د ننګرهار ولایت د علماؤ مشرانو په یوالې سره د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه،چې د ټولو ممبرونو څخه به د نظام په ځآنګړي ډول د ملي امنیتي قواو څخه د ملاتړ غږ اوچت کړي .
دغه غونډه چې د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې نن د وري په ۲۵مه جوړه شوې وه،په کې د مرکز جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو د دیني عالمانو مشرانو او د مرکزي جوماتونو ملا امامانو ګډون کړی و.
غونډې ته د حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقاني وایي د انبیاؤ وارثین علما د ولسونو سره د قومي جوړښت له مخې په یوه ټولنه کې ژوند کوي،چې هر مهال کولای شي، دوی ته د اسلام مبارک دین په رڼا کې د نظام پر ملاتړ څرګندونې وکړي .
هغه وویل: « د وسله وال پوځ قربانۍ او سرښندنو له امله په ټول هېواد کې د ښوونځيو، مدرسو او جوماتونو دروازې پرانستې ساتل شوي، علماؤ دنده لري،چې د ولسونو په منځ کې د یوالې په موخه کار وکړي او همدا راز یې د خپل وسله وال پوځ او نظام تقويې په موخه د دوی ذهنونه د ممبرونو له لورې د هېواد پالنې او ملي یوالې په روحیه سمبال کړي . »
د نوموړي په وینا د نورو هېوادونو ديني عالمان زمونږ هېواد پر وړاندې د جهاد فتوې ورکوي،چې له امله یې زمونږ عالمان، ځوانان او قومي مشران په شهادت رسول کیږي او له همدې امله یې پر خپلو علماؤ کرامو غږ وکړ،چې په یوالې سره د دغه فتوو ځوابونه ورکړي .
نوموړي د ننګرهار والي کړنې وستايلې، چې د نورو چارو ترڅنګ یې د علماوو سره ګڼې ناستې، د مدرسو او جوماتونو سره مرستې او د تل لپاره یې د علماوو سره د دې هېواد د سولې امن او پرمختګ په موخه مشورې کړي دي .
د غونډې بل مشر عالم شيخ محمد صادق د خپلو خبرو پر مهال خوښي څرګنده کړه، چې ننګرهار ولایت کې د عالمانو مشران په یوالې سره را ټول او د خپل حکومت او نظام څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
صادق ډاډ ورکړ،چې د ممبرونو له لارې به خلکو ته د هېواد پالنې مفکورې او نظريات ورکړي او همدا راز یې د ننګرهار والي څخه وغوښتل، چې د علماوو سره په منظم ډول غونډې تر سره او د تېر په څېر ورسره مشورې شريکې کړي.
هغه وویل: « دا خاوره د علماء کرامو د فتواو پر اساس له ظالمانو ژغورل شوې ده او همدا عالمان دي، چې په ټولنه کې وګړي په ديني زده کړو سمبالوي او د اسلام مقدس دين څخه حمايت کوي.»
مولوي توکل د خپلو خبرو پر مهال د عالمانو مقام بې ساری وباله او زیاته یې کړه، په نړۍ کې الله ج تر ټولو لوړ مقام دوی ته ورکړی دی .
هغه وایي د علماؤ په فتواو سره نظامونه ړنګ او هم نظامونه جوړیږي او ګاونډي هېواد له سیاسیونو څخه یې غوښتنه وکړه،چې د اسلامي زدکړو پرته د افغانستان اړوند له فتواو ورکولو څخه ډډه وکړي .
مولوی عبدالبصیر بصيرت وویل: علماؤکرام د ولايتي ادارې له کړنو بشپړ ملاتړ کړی او د سولې او امن په راوستلو کې د دغه ادارې سره په بشپړ ډول همکار دي .
دوی غوښتنه وکړه، چې د هغو توطیه کوونکو لاس دې لنډ شي، چې د علماوو ترمنځ اختلافات رامنځته کوي.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دغه ولایت د دیني عالمانو مشرانو څخه مننه وکړه،چې په یوالې سره یې د امن او سولې په موخه د نظام پر ملاتړ له خپلو ممبرونو د غږ اوچتولو پرېکړه وکړه .
هغه زیاته کړه، یواځې دیني عالمان کولای شي،چې د ممبر له لارې ځوانان او نورو ته پوهاوی ورکړ،ترڅو د پردیو په لمسون د بې ګناه وګړو د وژنې او نورو کړنو څخه ډډه وکړي .
نوموړي وویل: « د هغه کسانو په حال خواشینی یم،چې د دولت پر وړاندې جنګیږي او خپله،اولادونه یې او د کورنۍ نور غړې یې د نړۍ د ښو نعمتونو او ازاد ژوند څخه بې برخې کړي دي . »
ښاغلي کندوزی وایي د جمهور رئیس څخه یې غوښتنه کړې،ترڅو په ننګرهار کې ګڼ شمېر نور مسجدونه رسمي او په دغه ولایت کې یو لوی دارالعلوم جوړ کړي،ترڅو د دغه ولایت اولادونه په همدغه ولایت کې په ملي او هېوادنۍ مینې سره خپلې دیني او عصري زدکړې ترسره کړي .
د ننګرهار والي په وینا ډېر ژر به اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې په دغه ولایت کې پيل شي او همدا راز به د نجم الدين اخونزاده جامع جومات د بیا رغونې چارې هم تر سره شي .
هغه وایي په دې ولايت کې د منکراتو او نشه يی توکو د مخنيوی پر وړاندې جدي اقدمات پيل کړي، چې په ترڅ کې تېره ورځ يوويشت ټنه نشه يی توکي په عام محضر کې وسوزول .
ننګرهار والي د علماوو کرامو څخه وغوښتل، چې د جمعې ورځې خطبې پرمهال په منظم ډول د بې کيفيته درملو، شرابو، چرسو، سړي تښتوونې، ځانمرګو بریدوونو، او ټولو منکراتو په هکله د خلکو ذهنونو د روښانه کولو په موخه پیغامونه ورکړي .
هغه علماؤ کرامو سره ژمنه وکړه، چې د دې وطن د پرمختګ، امن او امنيت مشورې به ور سره په دوامداره توګه جاري وساتي .
د دغه غونډې په وروستۍ برخه کې په ننګرهار کې د ټولو دیني عالمانو مشرانو په یو غږ پخپل منځې کې د اتحاد او له نظام څخه د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه .