تاند- د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمال کې د سخت باران او سېل د راتلو له کبله لږترلږه شل تنه وژل شوي دي.

د کابل امنیه قومندان محمد ایوب سالنګي رسنیو ته وویل چې د دې ولایت په شکر درې او کوهدامن ولسوالیو کې نن /شنبه/ د سېل د جاري کېدو په اثر دیارلس تنه مړه شوي چې د یوولس تنو مړي موندل شوي دي. په شکر درې او پغمان ولسوالیو کې هم سېل زیانونه او تلفات اړولي دي. په پغمان کې یو ماشوم مړ شوی او دېرش کورونه نړېدلي دي خو ویل کېږي چې تر ټولو زیات تاوانونه یې په شکر درې ولسوالۍ کې پېښ کړی دی چې لا یې دقیق جزییات نه ده لرو.

د سالنګي په وینا سېل او ورښت په لسګونو کورونه او د انتخاباتو لپاره د رای ورکوونکو دفترونه زیانمن کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو په خپل ټویټر اکاونټ کې ویلي چې له څو میاشتو وروسته سخت باران اورېدلی دی.

نن د کابل په سړکونو او واټونو کې هم د سخت باران په وجه هر خوا د اوبو ډنډونه لیدل کېدل چې له کبله یې په ښار کې د خلکو او موټرو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی دی.

تېره اوونۍ د کابل په سروبي ولسوالۍ او دغه راز، په لغمان، ننګرهار، نورستان او خوست ولایتونو کې د سختو سېلونو له کبله تر سلو زیات خلک ووژل شول، په سلګونو جریبه کرنیزه مځکه او په سلګونو کورونه ویجاړ شول.

تر ټولو زیات زیان د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکو ته واوښت. په دې ولسوالۍ په داسي حال کې چې خلک ویده ول سېل ورغی چې په نتیجه کې یې نژدې سل تنه مړه شول.

په خوست او ننګرهار کې هم تر شلو زیات کسان مړي شوي دي.Flood

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *