که چېرې په دې لټه ياست چې په زړه پورې، دوستانه او ښې خبرې اترې ولرئ، نو بايد پوه شئ چې دا کار ډېر تمرين او هڅو ته اړتيا لري. د همغږو خبرو اترو پرته به کورنۍ او غير کورنۍ ستونزې د ناممکن والي مخه ونيسي. اوس که تاسې په خبرو اترو کې د ستونزو سره مخ کېدونکي ياست او مرستې ته اړتيا لرئ او يا هم د څه ګټورو لارښوونو ته اړمن ياست؛ نو لاندې خبرې په غور سره مطالعه او عمل پرې وکړئ.
۱ـ په ياد ولرئ په يوه دوستانه بحث کې حتمي نه ده، چې څوک دې ګټونکي شي. که دواړه اړخونه يوې معلومې پايلې ته ونه رسېږئ، نو يو اړخ هم ګټونکي نه بلل کېږي.
۲ـ روغه جوړه د ښو خبرو اترو د کېدو لپاره ښه لاره ده. له دې وړاندې چې خپلې ستونزې باندې بحث وکړئ، لومړي د ستونزې د راوتو په حل لارو په غور فکر وکړئ. زيات وخت په هغو لارو چارو تمرکز وکړئ چې پواسطه يې وکولاي شئ، ستونزه د دواړو اړخونو په درک سره له منځه يوړل شي.
۳ــ کله چې د موضوعاتو د بحث حساس وخت راورسېدو هڅه وکړئ چې د مثبت ليد مخکې لاړ شئ. د دې پرځاي چې يو ناڅاپه يې پيل کړئ، خبرې په داسې ډول پيل کړئ چې د ګډونوالو، نور او هريو پرمختيا ته لاس رسي پيدا کړي. بيا وپوښتئ د څه په اړه مو خوښېږي چې خبرې اترې وکړو؟ او آيا خوښوئ، په هغه مسايلو بحث وکړو چې مو ورسره وضعيت شه کېداي شي په اړه يې غږېږو؟ د برياليتوب پرمهال ښه داده چې په لومړي سر کې د مثبتو مسايلو يې پيل کړو او بيا يې په کراره ـ کراره د يو لړ جدي مسايلو پر خوا ور روان شوو.
۴ــ د مقابل اړخ خبرو ته په دقت غوږ کېږدئ او خپل فکري مو ټول او مستقيماً هغې ته ولېږدوئ. بايد داسې څه وکړئ، څو هغوي ډاډه شي چې تاسې يې خبرې درک کوئ. که له دې جملې (( څه مې چې له تاسو واورېدل داسې ده چې….)) ګټه واخلئ. دا بيا يوازينۍ لاره ده چې په مټ يې کولاي شو ډاډه شو چې د متقابل اړه په موخې به په سمه توګه پوه شوي يوو.
۵ــ پايلې ته د رسېدو لپاره د وېرې احساس مه کوئ. که چېرې ستاسې بحث له اندازې زيات تند شو په ارامۍ سره کولاي شو د پاي تکي ورته کېږدو. همدارنګه که چېرې د منطق له داېرې ووتې، ښه داده چې خبرې مو هغه وخت ته پرېږدئ چې فکر کوئ، ممکن په هغه وخت کې به ښې پايلې ترې ترلاسه کولاي شئ.
۴ــ ځان ډاډه کړئ چې دخبرو پرمهال مو بايد د بدن غړو حرکات، د څېرې وضعه او غږ مو په يو ډول وي. وروستۍ څېړنې ښئ چې ۵۵٪ ستاسې څېرې او د بدن د حرکاتو موخه مقابل درک کوي. په داسې حال کې چې يوازې ۷٪ احساساتي مفاهيم په شفاهي ډول د انتقال وړ دي.
۷ــ رېښتيني اوسئ او خبرې مو په مستقيمه توګه بيان کړئ او په شخصي موضوعاتو کې له يو بل سره بحث وکړئ، که چېرې په داسې څه کې را ايسار شئ چې مو موخه په کې معلومه نه وي، ډاډه شئ تاسې به ښې پايلې ونه ګورئ.
۸ــ که چېرې دا تصور کوئ چې نه شې کولي يوې معلومې پايلې ته ورسېږئ، حداقل په دې هڅه کې شه چې بحث ته په يوه مثبته جمله د پاي تکي کېږدئ. مثلاً((خوښ يم چې و مو کولي شول خپل نظريات او احساسات د يو بل سره شريک کړو.))،((غوره ده چې کوم بل وخت د دې موضوع په سر سره خبرې اترې وکړو، څو يوې پايلې ته ورسېږو.))
۹ــ هېڅکله کوښښ مه کوئ چې په تنده لهجه مقابل طرف ورټئ. د مقابل تن عقايد بې ارزښته مه ګڼئ، هېڅ وخت يې په ټوکه مه اخلئ. د دې په مقابل کې يې خبرو ته په غور غوږ کېږدئ او بيا مو د مخالفت يا موافقت دليل په منطق او په پوره درناوي ورسره شريک کړئ.
۱۰ــ د بحث پر مهال مو د خبرو جريان مه پرې کوئ. که چېرې تاسې د مالي ستونزو او مسايلو په هکله خبرې کولې او ناڅاپه نور مسايل په منځ کې راګډېږي، بايد پوهه شئ چې تاسې هر وخت يوازې په يوې ځانګړې موضوع تمرکز وکړئ، کنه نه يوازې به يوې حل لارې ته ونه رسېږئ، بلکې د زړه او خولې بدوالي به مو رامنځته شي.
۱۱ــ موضوع د امانت او خبريدنې په اړه درېمګړي تن ګټه واخلئ. ځينې وخت ممکن لازمه وي د يو درېمګړي تن مرسته وغواړئ، څو وکولاي شئ د منښت په اړه په اغېزمنه توګه جرو بحث وکړئ. يو مشاور يا سوله خوښونکي او يا د يوې کورنۍ سپين ږيري کولاي شي هغه ستونزې په اسانۍ حل کړي چې زموږ په نظر يې حل ناممکن وي.