لسيزې وشوې د هيواد مور ژړېږي، لسيزې وشوې، چې هره لوېشت خاوره د جبر او ظلم کيسې پر ژبه لرې.
کلونه کېږي هيواد مو د بربادۍ پر لور روان دی، کلونه وشول، چې د افغان دروازې ته د غم اوښې ګونډې وهلې دي.
کلونه وشول، چې د تيارو څر څڅولکي رڼا نه خوښوي، کلونه وشول، چې زما د وروڼو شهادت د نړيوالو رسنيو سرټکي جوړوي.
کلونه وشول، چې لا هم پر غميزو اوښکې تويوو، کلونه کېږي،چې د ظالم څراغ روښانه دی، کلونه کېږي، چې موږ د سپين سبا روښانه مخ ونه وليد.
کلونه وشول، چې لا جنګي ليډران زموږ پر سرونو معاملې کوي، کلونه وشول چارواکي ملت غولوي، کلونه کېږي، موږ لا د بدمرغۍ جرړې او ريښې ونه موندې.
کلونه کېږي، چې د اسلام په نامه ترور کېږو، کلونه وشول، چې د زدکړې ځايونه مو د اسلام په نوم تړل کېږي، سوځول کېږي.
کلونه وشول، معصومې مېرمنې په صحرايي محکمو کې په سزا رسول کېږي، کلونه وشول، زموږ پر مېنه لا د ظلم او وحشت پېريان ناست دي.
کلونه شول ګردنۍ او ټوپک پر غاړه ګرځوو، د خپلې سيمې او کلي ښکلا مو تروړلې، د خپل کور رڼا مو وژلي د خپل کاله مشر مو په نښه کړی او د کور تور سرې مو ژړولې دي.
کلونه کېږي، چې د ظلم په ښار کې زنده ګي کوو، کلونه کېږي، چې زموږ د ښار قاتلين ښاغلي او منلي دي، کلونه کېږي زموږ د ښار غاصبينو ته لقبونه ورکول کېږي.
کلونه کېږي، چې د جګړې څکالو ته د سولې شهيد نوم ورکوو او د نوم له اورېدو سره يې پر ځای چورلېږو.
کلونه کېږي، چې ظالم د تبر لاستي يوو، کلونه کېږي، چې د ظالم د لېندۍ ناوک مو پر خپلو زړونو ويشتلی دی، کلونه کېږي، چې خندا مروره شوې ده .
کلونه کېږي، چې بې له غم او پاتا بل خبر نه اورو، کلونه کېږي، چې د رڼا پر لاره د تيارو تيندکونه خورو.
لويه څښتنه! زموږ د غميزو داستان پای نه لري، کيسې پسې اوږدېږي، هيلې مو له ورځې بلې ته نيم ژوانده کېږي.
لویه ربه! که دا ځلې مې د لپه کړو لاسونو دعا ومنئ ، که دا ځلې د دغه عاجز او بې وسه بنده فرياد واورې، که دا ځلې مظلوم او بې کسه وګړي د ظالم له ظلم څخه وژغورئ، نو په ډېره عاجزۍ درنه خواست کوم، زموږ له کاله د کار سټې مه اخله، زموږ په کور کې د خوښۍ ناوې يو څه موده پرېږده، چې په سورکو شونډو يې موسکا خپره شي، زموږ د خوښۍ ناوې ايله اوس زموږ تر کاله رارسېدلې ده، په ناخبرۍ کې زموږ مېلمنه شوه.
دا ځلې د ظلم او تيارو خوښوونکي واخلئ، تاته خو هر څه اسانه دي، هغه څوک چې تيارې خوښوي، هغوی له تاسره په جګړه بوخت دي، ځکه علم او پوهه د خلاصون وسيله ده، چې ستاسو ذاتي صفت علم دی.
کاشکې خو دې د بايز اڅک پر ځای، چې د رڼا خوروونکی و، فکرونه يې جوړول، د کايناتو ښکلا يې ستایله، د رڼا خپرولو لپاره يې د هيواد په بېلا، بېلو سيمو کې د علم او پوهې لارويان وروزل.
کله چې خپل فيسبوک پاڼه خلاصوم، نو د وير او خواشينۍ پيغامونه دي، ستا د ډېرو بنده ګانو له موږ سره بدي ده، ستا ډېرو بنده ګانو موږ ژړولي او کړولي يوو.
خدايه! کاشکې دې د استاد اڅک پر ځای هغه لېډران اخيستی وای، چې د سپېڅلې جګړې باج يې له ملت څخه واخيست، د ولس پر ککريو چوکيو ته پورته شول، په هيواد کې يې د نفاق او کرکې تخم وشيندل، هغوی زموږ مېندې وژړولې، هغوی زموږ له وړو ماشومانو ژوند واخيست.
کاشکې! کاشکې !
کاشکې خو دې دا ځل دغه د ظلم او جبر ممثلين اخيستي وای، کا شکې خو دې د تيارو خوښوونکي خپل حضور ته دربللي وای، کاشکې خو دې د جنګ جګړې جګړه ماران په سزا رسولي وای.
هغوی څڼو ته بیا تېل ورکړي دي، بیا يې د سږ کال تر پایه پورې د افغان وژنې ذمه واري اخيستي ده، ستا پر نوم يې چې پرون جګړه کړې وه، هغوی نن پر چوکيو څريښ دي، مرګ يې هېر دی، دوی په دې فکر کې دی، چې مرګ يواځې د غريب زوی اخلي، د مرګ درشتې تار له غريبو او بېوزله خلکو سره دی، د مرګ ملکه يواځې د بې کسه او بې وسه خلکو په مرګ مکلفه ده.
لويه څښتنه! همدغه جګړه مارانو خو د جهاد باج له دغه مظلوم ملت نه څو څله واخيست، دوی لا ستا د دایمي جنت په تمه دي، همدغه جګړه ماران په خپله سزا ورسوه، همدغه شر خوښوونکو ته نور د د ظلم او شر مجال مه ورکوئ.
زما لاسونه په دعا وچ شول، په سترګو کې مې له اوښکو او ستونی له ژړا څخه ډک دی، همدغه وحشي لېډرانو خو پر موږ خاوره دوزخ ګرځولې ده، همدغه وحشيانو خو لا دلته دجنت او دوزخ کیسې شروع کړې دي.
لويه څښتنه ! رڼا خوښوونکي رانه مه اخله، موږ په تيارو کې پاتې کېږو، لويه څښتنه! رڼا خوښوونکي مو فکرونه روزي لطفا دوی رانه مه اخلئ، که دوی نه وي، موږ به په همدغه جنګي وحشيانو پسې په پټو سترګو اقتدا وکړو.
لويه څښتنه! زموږ د کور شمعې په سيلۍ مه مړې کوه، د جنګي لېډرانو د جنون نشه ختمه کړه، همدغه جنګي ليډران درواخله، چې د ظلم او ستم بازار يې وتړل شي.
ستا قيامت ته مو سترګې وختلې، موږ هره ورځ د قيامت سختۍ تېروو، ستا د بنده ګانو له لاسه پرموږ هره ښه ورځ قيامت ګرځېدلې ده.
لويه خدايه! رڼا خوښوونکي رانه مه وړه، رڼا وژونکي په خپل قهر او غضب اخته کړه، چې موږ ستا د کايناتو په نړۍ کې خپل د خوښۍ او ارمۍ ژوند وکړو.
لويه خدايه! رڼا خوښوونکي رانه مه وړه، رڼا وژونکي په خپل قهر او غضب اخته کړه، چې موږ ستا د کايناتو په نړۍ کې خپل د خوښۍ او ارمۍ ژوند وکړو.