زلمی حلیمي

مځکه لنده وه نیم اسمان وریځی پټ کړی و دباران خړی اوبه ځای ځای ډنډ ولاړی وې په بېړه می بیلچه پر اوږه واړوله دتورو جکو موزو خټي مي څټ ته راختې په چټکو ګامو مي ځان فصله ته ورسوی. بارارن ورو ورو تیزیدی په غنمو کي می دبندو پولو خولې ورخلاصي کړې فصله ته رامات لښتي مي بند کړل څو جومه خټه می لښتيو ته ورواچوله یودم غړم شو تر بریشتنا وروسته تالندی زور واخیست دباران څاڅکی مي خولې ته راولویدی لوړ می وکتل له کښتی خوا د اوبو ډکه توره وریځ راروانه وه دفصله په پای کی ولاړ کس ته می ور ږغ کړه.

– ژرکوه وریځ درغله!
بزګر راسته پښه بیلچې ته ورکړې وه په لوړ ږغ یې راغبرکه کړه
-. دایو لښتی لا پاته ده چي ډک شی درځم غررر- شو څرخۍ طیاره دمانده پرها بله غاړه دشنو ونو بر سر تیره شوه
بزګر دمځکي په پای کی دشنوغنمو له منځه راږغ کړه ـ
– سرخیل اکا خدای دي خیر پیښوي
څرخۍ دتوروغرو تر سرو نیامه شوه
باران نورهم تیز شو دتورو جکو ژړپوندو موزو چړپی شو سړی نژدې راغی
له بزګر سره یوځای مي په منډه کورته ځان ورسوی لوند څادر مي دبخارۍ پر سر په میخ راوځړوی دمخ لنده لمن مي اور ته نژدې ونیوه توشونه ورڅخه پورته کیدل
څسس – شو دلانده پټو څخه پر توده بخارۍ څاڅکی راوڅڅیدی
ټک ټک شو ملا وېل الله اکبر
دلاس سپین مخي ساعت ته مي وکتل وخت دمازیګر دلمانځه و ، مسجد ته ولاړم دلمانځه تر ادا یني وروسته ملا صاحب کلیوالوته وویل:
– له کښته کلي خط راغلی سبا اووه بجې یې جنازه ده دهغه کلي دامام زوي یې په طیاره کي له شماله شهید راوړی.
کلیوالو ټولو په لوړ ږغ ووېل
الله دي جنتونه ورپه نصیب کړي
په ټول کلی کي غم جوړشو ، چوپه چوپتیا خوره شوه
په سهار بیا جنازې ته دولسوالۍ دلیریو کلیو نه مخلوق راغلی وو ملایانو نصیحتونه کول په سلهاوخلګو اوښکی ورته تویولې درې څلور جمعې پرکښته کلي سربیره نژدې پر نورو کلیو هم دوېر څادر غوړیدلی وه.

څو پرله پسې جمعې به جوماتونوته غړی او حلواوی راوړل کېدې غم او ښادی به مو سره ګډه وه به هغه ورځ دهرچاسترګي له اوښکو ډکي وې دژمي شپه وه واوره درې ګوتي ددروازې تر چارچوبه رالوړه شوې وه پر توده توخانه دکورنی تول غړي ورباندي راتول وو حیران مو ورته کتل سپین ږیری پلار می ډک ګیلاس دشنو چایو ور پورته کړ. کیسه یې خلاص کړه یوغوړپ یې ورڅخه سورکړ وروسته یې سړه ساه واخیسته ورو یې ووېل :

– پخوانی وختونه لا ښه وو مړی ډېر نه کیدل اوس خو هر ورځ په سلهاو انسانان مري څوک ترخه اوښکه لانه پرتویوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *