تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بیټنګ سرروزونکي انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ ته ویلي چې د وړاندیز شوې دندې په اړه دې فکر کولو ته وخت ورکړای شي.
د پاکستان کرکټ بورډ انضمام الحق ته وړاندیز کړی چې د ملی ټیم د غوراوي مشري ومني.
د پاکستان د کرکټ بورد مسوولانو پرون /جمعه/ تایید کړه چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان، انضمام پاکستان ته وربللی او مفصلې خبرې یې ورسره کړي دي.
دوی وویل، شهریار خان انضمام ته وړاندیز وکړ چې د پاکستان د ملي ټیم د غوراوي مشري ومني.
سرچینه وايي چې د پاکستان د ملي ټیم دغه پخواني کیپتان او اوس د افغانستان د ملي ټیم سرروزونکي انضمام تر یوه حده د شهریار شرطونه منلي دي.
سرچینې وویل، شهریار خان انضمام ته ویلي چې پوره واک به ورکړي او دغه راز یې ډاډ ورکړی چې ښه معاش او نور امتیازونه به ورکړي.
ویل شوي چې د افغانستان کرکټ بورد انضمام ته نژدې ۱۲ زره ډالر معاش ورکوي.
د پاکستان د کرکټ بورډ مسوولان وايي، انضمام د پاکستان کرکټ بورډ ته ویلي چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې قرارداد د سږ کال په دسمبر کې پای ته رسېږي.
د دوی په وینا انضمام همداراز ویلي چې باید وخت ورکړای شي چې د افغانستان د کرکټ بورډ له مشرانو سره وږغېږي او له هغوی سره یوې دوستانه موافقې ته ورسېږي.
د ده له قوله همداراز ویل شوي چې نه غواړي د افغانستان ټیم په میدان یوازې پرېږدي.
انضمام، چې د پاکستان خورا تکړه لوبغاړی تېر شوی، په ۱۲۰ ټست میچونو او ۳۹۸ یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستان لپاره لوبه کړې.
دی تېر کال د افغانستان د ملي ټیم د روزونکي په توګه کار پیل کړ.
متل دی چې (بې چرګه به هم سباشي)
زه شخصآ د انضمام الحق د هرې پرېکړې قدر کوم
واقعآ چي یو دینداره پر وطن او دندې مین شخص دی او خپله وظیفه په پوره ایماندارۍ سره سرته رسوي
انجینر ایمل
دینداره خو به وي، موږ ته دین را زده کوي که څنګه؟
چی دپنجاب اوبه یی څکلی وی اووایی چی پاکستانی یم دافغانانون لپاره دخیرکولو طمعه تری نشی کیدی اګرکه انضمام ښه کلک مسلمان هم دی خودا یی په خټه کښی اغژل شوی ده .
وایی له ولګی مړ شه خو د منت دارو مه خوره
دا پنجابیان اوس په مونژ احسان کوی چی ستاسو تیم مونږ ورسوه حال داچی دا زمونږ د ټیم خپل استعداد افغانی غیرت دی ځای ته رسولی دی
زمونږ کرکټ بورډ له اوله بد کړی وه چه د لیوه بچی ساتلی وه او پنجابی زمونږ د ترقی دشمن یی دکوچ به صفت راوستی وه
تاسی گوری پاکستان لهین دا هم پرمونژ ونه لوریده چی زموژلوبداله مخ ته واره شی او اخر یی خپل شیطانیت تر سره کر