څپې چې به له سمندر غاړو سره ولګیدې او غږ به یې لوړ شو، حفیظ به لاسونه پر غوږو کیښودل.

ګلپنار ورته وکتل. بیرته یې دوربین ته سترګې ونیولې . په ترکي یې څه وویل او اه یې وکړ. حفیظ یې لاس وروخوځاوه:

  • څه خبره ده

ګلپنار دوربین د ده سترګو ته ونیو:

  • ګوره هاغه لرې په هوا کې مرغان سره راغونډ شوي
  • نو هیله شته چې پيدا به شي

ګلپنار د دوربین تسمې ته ټکان ورکړ:

  • ژغورونکي نه ښکاري که راپیدا شي د دې مرغانو خواته یې باید ولیږو.

حفیظ د لاسونو ګوتې سره وروستې او دواړه موټه یې له خولې سره داسې ونیول لکه د چا چې یخ کیږي او لاسونو ته ورپو کوي، خو د ده یخ نه کیده دی د کورنۍ دریو غړیو ته انتظار وو چې پیدا شي، هغوی وړمه ورځ  د ترکیې له همدې سمندر غاړې په وړې بیړۍ کې د یونان لور ته اوښتي وو او حال یې نه وو راغلی.

حفیظ ورو تر ژبې لاندې په پښتو وویل:

  • خدای خو شته
  • څه دې ویل
  • توبه، څه نه

ګلپنار دوربین له سترګو لرې کړ او ورته ویې ویل:

  • تر ماښامه لا امید شته خدای مهربانه دی

د لمر یوه څنډه ښکاریده نور په وریځو کې پوښلی و. ګلپنار پر یوه کاڼي کښیناست. حفیظ ورته وویل:

  • نور یې نه څارې

ګلپنار له خپلې غاړې د دوربین تسمه راوایسته. د دوربین ښیښه یې بنده کړه:

  • ژغورونکو ته باید انتظار شو
  • تر کله امید شته
  • تر لمر لویدو بیا تیاره کیږي او موجونه لوړیږي

د حفیظ سترګې لمر ته وبرښیدې. لاسونه یې دعا ته پورته کړل. اوږده دعا یې وکړه بیا یې دعا ته نیولي لاسونه سره لرې ونیول د لاسونو تر منځ یې د لمر سترګه ډوبه شوه.

پای

One thought on “ډوب / اجمل پسرلی”
  1. پسرلی صاحب! الله تعالی دې توفيق درکړي، ډېره ښکلې کيسه ده، خو پدې وختونو کې ډېر کم ښکارئ پسرلی صاحب!

ځواب دلته پرېږدئ