د هند د بنګال ايالت په مرکز کلکته ښار کې يوه داسې کورنۍ اوسېده چې خلکو يې له کلونو راهيسې پرته له دې چې څوک يې اړ کړي، د هغوى درناوى کاوه ، ددې کورنۍ د ټولو غړو خلوص، صداقت او خدمت ته په درناوي ولاړ او تسليم وو.

   د ټاګور نيکه له خپلو خلکو او سيمې سره ژوره مينه درلوده، د همده هڅې وې چې کلکته يې له يوې کليوالي سيمې نه په يوه ستر صنعتي ښار بدله کړه،  خلکو ته يې د پوهې ارزښت بيان کړ او  د ژوند ګڼې  اسانتياوې يې ورته  برابرې کړې.

   د ټاګور د کورنۍ مشر پنجامن کوشاري نومېده چې لومړۍ يې د سويلي بنګال په بېوزله سيمه (جسور) کې ژوند درلود، خو هلته له کورنيو او بهرنيو واکمنو سره د ځينو اختلافاتو  پيدا کېدو په سبب  اړ شو چې د اولسمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې د ګوويند پور په نوم د کب نيوونکو يوه کلي ته کډه وکړي.

  2  د دې کلي اوسېدونکي د هندوستان د پرېوتو يا ټيټ پوړو خلکو څخه شمېرل کېدل، خو خپل منځ کې يې د برهمنانو د يوې کورنۍ شتون تحمل کړ، دې کورنۍ ته په درناوي قايل شول او پنجامين ته يې د درناوي په سبب د تهاکور(Thakur) لقب ورکړ چې  په هندي ژبه کې يې سرور يا  ډېر عزتمن مانا رسوله.

    څه موده وروسته چې دې کورنۍ پر بنګال واکمنو انګريزانو سره اړيکې جوړې کړې، سوداګريزه راکړه ورکړه يې پيل کړه، نو انګريزانو يې نوم  د وخت په تېرېدو سره په معاملو کې له تهاکور نه په ټاګور (Tagore)بدل کړ چې دا  يواځې يو شکلي بدلون و او مانا کې يې بدلون نه رامنځته کېده، ټاګور کلمې   وروسته ورو- ورو ددې کورنۍ قومي نوم خپل کړ.

   د وخت په تېرېدو سره اړيکې، راکړه ورکړه او کارونه پراخه شول، کلى په کلو او کورنۍ په کورنيو بدلې شوې، د يوه ستر ښار بڼه يې خپله کړه چې کلکته نوم پرې کېښودل شو، له دې سره د ټاګور کورنۍ او انګريزانو راکړه ورکړه هم يو پر دوه شوه او د پام وړ ګټې يې وکړې.

      دا کورنۍ د ټاګور د غور نيکه دورکنات(Dwarkanath) د ژوند او خانۍ پرمهال خپل اوج ته ورسېده. دورکنات چې په ١٧٩٤ لمريز کال کې يې نړۍ ته سترګې غړولې وې، په کلکته کې يې د يوه مهربان، ځوان او زړور شخص په توګه شهرت درلود  او د راجام رام موهن راى غورځنګ له مشرانو و.

ټاګور په ماشومتوب کې
ټاګور په ماشومتوب کې

  دورکنات په خپل ژوند کې له انګريزانو سره اړيکو ته اهميت ورکړ، له همدې امله دوه ځله  انګلستان ته ولاړ او دويم سفر يې په ١٨٤٤ کال کې و، خو همدا يې وروستۍ سفر شو، بېرته يې کلکتې ته را ستنېدل په قسمت کې نه وو  او دوه کاله وورسته په لندن کې ومړ.

     له نوموړي درې زامن پاتې شول چې مشر يې دبندرانات ټاګور نومېده. دبندرانات په ١٨١٧ کال کې زېږېدلى، ديندار او متقي شخص و  چې له همدې امله هندوانو مهاريشي لقب چې هندي مذهبي مشرانو ته ځانګړى لقب دى او د (لوى مرشد يا رهبر) مانا لري، ورکړ.

    د نوموړي مېرمن(د ټاګورمور )سارادا ديوي نومېده چې د ١٨٨٥ کال د مارچ په ٨ مه يې نړۍ سترګې پټې کړې. دا د ټاګور لپاره يوه ستره پېښه وه او په دې اړه يې ويلي دي:(( زما د مور جسد يې معبد ته يووړ او ويې سوځولو ، دا لومړى ځل و چې د نيستي او نه راستېدونکي سفر له مفهوم سره اشنا شوم.))

د ټاګور له پلار نه ١٤ اولادونه پاتې شول چې ټول تر ټاګور مشران وو، تر ټولو مشر ورور يې دويجيندرانات نومېده چې عالم او هوښيار شخص و، په فلسفه، شعر، رياضي، موسيقي او ادبياتو کې يې لوى لاس درلود.

دويجيند په ١٩٢٦ کال کې مړ شوى، دويم زوى يې ساتيندرانات نومېده چې په سانسيګريت پوهېده او په بنګالي او انګريزي ژبو د پوهې تر کچې حاکم و.

     درېيم زوى يې هميندرانات و، په څلوېښت کلنۍ کې مړ شو، خو د ټاګور په روزنه او پالنه کې يې تر نورو زيات رول درلود. پنځم زوى يې جويتنيدرانات نومېده، په وطن مين شاعر، ليکوال او موسيقي پوه و، د ټاګور څېړونکو نظر دادى چې جويتنيدرانات يې تر ټولو وروڼو زيات په ټاګور اغېز درلود، نوموړى په ١٩٥٢ کال کې مړ شوى دى.

     ټاګور د سودا ميني په نوم نازولې خور درلوده چې  زيات  وخت يې د خپل بوډا پلار  او کشري ورور(ټاګور) په پالنه تېر شوى، بله خور يې سورنا کوماري نومېده چې ازاد خياله ليکواله او موسيقي پوهه وه.نوموړې د بنګالي مېرمنو د سوکالۍ او بيدارۍ په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.

تېره برخه

—————————–

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *