غازي عابد

هر انسان باید په خپل ژوند کې ځانګړي اهداف ولري او دا همت هم باید ورسره وي چې ترلاسه یې کړي.

داسې شته چې ځینې انسانان بیا ددې اهدافو لاسته راوړلو لپاره شدیده مبارزه هم کوي، خو ځینې یې بیا د سختې مبارزې څه چې د ډیرې کوچنۍ لپاره هم ځان ناتوانه بولي او همت له لاسه ورکوي.

هغوی چې ځان ته لویې موخې ټاکي، همت له ځانه سره ژوندی لري او هغوی چې اندکه موخه لري او نه یې شي رانیولی، همت یې مړ دی، باید لومړی خپل همت راژوندی کړي، ځانه سره خپلې موخې ته د رسیدو کلکه ژمنه وکړي او چیلینجونو ته تسلیم نه شي. دا چې همت څنګه راژوندی کړی، وروسته لیکنه کې تدریجاً روښانه کیږي.

ځکه هغه خلک چې هغوی لوی هدف ټاکلی او د لاسته راوړلو لپاره یې همت کړی دی، بریالي شوي دي. ډیرې زیاتې بیلګې شته، چې زه یې اوس یوه تازه هغه یادوم.

د ویسټنډیز د کرکټ ملي لوبډلې چې د ۲۰۱۶ نړیوال جام اتله شوه، نو څو دقیقې وروسته یې کله چې لوبډلمشر خبرو ته وغوښتل شو، داسې څه یې وویلي چې له خبرو یې داسې معلومیده چې د بریا یې هیڅ تصور یې نه کیده او که هر چا دا خبرې اوریدلي او لیدلي وي او ددغه لوبډلې همدې جام کې شویو لوبو ته نظر واچوي، نو ځان سره به یې پریکړه کړي وي چې هدف لوی ټاکه٬ همت مه سپموه او د ننګونو پر وړاندې مه تسلیمږه، کامیاب به یې! او دا به ورته ښه بیلګه شوي هم وي.

ځکه؛ د ویسټینډیز لوبډلمشر په ډیرو جذباتو سره ویل؛ «کله چی د ټورنامنټ لپاره را روانیدو نو خپل کرکټ بورډ سره مو ډیر جنجالونه درلودل.

هغوی مونږ ته ډیر سپکاوی وکړ. دا هم مالومه نه وه چې مونږ به په نړیوال جام کې لوبیږو هم او که نه. کله چې راغلو نو لوبډلې کالې (یونیفورم) هم نه درلود. کله چې هندوستان ته راورسیدو نو یو لیکوال مونږ ته د بې ماغزو لوبډلې خطاب وکړ…»

د دومره ستونزو سره سره د ویسټینډیز ۱۵ لوبغاړي د همت له امله خپل لوی هدف ته ورسیدل.

همداسې په ادارو او نور ژوند کې هم کیدای شي. ممکن ته یوې رسنۍ یا بلې کومې ادارې کې کار وکړې، کیدای شي هلته ستا پر وړاندې خنډ جوړونکي و اوسي، چې ستا کار وننګوي او مخه دې ډب کړي.

دا شته او په هره اداره کې به ورسره ډیر کله ډیر مخامخ شوي یاست. په عین حال کې ممکن تاسې هڅه کړي وي چې متقابل عمل یا ځواب ورکړئ او یا مو ورکړی وي، خو دا پر ځای ددې چې تا هدف ته ورسوي، له موخې دې ستنوي.

په داسې حال کې باید ډیر له دقت نه کار واخلو، که چیرته هغه ستا په کار پورې خاندې او په نورو بیلابیلو ډولونو سره دې مخنیوی کوي، ته یې په خانده تیروه، ښه روغبړ او تعامل ورسره کوه، نه کینه او حسد او متقابل عمل.

ځکه که چیرته ته پوهیږې چې یو څوک دې د پرمختګ ممانعت کوي، نو دلته ددې هر څه هیریدو همت وکړه، لوی هدف را یاد کړه او هغه ته د رسیدو هوډ یو ځل بیا تازه کړه، ځکه ددغه هوډ په بیا بیا تازه کولو سره ستا له نظره دا واړه خنډونه غورځي او خپل مقصد ته ورنیژدې کیدلی شي او دا واړه خنډونه د بل څه لپاره نه دي، پرته له دې چې ستا ممانعت وکړي.

نو که چیرته اهداف لوړ وټاکو، همت ورته ونه بایلو او ځان سره یې هر وخت رایاد کړو، له بې ځایه لانجو، ستونزو، خوابدیو، متقابلو نیوکو، بې ځایه وخت تیریدو او نورو ستونزو به خلاص او خپل سپیڅلي هدف ته به رسیدونکي یوو.

او که د هر چا خبرې پسې لاړ شو او د هر یوه تن خولې ته برغولی جوړ کړو، بیا به خپل منزل ته ونه رسیږو.

په اخر کې؛ هیله ده چې هدف لوی وټاکو او همت ونه بایلو، انشاالله څه چې وغواړو ور وبه رسو.

۱۳۹۵-۲-۱۶ عابد – کاریز کبیر –

One thought on “هدف لوی ټاکه او همت مه بایله! – غازي عابد”
  1. ډیره ښه لیکنه اوښوونه ده . خو هدف باید مقدس ،دمنلو وړاوضروری وی . اودور رسیدو لاره یی شریفانه اودټولنی دعینی او ذهنی شرایطو په نظرکی نیولو سره طی شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *