تاند- ملګري ملتونه وايي، په داسي حال کې چې په افغانستان کې جګړه مخ په خپرېدو ده، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه په زیاتېدونکي ډول له حملو او خطر سره مخامخ کېږي او په ځانګړي ډول ښوونځیو ته د ماشومانو تګ او د روغتیايي اسانتیاوو برابرېدل یې ستونزمن کړي دي.

ملګروملتو په یوه تازه راپور کې، چې نن /دوشنبه/ یې خپور کړ، ویلي دي چې نړیوالې ټولنې د ښوونځیو او کلینیکونو په شمول د افغانستان د بیارغونې لپاره په ملیاردونو ډالره مرسته وکړه، خو جګړې د ملیونونو افغانانو دا خدماتي مرکزونه زیانمن کړي دي.

د ملګروملتو د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ م کال ۶۳ طبي کارکوونکي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ډېر یې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې ووژل شول.

تر دې یو کال وړاندې، یعني په ۲۰۱۴ م کال ۲۵ طبي کارکوونکي وژل شوي یا ټپیان شوي ول.

خو په ۲۰۱۳ م کال۳۱ تنه روغتیايي کارکوونکي ژوبل یا وژل شوي ول.

schoolپه ۲۰۱۵ م کال ۲۶ ښوونکي یا د تعلیمي ادارو کارکوونکي ووژل شول خو په ۲۰۱۴ م کال د ښوونکو او نورو تعلیمي کارکوونکو د مرګ ژوبلو شمېر ۳۷ تنه و.

ملګري ملتونه وايي چې د تعلیمي او روغتیايي کارکوونکو ګواښل هم خورا زیات شوي دي.

د ملګروملتو د راپور له مخې، تېر کال د تاوتریخوالي په دوام کې ۳۶۹ ښوونځي بند شول چې له کبله یې یو لکو ۳۹ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شول.

په دې برخه کې تر ټولو زیات زیان په ننګرهار ولایت کې پېښ شوی چې داعش پکې سر راپورته کړ.

دې سختدریځې ډلې لږترلږه ۱۱ کلینیکونه او ۶۸ ښوونځي په ننګرهار ولایت کې بند کړل.

ملګرو ملتو پرون /یکشنبه/ په یوه بل راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۳ میاشتو کې لږترلږه ۶۰۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۳۴۳ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *