د طالبانو لخوا د عمري عملیاتو له اعلان سره جوخت، دغې ډلې خپل فعالیت پراخ کړی؛ اما طالبان به خپل هدف ته ورسېږي؟

د ځواکونو تجهیز

امنیتي او دفاعي ځواکونه پر درندو وسلو، جنګي الوتکو او جنګي چورلکو تجهیز شوي دي. د ۱۳۹۴ کال په لړ کې هند ۴ جنګي هليکوپترې له هوايي ځواک سره مرسته وکړه. د امریکا متحده ایالاتو هم له جنګي چورلکو سربیره، جنګي الوتکې هم ورکړې دي چې همدا اوس عملا پر عملیاتو بوختې دي. همداراز د لومړي ځل لپاره په هلمند کې د افغان هوايي ځواک د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) مرکز فعال شوی دی.

اوس وخت کې افغان هوايي ځواک، له دغو الوتکو او چورلکو څخه استفاده کوي:

اې-۲۹ سوپر توکانو جنګي الوتکې

پي‌سي-۱۲ کشفي/جنګي الوتکې

مې-۲۵ جنګي چورلکې

مې-۱۷ ترانسپورتي/جنګي چورلکې

مې-۳۵ زرهي جنګي چورلکې

ام‌ډی-۵۳۰ جنګي چورلکې

سي-۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې

سي-۲۰۸ ترانسپورتي الوتکې

بې پيلوټه (ډرون) الوتکې

د روان کال په اوږدو کې د اې-۲۹ سوپر توکانو نورې الوتکې به هم له هوايي ځواک سره مرسته وشي. همداراز ټاکل شوې ده چې د بي پیلوټه (ډرون) الوتکو دویم ګروپ هم په نږدې راتلونکې کې فعال کړی شي.

یوازې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې هوايي ځواک ۸۳ جنګي الوتنې کړي. د دوی تمرکز د وسله والو طالبانو پر مورچو و چې په پایله کې یې په سلګونه طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمه ییزه اجماع

سولې خبرو لپاره د لارې نقشې جوړولو په هدف د هماهنګۍ په څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې چې د سولې خبرې به پرمخ وړل کېږي، خو که کومه ډله خبرو ته نه حاضرېږي، نو څلور واړه هیوادونه (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) به پر وړاندې اقدام کوي. که څه هم تر اوسه پاکستان ریښتینی ندی، خو چین او امریکا عملا لاس په کار شوي دي. چین د پاکستان، افغانستان او تاجکستان په ګډون د یوه نوي ایتلاف رامنځته کيدو هڅې له مخکې پيل کړي او په ګړندیتوب سره پر مخ روانې دي. چین په پام کې لري چې له ترهګرۍ سره مبارزې په هدف د افغان ځواکونو تجهیز په برخه کې مرسته وکړي. بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو پر ځپل کیدو ټینګار کړی دی.

د څلوراړخیزې غونډې له تصویب سره سم، باید دغه هیوادونه د وسله والو طالبانو او ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي. که څه هم چین او امریکا خپل چمتووالی څرګند کړی، خو لا هم پاکستان ريښتینی ندی. مهمه ده چې پاتې درې هېوادونه (چین، امریکا او افغانستان) په ګډه پر پاکستان فشار راوړي، څو د وسله والو طالبانو له ملاتړ څخه شاتګ وکړي.

د جګړې پراختیا

افغان حکومت په درېیو جبهو کې په جګړه بوخت دی: ۱. داعش او نړيوال ترهګر؛ ۲. د اختر منصور ډله؛ او ۳. د ملارسول ډلې په ګډون نورې کوچنۍ مخالفې ډلې. په مقابل کې د اختر منصور په مشرۍ طالبان هم له درېیو جبهو سره مخامخ دي: ۱. افغان ځواکونه؛ ۲. داعش؛ او ۳. انشعابي طالبان.

د جبهو زیاتوالی د جګړې پراختیا په معنی ده. خو د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د دندو وېش او امکاناتو ته په کتو، دا ویل کيدای شي چې امنیتي ځواکونه برلاسي دي، ځکه سربيره پر دې چې افغان دفاعي ځواکونه د داعش پر وړاندې پر مبارزې اخته دي؛ د اسلامي دولت ډلې ځپلو په موخه امریکا هم اقدامات کړي دي.

د امریکا لخوا د روان کال په جنورۍ (۱۳۹۴، جدي) کې، د داعش ځپلو په موخه د هوايي بمباریو امر صادر کړ. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ویاند جنرال چارلز کلیونډ په وینا، د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې شاوخوا سل هوايي بمبارۍ شوي چې له اویا تر اتیا سلنې یې د داعش پر مواضعو متمرکزې وې.

پر دې اساس د افغان حکومت پر وړاندې یوازینی خنډ د اختر منصور ډله شمېرل کېږي؛ ځکه له داعش سره مبارزې په برخه کې امریکا خپل فعالیت پیل کړی، د ملارسول ډله د امنیتي ځواکونو د مقابلې توان نه لري او تر اوسه یې یوازې د اختر منصور له ډلې سره جګړې کړي دي؛ خو طالبان بیا سربېره پر دې چې له افغان ځواکونو سره باید جګړه وکړي، د داعش پر وړاندې باید ودرېږي او انشعابي ډلې له مخې لرې کړي؛ هغه څه چې عملا ناشونې دي.

نتیجه

د طالبانو د عمري عملیاتو له اعلان څخه درې اونۍ وړاندې، د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا شفق عملیات پیل fightingشوي ول. له تېرو کلونو سره د شفق عملیاتو توپیر پدې کې دی چې پخوا افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې ول، خو اوس مهال تهاجمي جنګ پر وړې دي. دا چې د ځمکنیو قواوو له تهاجمي عملیاتو سره هوايي ځواک هم مل دی او د مخالفینو مواضع تر بریدونو لاندې راولي، ممکنه نه ایسي چې دغه ډله دې د بري لپاره چانس ولري.

همداراز د طالبانو پر وړاندې سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده. چین او امریکا عملا د دغې ډلې پر وړاندې ولاړ دي (د سولې خبرو پیل په صورت کې دغه وضعیت بدلون موندلای شي) روسیه حداقل د خپلو سوېلي پولو او نفوذو ساحې خوندیتوب په موخه له افغان حکومت سره متعهده ده (د روسیې له خوا لس زره کلاشینکوفه د لومړنیو مرستو په توګه افغانستان ته ورکړل شوي او په نږدې راتلونکې به نورې وسلې هم د افغانستان په واک کې ورکړي)، ایران هم د خپلو ګټو خوندیتابه په هدف په افغانستان کې بې ثباتي نه غواړي (دا استثنا په خپل ځای دی چې ایران د لنډمهاله اهدافو لپاره له طالبانو سره مرسته کوي). یوازې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي چې د نړيوالې ټولنې د فشارونو زیاتوالي په صورت کې، حالات بدلون موندای شي.

بل لور ته د طالبانو داخلي تشتت او د جنګي جبهو زیاتوالی (داعش، د ملارسول ډله، افغان ځواکونه) د دې ډلې د قوت د وېش په معنی دی.

پورتنیو ټکیو، ځمکنیو حقایقو او د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د طالبانو شاتمبولو او د بریدونو خنثی کولو ته په کتو، حداقل د اوس لپاره نه شي کېدای چې وسله وال طالبان دې خپلو اهدافو ته ورسيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *