نن سه شنبه د کابل په پنځه میلیوني ښار کې کابو ټول خلک پریشانه وو او یو بل ته یې تېلفونونه کول چې د یو بل د خیریت حال واخلي. نن طالبانو په پل محمود خان کې د پولیسو په یوه دفتر باندې چې د ښار په منځ کې او د بیروبار په سیمه کې دی، حمله وکړه او حمله یې د سهار په نهو بجو وکړه چې سخت رش وي او خلک د کار غریبي یا سودسودا لپاره ښار ته راځي. د طالبانو د دې حملې په نتیجه کې لږ تر لږه دوه سوه کسان زخمیان شول. په زخمیانو کې به ډیر لږ نظامیان وي، نور ټول عام ولس وو. په وژل شویو کې هم اکثره عام ښاریان دي.

 د حملې له کولو سره سمدستي وروسته د طالبانو ویاند وویل چې دا کار د دوی ډلې کړی دی.

 له ما سره دا سوال دی چې طالبان چې د قتلونو او خرابیو مسولیت په غاړه اخلي، ایا دې ته یې هم فکر کړی دی چې سبا به له هغه ملت او هغو خلکو سره څنګه شریک ژوند کوي چې دوی یې هره ورځ د قتل عام مسولیت په غاړه اخلي؟

3طالبان کیدای شي ، دوه ډوله فکر وکړي: یو فکر یې دا وي چې هسې هم له خپلو وطنوالو سره او خپل وطن کې د ژوند کولو او بلکې د دنیا په مخ د ارام ژوند کولو امید نه لري، نو ښه دا ده چې هم ځان قتل کړي او هم نور. بل احتمال دا دی چې طالبان به په دې فکر کې وي چې که یو څه نورې وینې هم وبهوي نو قدرت ته به ورسیږي او څوک چې په قدرت کې وي ، له هغه څخه بیا څوک پوښتنه کوي.

 خبره دا ده چې اول خو په دې عملونو باندې چې طالبان یې تر سره کوي، قدرت ته رسیدل یې ممکن نه ښکاري او بل دا چې که فرضا قدرت ته هم ورسیږي، د دښمنیو او بدیو تور به ورنه پاک نه شي او خلک به ورڅخه خپل انتقام واخلي.

 اصلي خبره او ډیره مهمه خبره دا ده چې طالبان باید په دې سرونه خلاص کړي چې د انتحار او انفجار او ترور له لارې قدرت ته رسیدل، خیال است و مهال است و جنون!

 نه عام افغانان دې ته حاضر دي چې هره ورځ دې یې اولادونه ووژل شي او د جنګ او وحشت اور دې تود وي، نه دنیا دې ته تیاره ده چې په افغانستان کې دې داسې ډله قدرت ته ورسیږي چې له نورو انسانانو سره د یو ځای اوسیدلو په چل نه پوهیږي. زما خبرې شاید طالبان وروڼه ډیرې توندې وګڼي، مګر  اختر پټ میړه نه دی او لمر په دوو ګوتو نه پټیږي. یوه ډله چې د داعشیانو په څیر ،لرغوني آثار ړنګوي او یا د القاعده غوندې ډلو حمایت کوي او یا په یوویشتمه صدۍ کې د ښځو د تعلیم او کار مخالفت کوي، داسې ډلې له نورو انسانانو سره د اوسیدلو جوګه نه دي. دوی لکه څنګه چې په عمل کې یې وینو ،په سمڅو ، سوړو او غارونو کې اوسیدلای شي او یا چیرته د کوم ګاونډي ملک لپاره د کاغذي دستمالونو او د شطرنج د ګوټکونو نقش تر سره کولای شي.

   طالبانو ته پکار ده چې د خپل سقوط  تاریخ یاد ولري او عبرت ورڅخه واخلي. د دوی حکومت په داسې حال کې چپه شو چې یو امریکایي عسکر هم د افغانستان په خاوره کې نه و او د عربو سمندرګي څخه او د هوایي قواوو په مرسته یې حکومت له لاسه ورکړ. که خدای مکړه، خدای مکړه، او بیا هم خدای مکړه ، افغانان بیخي بې نظامه هم شي، طالب ته دا امکان نشته چې خپل حکومت ولري او یو ځل بیا ډاټسن سواري وکړي.

 طالبان باید نه یوازې د خپل نظام د سقوط تاریخ په دقت مطالعه کړي بلکې د خپل ظهور او قدرت ته رسیدو تاریخ هم پکار ده چې په غور ولولي. دوی ځکه قدرت ته ورسیدل چې جهادي ډلو یو بل سره وژل او خلک یې وژل. خلکو ځکه طالبانو ته لاره ورکړه چې غوښتل یې له جهادي ډلو ځان خلاص کړي. خو اوس چې د وژلو او قتل عامونو کار طالب کوي او په ډیر فخر سره اعلان هم کوي چې قتلونه یې کړي دي، هیڅ واقعي افغان او مسلمان دې ته تیار نه دی چې د طالبانو حکومت وغواړي او له طالبانو سره مرسته وکړي.

 که بیرته راشو د طالبانو سقوط ته، نو باید ووایو چې د دوی سقوط یوازې نظامي عوامل نه لرل بلکې سیاسي عوامل یې هم لرل. که چیرته د دنیا ټولو هیوادونو ، عربو او عجمو، هندو او مسلمان، ګبر او ترسا، روس او امریکا، او لنډه یې دا ټولو ملکونو او هیوادنو د طالبانو د حکومت د ړنګیدو فیصله نه وای کړې نو بیا به هم ناټو ته ډیره سخته وه چې په طالبانو باندې بي دوه پنځوس الوتکې استعمال کړي.

 طالبان که خپل فکر بدل نه کړي او له انتحار او انفجاره لاس وانه خلي، نو انجام یې په مراتبو تر هغه څه بد دی چې د ۲۰۰۱ کال له سپتمبره وروسته ورسره مخامخ شول، ځکه طالبانو په تیرو پنځلس کلونو کې خپل بارونه وار په وار درانه کړي دي.

3 thoughts on “د طالبانو انجام/ سعید سلطان”
  1. د ټالیبانو بیا واکمن کیدل یو فیصد هم امکان نلری. حتی دوی ته به په خوب کی هم دبیا واکمنی چانس لکه چې پورته لیکنه کې راغلی دی « این خواب است و محال است و جنون » ورنشی. دوی خپل امتحان د قدرت په حال کی او اوس چې له واکمنی نه لری دی ورکړی دی، نو بیا آزمویل يی ضرور ندی. اوس د افغانستان مسلمان ولس ته پکار ده چې له دی مزدوری ډلې نه ځان وساتی ، د هغوی ځري چې هرچیرته وی د دولت منګولو ته وسپاری او یا یی خپله له منځه یوسی. ځکه د هر مضر وژل مباح الدم دی. هغوی چې په خپلو هیوادوالو رحم نه کوی ، ښوونځی ورانوی ، لاری او سرکونه په بمونو الوځوی ، پردوی باندی هم باید رحم ونشی.
    زما په نظر د نن ورځې ملی فاجعه به د دې سبب شی چې ټول مسلمان افغان ولس د دوی په مقابل کې سره یو او ټالیبانو ريښې له بیخه وباسي.

  2. سلامونه دوستانو:
    سعید سلطان صاحب ډیره ښه مقاله لیکلې، لیکن وروڼو ولې مو په دې سر نه خلاصیږي چې طالبان زموږ له موجوده زمامدارانو ډير په بد حالت کې ژوند کوي زموږ زمامداران که له ډیرې سختې سره مخ شي نو بیا بهر ته ولاړ شي او هلته بیا د راحت ژوند تیروي. مګر طالب جان غریب خو نه دلته ځای لري او نه هلته هغه بلکل د ریموټ کنټرول خاصیت خپل کړی هر کله چې ورته هر څه وویل شي هماغه کار کوي بیچاره بله لار نلري پرته له مرګه. که هیر مو نه وي نو زه به یې تاسو ته در یاده کړم چې د طالبانو جبري اسلامي نظام آن خدا ته هم منظور نه وو خدای تعالی پر دوی باندې د دوی په پینځه کلنه توره دوره کې باران هم په ټپه ودراوه. دوی دومره د غلام د غلامۍ لاندې راغلي چې د خدای عذاب ته یې هم پام نه وو. زه د دوی په ژوندي اجسادو باندې پرته له افسوس نور هیڅ نلرم چې د عقل او تدبر نه په بشپړ ډول خالي دي او د حیواناتو په څیر د بل په لاس کې د مرګ په انتظار دي.

  3. ټالب د پاکستان غلام او د ای اس ای ګوډاګی دی
    افغانان هېڅکله چې یو نفر هم پاتې شي پاکستاني مزدورانو ته د واکمنۍ اجازه نه ورکوي

    الله دي تالبان تبا او برباد کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *