شاوخوا دوه اونۍ مخکې ولسمشر اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا جوړه کړه چې مشري به یې د ده په غاړه وي. له هغه وروسته ځینو کړیو تبلیغات پیل کړي دي چې دا کار د قدرت د تمرکز سبب ګرځي. ځینو نورو بیا ویلي دي چې د دې شورا له لارې به حکومت په خپلو سیاسي مخالفانو فشار راوړي او دا شورا به له فساد سره د مبارزې په ځای له سیاسي مخالفانو سره د مقابلې په ذریعې بدله شي.

 د منتقدینو په لړ کې احمد ولي مسعود هم شامل دی. ده په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې:( هر از ګاهی به سیاست های رهبر حکومت موجود افغانستان می نګرم ، منظره بورژوازی به ګونه افغانی آن در سیما و سیرت آن دیده میشود. تلاش شباروزی متمرکز ساختن هر چه بیشتر قدرت و ثروت، جابجاسازی مهره های خودی در مناصب قدرت و منابع ثروت، پر کردن ادارات دولتی با توجه به مهره های خودی، چشم پوشی از پرونده های فساد های بزرګ مالی خودی ها و امتیاز دادن به جعل کاران انتخاباتی ، ایجاد کمیسیون های سیاسی ضد فساد به منظور تفتیش و تهدید دیګران، تعامل مستقیم رهبری حکومت بدون در نظر داشت سلسله مراتب اداری با مراجع و منابع عایداتی داخل و خارج و ده ها مورد دیګر نشانه های آنست که یک تیم شبح بورژوازی افغانی در حال ظهور است.)

 د ښاغلي احمد ولي مسعود په لیکنه کې لولو چې له فساد سره د مبارزې په کار کې له نوي تحرکه په تشویش کې دی. مخکې له دې چې دا نوې جوړه شوې شورا کار پیل کړي، ده ورباندې ټاپه لګولې ده چې د نورو د تهدید او تفتیش لپاره به استفاده ورنه وشي.

 متاسفانه په تیرو پنځلس کلونو کې په افغانستان کې درغل عناصر ډیر پیاوړي او زړه ور شول. دوی ډیرې پیسې پیدا کړې او د پیسو په زور یې نه یوازې په پارلمان کې نفوذ وکړ بلکې په رسنیو کې یې هم نفوذ کړی دی او بلکې خپلې شخصي رسنۍ یې ایجاد کړي دي. د کابل اکثره شخصي تلویزیونونه د هغو کسانو دي چې په تیرو پنځلس کلونو کې یې هوایي پیسې لاس ته راوړي دي او اوس د خپل ثروت د سپینولو لپاره تبلیغات کوي. همدا احمد ولي مسعود چې د بورژوازي له رامنځ ته کیدو ویره څرګندوي، په تیرو پنځلس کلونو کې ډیر څه پیدا کړل او د همدغو پیسو په زور اوس د ماندګار په نوم ورځپاڼې مصارف برابروي.

 کله چې د حمل په اولسمه نیټه له فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشر په مشرۍ شورا اعلان شوه او په هغه شورا کې قاضي قضات، لوی څارنوال او ځینې وزیران د غړیو په حیث شامل شول، د دې اقدام په خلاف باندې تبلیغات پیل شوي دي. عجبه دا ده چې همدا کسان چې معمولا حکومت د فساد په مقابل کې په کم کاري تورن کوي، د دې شورا سره مخالفت ښیي. له دوی سره ویره ده چې که له فساد سره د مبارزې اړوندې ادارې رایو ځای شي او د ولسمشر په مخ کې د فساد مسایل مطرح کړي نو بیا به هر څه میداني شي او د درغلو عناصرو دوسیې به دوران ته ولویږي. همدا علت دی چې له فساد سره د هر واقعي اقدام مخالفت کیږي خو داسې ښکاري چې نور نو که خدای کول د فساد کوونکو مخ په توریدو دی. فساد کوونکو د خپلو پیسو او تبلیغاتو په زور داسې روحیه ایجاد کړې ده چې ګویا ډیر احتیاط ورسره پکار دی او د دوی په نیولو باندې به هغه د چا خبره اسمان راچپه شي. خو حقیقت دا دی چې ملت له درغلو عناصرو هغومره نفرت کوي لکه له قاتلانو او انتحاریانو څخه چې یې کوي. صرف یوه کلکه سیاسي اراده او یو جرات پکار دی. ان شالله اوس هغه وخت رارسیدلی دی او ډیر امید شته چې سږ کال به له فساد سره د مبارزې په کال بدل شي. ولسمشر غني په خپله نوروزي وینا کې ویلي وو چې ۱۳۹۵ لمریز هجري کال به له فساد سره د هر اړخیزې مبارزې کال وي. د فساد د پلویانو له وارخطا تبلیغاتو خو داسې ښکاري چې دغه وخت په رښتیا رارسیدلی دی.

7 thoughts on “د فساد پلویان وارخطا ښکاري!/ توخی”
  1. پر ځای اقدام دی، خو ښاغلی جلالتمآب به د کومې شورا او کوم کمیسیون مشري کوي… یوه پیاوړي، هوډمن او ژمن ټیم ته اړتیا ده څو د ښاغلي ولسمشر لاسنوی وکړي. پر دې هر څه سربیره که چیرې پیاوړې اراده او پریکنده پریکړه نه وي، د تېر په څیر هر څه بې مانا او تشریفاتي دي

  2. غل په غره کی نه ځایږی
    نوفساد کونکی که هرڅومری بی حیا ، بیشرم ، زرنګ او چالاک اوسی بیاهم خپل ځان خو ترهرچا ښه پیژنی چی غل د ی.
    . ددی سره سره چی غل به په ډول ډول پو ښونوکی ځان ونغا ړی اورنګونه به واړوی مګر بیاهم غل دی نه ورکیږی چی وخت یی راغلی دعدالت په غښتلی منګوله کی به ګیر شی . انشالله

  3. . دی شوری ته یو معلوماتی چنل له ولس سره هم پکار دی تر څو د ولس شکایات او معلومات تر دی کمیسون په وخت ور ورسبږی

  4. احمد ولی مسعود د احمدشاه مسعود ، یحی مسعود او احمدضیا مسعود ورور د دوست محمد خان زوی دی چې پلار یی په پيښور کې مړ شو. احمدولی د مسعود د نظامی کودتا نه وروسته د کرزی تر واکمنی پوری په لندن کې د افغانستان لوی سفیر وو. پدی اوږده موده کې هغه د افغانستان د سفارت ټول عواید په خپل شخصی حساب کې راټول او مصرف کړل چې خبره یې میلیونونو پونډسترلنګو ته رسیږی. نو هغه به ولی وارخطا نه وی.
    دا بل ورور احمدضیا مسعود یی په مسکو کې د همدې مودې په جریان کی د افغانستان لوی سفیر وو چې له خپل مشرورور نه کم خو نه وو خو لا ډیر مخکې وو . البته د دوبی هیوایی میدان رسوایی چې هلته یی 52 میلیونه دالر نقر له ځان سره لیږدول ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته معلومه او رسوا ده . مشر ورور یحی مسعود خو یی د سویس تابعیت لری او مدام العمر په اروپایی هیوادونو کی سیار سفیر او مستشار وی که څه هم ظاهرا په مالی فساد کې لاس نه لری خو د فرشته حضرتی خراسان سایت ته لیکنی ورلیږی.

  5. د دغو خلکو له پاره یو قوی جلاد او یوه تېره توره چې سرونه یې کولې کړي او تنې یې سپیو ته واچوي او بس.

  6. ګرانو ورونو، د فسا د مخه نيول يو بهترين عمل دى. غلو دا ملک تباه کړ… خو حيران پدې ېم چې له اشرف غني څخه څنګه دا اميد لرئ چې دا کار به وکړاى شي. اول خو ورباندې خلک وغوليدل چې داد دينا متفکر دى، اوس خو ټولو خلکو ته معلوم شو، نو څنګه کيداى شي چې دا محترم دې دومره غټ کار وکړي. که هيواد له فساده خلاصول غواړئ، اول بايد دا هيواد لدې تش په نامه متفکر نه خلاص سي… لده څخه د ښو اميد لرل د احمقانو په جنت کې اوسيدل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *