فرانسوي څېړونکو له اوږدې څېړنې وروسته تایید کړه، هغه انځور چې دوه کاله پخوا د فرانسې په جنوب کې په تصادفي ډول د یوه کور په بام بوټۍ کې وموندل شو، د ایټالیا د مشهور انځورګر کاراواجو اثر دی.

دوی د دغه اثر موندل کېدل د هنر په تاریخ کې یوه مهمه پېښه وبلله.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا انځور دوه کاله پخوا کله چې د تولوز ښار په لمنه کې د کور خاوند د بام د څڅېدو د علت د معلومولو په خاطر پر بام ګرځېده، د بام په شېروانۍ (د بام او څادري پوښ ترمنځ ځای) کې په مخه ورغی.

په دې تابلو کې د انجیلي اساطیرو د یوه اتل جودیت له لوري د یوه اسوري جنرال د سر پرې کولو صحنه انځور شوې ده.

رویټرز زیاتوي، د اریک تورکین د هنري اثارو تخصصي موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه انځور ارزښت کېدای شي ۱۲۷ ملیون ډالره وي.

ګومان کېږي چې دا تابلو به مي کل انجلو مریسي، چې په کاراواجو مشهور دی، په ۱۶۰۴ تر ۱۶۰۵ کلونو کې په روم ښار کې کښلې وي.

د اریک تورکین موسسې په وینا دا انځور سره له دې چې تر ۱۵۰ کاله زیات وخت د بام پر سر هېره شوې وه، په ښه حالت کې ده ، روغه پاتې ده.

د فرانسې حکومت له هیواده د دغه هیواد انځور ایستل منع کړي او هغه یې یو ارزښتناک اثر بللی دی.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، یو شمېر فرانسوي متخصصان وايي چې د کاراواجو دا اثر ممکن په بازار کې په ۱۳۰ ملیون ډالره وپلورل شي. خو لا هم د دغه انځور د اصلیت په اړه لا شکونه شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *