستۍ مصدر وګرځئ.
مونږ ټولو ته ښه په ډاګه ده، چې شتمني او مالداري د لوی څښتن تعالی ورکړه ده. او ددې حق پرځای کول پر مونږ فرض دي . که دالله جل جلاله شکر مو پر ځای نه کړ نو دغربت د ياغي سيلۍ انتظار وکړئ، چې دبربادۍ او هلاکت سبب به مو وګرځي. بې وزلو ته ښايې، چې په خپل غربت صبر وکړي تر څو په دنيا او اخرت کې د نيکمرغۍ او سرلوړۍ څښتنان شي.
یو عالم وايي : ((پوهه نه لري هغه کس چې مصیبت نعمت ونه ګڼي او شتمنی مصیبت)).
دپورتني زرینې وینا څخه څرګندیږي، چې بی وزله دښه وخت او شتمن دمصیبت او غربت په انتظار شپې او ورځې تیروی.
پیاوړی په کمزوري، کمزوری په پیاوړي ، بډايې په بې وزله او بې وزله په بډايي غوروالی نه لري، بلکې غوره هغه څوک دی، چې پرهیزګارۍ او تقوی کې تر نورو وړاندې وي. هلته چې الله تعالی په خپل عظيم کتاب کې فرمايې:
(إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)
ژباړه : ((په تحقیق سره له ټولو غوره په تاسو کې له ټولو تقوا لرونکی (متقي) کس دی))
راځئ چې ټول په ګډه سره دا هوکړه وکړو، چې شتمن به په بې وزله او غښتلی په کمزوري باندې غوره نه ګڼو، نه به شتمن اوغښتلي ته د چاپلوسۍ او غوښتنې لمن غځوو او نه به هم کمزوري او غريب ته په ټيټه سترګه ګورو.
د الله تعالی په وړاندې د تفوق او غوره والي اصل او معيار تقوا او پرهيزګاري ده، هر هغه څوک غوره او اوچت دی، چې تقوا ولري.
الله تعالی د په قلم برکت کره مظلوم صاحب که ریشتیا هم مونگ د الله اوامرو ته غاره کیخوده نو مونگ به کامیابان یو او که هر شتمن کس زکات او غریبو ته په سپکه نه کتلی نن به په نری کی غریب نه وای خو افسوس د هغه چا په حال چی د اوالاد لپاره یی په حرامه لار دومره زان شتمن کری وی چی ان حساب یی ورته معلوم نه وی. گتی یی سوک جواب به سوک ورکوی او خوری به یی سوک…. د لانورو او په زره پوری لیکنو په هیله مظلوم صاحب…