د نړۍ د ټولو ژونديو ژبو اديبان او ليکوال په دې هڅه کې دي چې خپلې ژبې د نړيوالو شهکار اثارو او کتابونو له لارې لا غني کړي او نړيوالې ادبې، علمي او فکري څېرې په خپلو خلکو وپېژني او حتى نقد او نظرونه پرې وليکي. ددې نه هېرېدونکو څېرو له منځه يو هم د هند فيلسوف او شاعر رابندراناتهـ ټاګور(١٨٦١-١٩٤١م)  دى.

  په نړيوالو ادبياتو کې د ټاګور پېژندنې موضوع په حقيقت کې د شرقي فلسفې او عرفان سره تړلې موضوع ده. د ټاګور او د هغه د اثارو د بشپړې پېژندنې لپاره  د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پخوا هم هڅې شوې او اوس هم روانې دي، خو تر کومه چې کتل کېږي دا هڅې تر ډېره فردي  دي ياني له افرادو سره تړلې او هغوى دا کار  پر ځاى د ټاګور  له اغېزې وروسته کړى دى.

  د ټاګور پېژندنې په برخه کې د ټاګور د اثارو ژباړه او پر ټاګور د څېړنو موضوع زموږ پر وړاندې مطرح ده. په افغانستان کې  هم دا هڅې فردي بڼه لري، د بېلګې په ډول په پښتو ادب کې  ارواښاد عبدالشکور رشاد لومړى کس دى چې پر ټاګور يې اکاډميک تحقيق کړى، خو دا څېړنه يې د استاد بېنوا لخوا د ټاګور د نامتو اثر ګيتانجلي  پښتو ژباړې د مقدمې په توګه وړاندې کړې ده.

له دې پرته د ټاګور د ځينو اثارو ژباړې شوې چې  بيا هم د استاد بېنوا، استاد رشاد، استاد صديق پسرلي، استاد شپون، حميد شجاع ځاځي، علم بڅرکي، نصرت الهام، تاند او نورو منفردې ژباړې دې پام وړ دي، په دري ژبه کې روان فرهادي او استاد پژواک د ټاګور  کتابي ژباړې وړاندې کړې دي.

د نړۍ په کچه هم  د ټاګور پېژندنې لومړني کارونه  په انفرادي ډول دي.  په اېټاليا کې مارينو ريګون، په فرانسه کې اندره ژيد، په اسپانيا کې جووان رامون، په ارجنټاين کې ويکتوريا اوکامپو، په هالنډ کې وان ايدين، په چک جمهوريت کې ونسنز لسني او په ټوله کې په عربې ژبه کې محمد شکري اياز د ټاګور پېژندنې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي.

  خو د دوى د اکثرو کار د ټاګور له دويم لاس ژباړو پر بنسټ دى ،  ياني له ژباړو ژباړې شوې، په ځانګړي ډول د ټاګور د اثارو ژباړه له انګليسي ژبې شوې،  په دويم قدم کې الماني، فرانسوي، اېتاليايي او نورې ژبې دي، په دې مانا چې کله کله تر لوستونکي پورې د ټاګور د يوه اثر  رسېدل له درېيو څلور ژبو تېر شو ي وي، خو بيا هم لوستونکي په کې اصلي خوند او ښکلا مومي.

په عربي ژبه کې چې څومره د ټاګور په اړه معلومات او پېژندنه شته، لومړۍ سرچينه يې انګليسي او دويمه يې فرانسوي ژبه ده، طبيعي ده چې په داسې ژباړو کې به دې مقولې ته په پام سره چې (ژباړن خاين وي) ځينې لاسوهنې هم شوې وي. د بېلګې په توګه په عربي ژبو هېوادونو کې ژباړونکو د ټاګور د اثارو د ژباړې پرمهال ځينې هغه کلمې او جملې غورځولې چې د مذهبي حساسيتونو د پارېدو وېره په کې وه.

يوه بله د پام وړ خبره داده چې ټاګور که څه هم د نوبل جايزې تر اخيستلو وړاندې شهرت او نوم درلود، يو شمېر اثار يې په ځينو لوديځو هېوادونو کې ژباړل شوي وو، خو په نا لوديځو هېوادونو کې فرهنګونو تر ډېره  په خپل نړيوال ليد لوري کې هغه ته بوديزم او تصوف له زوايې کتل، په ځينو هېوادونو کې بيا د شرقي فلسفي فکر استازى بلل کېده، خو د ګيتانجلي له ژباړې او نوبل جايزې وروسته دا ليدلورى تر ډېره څه چې بيخي بدل شو.

    د امريکا او نورو هېوادونو د ادبي اثارو کره کتونکي ټاګور ته ځير شول، د نوموړي په اړه د څېړنو او مطالعاتو يو پراخ بهير پيل شو او په اکثره هېوادونو کې له دې څېړنو دا پايله راووته چې ټاګور په ګڼو داسې هېوادونو کې د نفوذ خاوند دى چې بېلابېلې مذهبې او کلتوري مخيني لري، خو د بشر دوستۍ او انسان پالنې په لور ملي خوځښتونو کې د ټاګور لارښوونو  او مفکورې ته اړتيا لري.

    په همدې بنسټ په ځينو هېوادونو کې چې د دويمې نړيوالې جګړې سکروټې لا تازه وې، له جګړې نه د راوتلو په برخه کې د ټاګور ځينو اثارو خپل اغېز درلود چې له امله يې د يوه وخت لپاره د حکومتونو له حساسيت او بنديز سره مخ وو او نيوکې پرې کېدې،  حکومتونو پر ملتپالنه ټينګار درلود او دا يې  نړيوالې جګړې په ډګر کې د خپل يووالي ساتلو لپاره يواځينۍ لاره بلله، خو ټاګور پر نړۍ پالنه او نړيوال کېدنه ټينګار درلود، د ملت پر ځاى بشريت ته په ارزښت قايل و.

  خو بيا هم دا کچه ډېره ثابته نه وه، که د تاريخ په يوه پړاو کې  د هغه  اثار  له هر کلي سره مخ و، خو په هغه هېواد کې به د ځينو سياسي او ټولنيزو بدلونونو وروسته د نوموړي د محبوبيت کچه کې بدلون راغى.

د کلکتې د ويشوابهارتى پوهنتون د انګليسي ژبې استاد داتا ماندال  د  “استيټسمن” ورځپاڼې ته په خپله ادبي مقاله کې ليکلي دی:

له ١٩٣٠ کال نه وروسته په ځينو هېوادونو کې د ټاګور د محبوبيت کچې نزولي سير درلود، خو  له ١٩٦١ کال نه وروسته دا محبوبيت بېرته چټک شو چې تر ٢٠١١ او ٢٠١٣ پورې اوج ته ورسېد. ځينې کره کتونکي په دې اند دي چې د ټاګور په دې پراخه محبوبيت او پېژندنه کې،  په ځانګړي ډول د نړۍ د ځوان نسل په منځ کې د هغه شتون د انټرنټ له برکته دى، ځکه چې د هغه د بېلابېلو اثارو اصلي متن ته يې هم  خپلو ژبو، په انلاين ډول لاس رسى وموند.

ددې ځوان نسل له منځه زه  هم د ټاګور له مينه والو وم. له ادبياتو سره د مينې په بهير کې په ځانګړي ډول د نړيوالو ادبياتو د مطالعې او اشنايۍ له لارې د ګيتانجلي سره  اشنا شوم او رابندرانات ټاګور مې د يوه ستر شاعر په توګه حس کړ، نوموړى راته د نړيوالو ادبياتو هغه ستورى ښکارېده او ښکاري چې که سترګې ترې پټې هم کړم، نو وړانګې يې ګورم.

    په ١٣٨٩لمريز کال کې ننګرهار پوهنتون کې د پښتو ادب په څانګه کې د ليسانس  زده کړو  د پاى ته رسېدو په درشل کې مې د مونوګراف لپاره د څېړنيز ېموضوع په ټاکلو او ورباندې د کار کولو هڅې پيل کړې، خو د نړيوالو ادبياتو مضمون استاد، پوهنيار علاوالدين حسام راته وويل چې بايد په نړيوالو ادبياتو کې يوه موضوع غوره کړې.

د هغه نظر مې خوښ شو، له مطالعې وروسته مې يو ځل بيا د ټاګور په نوم او شخصيت سترګې ولګېدې، دا مې د ځان لپاره مناسبه وبلله چې  په نړيوالو ادبياتو کې د نوموړي پر ونډه به مونوګراف ليکم، ځکه چې په نړيوالو ادب کې موږ ګڼو زياتونو ته  اړتيا درلوده،  استاد حسام هم راسره په ورين تندي ومنله، دا موضوع يې وستايله او ځينې لارښوونې راسره شريکې کړې.

په موضوع مې کار پيل کړ، د نوموړي په اړه مې ګڼ کورني او بهرني اثار وکتل، خو په پښتو کې د ټاګور پېژندنې برخه خواره وه، يواځې د فاضل استاد رشاد صيب  هغه مقدمه چې د ګيتانجلي پر مقدمه يې ليکلې وه، په پښتو کې زما لپاره  يواځنى اکاډميک ماخذ و.

خو زموږ نورې ګاونډۍ ژبې په دې برخه کې ډېرې غنې وې، له فارسي، اردو او انګليسي ماخذونو مې ګټه واخيسته، خپل مونوګراف مې د رسمي پړاوونو وهلو لپاره په شاوخوا ٧٠ مخونو کې ترتيب کړ، دفاع مې ترې وکړه او يوه کافي مې يې له ځان سره خوندي کړې وه.

    سره ددې چې لارښود استاد يې په کتابي بڼه د چاپ مشوره راکوله، خو اثر راته نيمګړى ښکارېده د ټاګور د شخصيت په اړه يې د هغه د پېژندګلوۍ پرته زيات څه نه درلودل، دا ټولې پوښتنې د استاد رشاد مقدمې ځوابولى شوې، خو دا هوډ راسره و چې په مونوګراف به له سره کار کوم او نوي معلومات به په کې ځاى پر ځاى کوم.

 دادي نږدې پنځه کاله وروسته مې د نړيوال ادب د مطالعې په لړ کې د ټاګور د فکر او فلسفې په اړه  څېړنې وکړې، نوي موضوعات او خبرې مې ورسره ملګرې کړې چې دې کار په يوه ډول د اثر د چاپ جرئت راکړ.

استاد رشاد ګيتانجلي په مقدمه کې تر ډېره  په بنګالي ژبه او ادب خبرې کړې وې او د مقدمې زياته برخه يې په بنګالي ژبه او بنګال  کې د پښتو اديبانو او استاد بېنوا پر  ژوندليک او اثارو پېژندنه ولاړه ده چې کله کله په کې ټاګور له لوستونکي ورکېږي.

زما د ا کتابګوټى اوس يواځې د ټاګور په ګيتانجلي اثر او د هغه په  سرسري  ژوندليک نه، بلکې د هغه د فکر او فلسفې، سياسي او ټولنيزو نظرياتو، د هند د خپلواکۍ مبارزه کې د هغه پر فکري هڅو، ملت او بشريت نظريه،  ژوند او نړيوالو ادب ته د خدمتونو په برخه کې پر خورو  ورو  معلوماتو ولاړ دى چې په دې برخه کې د ګاندي او انشټاين سره د نوموړي بحثونه، د هستۍ په اړه بحث او د هغه پر سبک او روزنيزه فلسفه بحثونه  د يادونې وړ دي.

د اثر چې څلور برخې لري، په ځينو برخو کې  له يو شمېر ژباړو هم استفاده شوې  چې هلته ترې يادونه شوې، خو دا چې زه دا ثر د کومې علمي رتبې يا سند لپاره نه ليکم، مونوګراف  نه ورته وايم  او هدف مې په پښتو کې د ټاګور پېژندنې د برخې غني کول دي؛ نو ورسره مل کړې مې دي.

  زه منم چې د اثر به ډېرې نيمګړتياوې هم ولري، خو  د ليکوالو او پوهانو مشورې به ددې  اثر بيا چاپ  بشپړتيا ته نږدې کړي، په دې هيله چې دا اثر  په پښتو ادب کې  د ټاګور د مينه والو تنده تر يوې کچې خړوب کړي.

   په پاى کې يو ځل بيا له خپل لارښود استاد علاوالدين حسام، درانه استاد او ملګري پوهنمل ولي الله فاضل او ټولو هغو ملګرو نړۍ مننه کوم چې زه يې  پر دې اثر له سره کتنې او چاپولو ته وهڅولم.

درنښت

—————————

يادونه: رابندرانات ټاګور د هند نوموتى فيلسوف او ليکوال دى. د ادبياتو نوبل د لومړي اسيايي ګټونکي وياړ لري. ليکوال او کره کتونکي ګل رحمن رحماني پرې د خپل ليسانس دورې مونوګراف ليکلى و چې اوس له پوره او تازه زياتونو سره چمتو شوى او له دې وروسته به په تاند کې په پرلپسې ډول د (ټاګور پېژندنه) تر نوم لاندې خپرېږي
تاند 

—————————

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

3 thoughts on “ولې ټاګور پېژندنه؟/ ګل رحمن رحماني”
  1. رحماني صاحب زه دې تل لیکنې لولم.
    ځیني لیکنې نه لولم خو د ځینو نوم چې په تاند کې ووینم خامخا یې لولم،. د هغه چا لیکنه لولم چې څو لیکني مې یې لوستی او خوند یې راکړی او په دې پوهه شوی یم چې لیکونکی یې سم لیکوال او په خبره پوی دی.
    خدای دې کامیاب او بریالی لره

  2. رحماني صاحب د ادبی فقر په داغسی زمانه کی مو ستر کار مو کړی د قام او ژبی یو قرض دی ادا کړی، بریالی او تاند اوسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *