تاند- د راپورونو له مخې په کابل کې پر چینايي اتباعو د وروستۍ حملې انګېزه سیاسي نه وه بلکې فحشا په دې مسله کې رول لرلی دی.

که څه هم تراوسه پوري د درو چینایانو د وژل کېدو او دوو نورو د برمته کېدو دقیقه انګېزه لا څرګنده نه ده خو د چین دولتي تلویزیون سي سي ټي وي وویل، داسي ادعاوې شته چې برمته شوي او وژل شوي چینایان په فحشا ککړ ول چې د افغانستان له قوانینو سره سم ممنوع دي.

ویل کېږي چې ځیني چینايي ښځې افغانستان ته د بدلمنۍ لپاره راځي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څو ځلي بدلمنې چینايي ښځې نیولي او له افغانستانه یې ایستلي دي.

افغان پولیسو په دوو تښتول شویو چینایانو کې یو د شنبې په ورځ ومونده خو یو لا هم بې درکه دی.

د جمعې په ورځ نا پېژندوی وسله وال د چینایانو اپارتمان ته ننوتل، د دوو ښځو په شمول یې ۳ چینایان او د هغو یو افغان ساتونکی ووژل او دوه نور چینایان یې وتښتول. وروسته د شنبې په ورځ افغان پولیسو یو چینايي تبعه ژوندی وموند خو یو لا هم بې درکه دی.

د چین تلویزیون خپل راپور رد کړ

د چین تلویزیون په کابل کې د دوو بې درکه شویو چینایانو په اړه خپل لومړنی راپور بېرته واخیست چې پر اساس یې ویل شوي و، د دغه هیواد په دوو تښتول شویو اتباعو کې یو ژوندی او بل مړ موندل شوی دی.

د چین تلویزیون وویل چې یو له دوو چینایانو څخه، چې د جمعې په ورځ په کابل کې له خپل استوګنځي څخه تښتول شوی و، د شنبې په ورځ ژوندی وموندل شو خو بل لا هم بې درکه دی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *