د پسرلي موسم د کسب و کار موسم دی خو د طالبانو د حملو له کبله د افغانستان په ځینو سیمو کې د جګړو اور بل دی او یوازې په تیرو دوه، دریو ورځو کې په کندز کې تر دوه سوه زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یو وخت به طالبانو ویل چې افغانستان کې خارجي عسکر دي نو دوی ځکه جنګ کوي خو کله چې خارجي عسکرو په وتلو پیل وکړ، طالبانو خپلو حملو ته لا زیات زور ورکړ. پخوا به ځینو کسانو پر طالبانو نیوکه کوله چې جهاد او له خارجیانو سره مقابله هسې یوه پلمه ده او خارجیان چې لاړ شي، دوی به بیا هم جنګ ته ادامه ورکوي. ځینو کسانو به لا دا هم ویل چې دا خارجیان خو راوستي طالبانو دي. دا طالبان وو چې د ملګرو ملتونو فیصلې یې ونه ومنلې، د اسلامي ملکونو غوښتنې یې رد کړې او د اسلامي علماوو فتوا ګانې یې بابیزه وبللې چې په نتیجه کې ټوله دنیا که هغه عرب و، یا عجم، که مسلمان و ،یا نامسلمان، که روس و یا امریکا، ټول په یوه خوله د طالب د حکومت نسکورولو ته راغلل. د دنیا په تاریخ کې داسې ډیر لږ شوي دي چې ټول انسانیت دې له یو چا نفرت وکړي. طالب سره همدا کانه وشوه. اوس چې خارجیان د وتلو په حال کې دي او یوازې پنځه فیصده عسکر یې پاتې دي، دوی خپلو حملو ته لا زور ورکړی دی. له هملند څخه ټول خارجیان ووتل خو د دوی د تیرو څو میاشتو حملو خارجیان یو ځل بیا هلمند ته داخل کړل. کندز څخه هم ټول خارجي عسکر وتلي وو خو اوس دا خطر شته چې یو ځل بیا کندز ته خارجي عسکر ورشي.
د طالبانو اوسنۍ جګړه کیدای شي د نړۍ د مخ تر ټولو بې مانا جګړه وبولو. ځکه جګړه په ظاهره د خارجیانو د شتون خلاف ده، خو په حقیقت کې د خارجیانو د شتون د توجیه لپاره روانه ده.
د طالبانو د روانې جګړې د بې مانا والي بل دلیل دا دی چې کله د طالبانو حکومت ړنګ شو نو هغه وخت په افغانستان کې امریکایی عسکر نه وو. امریکایانو له بحیره عرب څخه په میزایلو باندې او د بي دوه پنځوس الوتکو په وسیله د طالبانو حکومت نسکور کړ. اوس که د افغانستان په خاوره کې طالبان هر څو هم د خپلو وطنوالو وینې وبهوي، له فضا څخه خو د ناټو قوتونه شړلای نه شي. دوی چې تیر کال مني کې کندز کې پرمختګ وکړ او هلمند کې پر مخ لاړل، نو بیا هم د ناټو هوایي قواوو، په شا وتمبول. اوس هم د عمري حملو نتیجه معلومه ده. په زرګونو افغانان به پکې ووژل شي یا به ټپیان شي، په زرګونو کورونه به وران شي ، د افغانستان اقتصاد ته به سخته صدمه ورسیږي او په اخر کې د امریکا یوه الوتکه راپیدا شي او طالبان به یا ووژل شي او یا به پاکستان ته فرار شي.
د طالبانو د عمري حملو د بې مانا والي بل لوی دلیل دا دی چې په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او خلک سوله غواړي او د سولې خبرو ته چمتو دي، تاسې د جنګ د دوام د پاره کوم شرعي جواز لرئ؟ په افغانستان کې چې جوماتونه شته، اذانونه کیږي، مدرسې شته، خلک یې الحمدالله په سلو کې سل مسلمان دي، په داسې وطن کې په کوم شرعي جواز وینې بهول کیږي؟
د طالبانو عمري حملو ته بغیر د دې چې د افغانانو قتل عام کول او د افغانستان ختمول ووایو، بل نوم نه شو ، ورکولای.
طالبانو ته پکار ده چې د عقدې او جذباتو او کینې په ځای له عقل او تدبیر او هوښ څخه کار واخلي. یو وخت چې تنظیمونو افغانستان د جنګ پر میدان بدل کړی و، ټولو خلکو ورڅخه نفرت کاوه. اوس ټول خلک له طالبانو نفرت کوي. خلک نه د حکومت نوکران دي نه د امریکا او نه د طالب. د افغانستان خلک خپل خیر غواړي، خپل عزت غواړي او خپله اسوده ګي غواړي. د طالبانو ماینونه، بمونه، انتحاریانې او جنګونه یوازې او یوازې د افغانستان د خلکو بیخ او بنیاد باسي. طالبان باید په دې پوه شي چې عمري حملې یې د تیر کال د حملو غوندې بې فایدې او بې مانا دي. د دوی زړونه شیطان تسخیر کړي دي او پکار ده چې شرعیت ته تابع شي او توبه وباسي.