تاند- د پر له پسې او تېزو بارانونو په نتیجه کې سېلونو په بادغیس ولایت کې لږترلږه ۱۲ تنه مړه کړي او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړیو نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل چې سېل ډېر تاوان په مُقر ولسوالۍ کې پېښ کړی دی.
د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد فرید احمدزي وویل، په مقر ولسوالي کې د سېل له کبله ۱۲ تنه مړه شوي دي.
د ده په وینا په مړو کسانو کې ۵ تنه د هرات اوسېدونکي دي او نور پېژندل شوي نه دي.
د افغانستان د شمال په سمنګان او سرپل ولایتونو کې هم پرون /شنبه/ سېل لږترلږه ۵ تنه وړي او په لسګونو هکتاره کرنیزه مځکه یې ویجاړه کړې ده.
له تېرو ۱۰ ورځو راهیسي له سختو بارانونو سره سم د افغانستان په بېلابېلو ولاتونو کې د سېلونو جاري کېدو زیانونه او تلفات پېښ کړي دي.
تر ټولو زیات زیان او مرګ ژوبلې یې په اروزګان ولایت کې اړولي دي.
د اروزګان د ولایتي چارواکو په وینا په دغه ولایت کې تېره اوونۍ د سېلونو له کبله شاوخوا ۴۰ تنه مړه شول او په سلګونو هکتاره کرنیزه مځکه ویجاړه او د څو ولسوالیو ترمنځ یوازینی ارتباطي پُل یې کړ.