تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالې الیسا جې. روبین په افغانستان کې د ښځو د ژوند په اړه د راپور جوړولو په خاطر د پولیتزر جایزه وګټله.
الیسا روبین ته، چې په پاریس کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دفتر مشره هم ده، پرون /دوشنبه/ د پولیتزر معتبره جایزه ورکړای شوه.
په افغانستان کې د ښځینه پولیسو او د فرخندې د وژلو په اړه د اغلې روبین راپورونو د پولیتزر جایزې په ترلاسه کولو کې مهم رول درلود.
دا جایزه په نړۍ کې د ادبي اثاروغوره لیکوالو او ژورنالیستانو ته ورکول کېږي.
د پولیتزر هر ګټونکي ته ۱۰زره ډالره هم ورکول کېږي.
د افغان ښځینه پولیسو په اړه د روبین راپور د افغانستان د واقعیتونو او د لوېدیځ د ایډیالونو ترمنځ ټکر بیانوي.
په راپور کې دا تصویر ورکول شوی چې د افغانستان په شان په خورا محافظه کاره ټولنه کې د ښځینه پولیسو ګومارل ډېر ځلي اپوټه (معکوس) نتیجه هم لرلی شي.
روبین له درو لسیزو راهیسی خبریالي کوي.