تاند- د کابل پر هوايي ډګر د وسله والې حملې له شنډېدو وروسته امنیتي چارواکي وايي چې په پُل علم کې یې د حقاني شبکې هممهاله ډله ییز برید ناکام کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /پنجشنبه/ وویل، د حقاني شبکې هغه وسلې یې کشف کړي چې د لوګر ولایت د مرکز پُل علم د حملې لپاره یې رایوځای کړې وې.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نیول شویو وسلو کې څو ډوله راکټونه، کلاشینکوف ماشنګڼې، تمانچې، چاودېدونکي مواد، هاوانونه، لاسي بمونه او په زرګونو مرمۍ شاملې دي.
د ملي امنیت د ریاست په وینا په دې تړاو لږترلږه ۲ مشکوک کسان نیول شوي دي.
دا له کله چې طالبانو عمري عملیات اعلان کړي، د دې دلې دوهمه هڅه ده چې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډېږي.
تر دې مخکې ویل شوي و چې په خوست او د کابل په هوايي ډګر کې د حقانی شبکې د هممهالو ډله ییزو حملو مخه نیول شوې ده.
د امریکا سفارت هم خبرداری ورکړی و چې د کابل پر هوټلونو د حملې له پلانه خبر شوی دی خو داسي ښکاري چې د امنیتي ځواکونو د دفاعي تدابیرو له کبله حمله ځنډول شوې یا لغوه شوې ده.
طالبانو د ملي امنیت د ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.