یو وخت افغان ادبي بهېر کې د معتصم بالله شاهد پر غزل کره کتنه کیده. هر چا پري خپل نظر ورکاوه.  یو کس وویل:  کوښښ مه کوئ، چې د زور غزل ولیکئ. په هر مسلک کې چې پوهیږی، هماغه راونیسئ. ورستۍ جمله یې دا وه، چې  کوشش وکړئ داسې غزل ولیکی، چې که څوک یې ژباړې  په ژباړي و ارزي.

څه د ګلاب ګلونه مې چې لوسته، نو همدغه جملې مې زهن ته راغلي.  ما د ناښاد شاعري او ژوند نه دی لوستی. دا دا معنا نه لري، چې زما د کوزي پښتونخوا شاعری سره مینه نه ده، بلکې دلته مې ګوتو ته نه ده راغلي. اوس دومره راته پته ولګیده، چې  دی د اردو او انګریزي ژبې پروفیسور دی. شاعر او لیکوال هم دی.

چې یې ووینمه رنګ مې راتازه شي

هغه وای د رنځور  جوړې حال ښه دی

کتاب دوه برخو ته ځانګړی شوی. لومړی یې د اقبال، فیض احمد فیض، میرزا غالب، احمد فرزاد،

مجاز او ساحرلو دهیانو غزلونه او ازاد نظمونه یې پښتو ته ژباړلي. دوهمه برخه یې خپله شاعري ده.

که (څه د ګلاب ګلونه ) څوک لولي، نو داسې فکر نه کوي، چې ده دي ژباړلي وي. ژباړه یې هماغسې منظومه ده.  که څوک د اقبال شاعري په اردو کې لولي  او همدا په دې کتاب کې ولولي، نو فکر نه کوي، چې  زه د بل چا شعر لولم.  یعنی داسې ژباړلی چې هیڅ یې په مفهوم او شعریت کې دومره توپير نه لیدل کیږی.

زما موخه د ناښاد مومند ژباړه ده. په ژباړه کې په دواړو ژبو پوهیدل ضرور دی. مفهوم رسول، اصطلاحات… د ژباړن دنده چې باید د لیکوال سره خیانت ونه کړي. د ناښاد مومند په ژباړه کې دا شیان تر ډیره مې ولیدل او ومي لوستل.

اقبال:

عشق تها فتنه ګر و سرکش و چالاک مرا

آسمان چیر ګیا ناله بی باک مرا

ناښاد:

 چې مې مینه وه سرکشه او چالاکه

اسمان څيري کړو زما چیغې بې واکه

(فضل احمد فضل)

پورتنی بیت یې داسې ژباړلی چې هیڅ بندښت پکې نه لیدل کیږي. فکر او  شعریت یې هماغه دی.

غالب:

دیوانګی سی دوش په زنار بهی نهی

یعنی هماری جیب می اک تار بهی نهیی

ناښاد:

لیونتوب کې په اوږه مې زنار نشته

یعنی دا چې ګریوان کې مې تار نشته

فیض محمد فیض

ما د اقبال شاعري دومره نه ده لوستی، فقط یو څو غزلي مې لوستی، خو دومره راته معلومه شوه، چې ناښاد روانه او اهنګینه ژباړه کړي.

د خداې په فضل بې هنر نه یمه

زه څه مریی د چا سنجر نه یمه

نړۍ کتنه مې په خټه کې خو،

د کوم جمشید د لاس ساغر نه یمه

اقبال

دې څلوریزي کې د قافیې کلمې ( هنر، سنجر، ساغر) او د ردیف کلیمه (یمه) څومره ښکلی انتخاب. هغه بیله خبره ده، چې قافیه به یې عیب لري، خو دومره به نه وي.  که همدا څلوریزه څوک په اردو کې هم ولولي، فکر نه کوم چې دومره خوند دي تري واخلي لکه په پښتو کې یې چې په خوند لولي.

که څوک ددغو شاعرانو له فکر نه نه وي خبر کولی شي، د همدې ژباړي له لاري  پوه شي.

د فکر ازادی د هغو خلکو تباهی

د چا چې نه وي زده د سوچ او فکر سلیقه

چې فکر یې کچه وي نو د فکر ازادی

انسان نه ځناور رازیږولو طریقه

اقبال

جدایۍ کې رانزدې شولې چې څومره

اشنا وړاندې خو نزدې نه وي څه دومره

اوس به چیرته بیا رانشې نه به لاړ شي

جدای او وصال یو شو دواړه څومره

فیض احمد فیض

د کتاب تر پایه  یې ژباړه  ژباړه ده.  زما موخه ژباړه وه. که زه یې په پوره شاعرۍ خبرې وکړم، نو خبره به ډېره اوږده شي، خو بس دومره وایم، چې (دا د پټې سر دی، پتۍ وروسته سورور دی). موږ به په راتلونکي کې ډير داسی ژباړونکي ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *