هی ..!
ما مه وژنئ
زه مسلمان يم، ما ته شپږ کليمې هم زده دي، سهار وختي مې لمونځ وکړ او د مسجد له قاري صاحب مې سبق هم ويلی.
د نن سبق مې دا و چې :
بسم ا لله الرحمن الرحیم
} وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا} {وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا} ﴿النساء: ۲۹-٣٠﴾
ژباړه: او خپل ځانونه مه وژنئ، بېشکه الله پر تاسې مهربان دی. او څوک چې په ظلم او تیري کولو سره دا کار)ځان وژنه( ترسره کړي، نو مونږ به ډېر ژر هغه د دوزخ په اور کې وغورځوو او دا الله ته ډېره اسانه ده.
قاري صاحب د نن د سبق تفسير داسې وکړ: دا مبارک آیت شريف په د انتحار او انفجار او ځانمرګي حراموالی په صراحت سره بيانوي. ځکه چې انساني نفس د انسان خپل ملکیت نه دی او نشي کولی هرډول ناروا تصرف په کې وکړي، بلکې دا یو ستر الهي امانت دی، دخپل نفس وژل د بل نفس د وژلو د ګناه څخه زیات او حرام عمل دی، ځکه انتحار کوونکی هم خپل ځان وژني او هم د خپل ځان د وژلو په واسطه نور انسانان له منځه وړي.
نو پوښتنه کوم؛ هی څڼورکی کاکا ..!
ما ولې وژنې ؟
ما نه سبق پاتې کيږي، زما تفسير نيمګړی کیږي،
ما مه وژنه، زه غواړم قاري شم او نورو ته قرآن ورسوم، زه مې د خوږ پيغمبر ص حديث شريف باندې عمل کوم، زما پيغمر ص راته ويلي چې ( خيرکم من تعلم القران و علمه) ژباړه: قرآن زده کړئ او نورو ته يې هم وښيئ ..!
څڼورکیه کاکا جانه ..! زه مسلمان يم، زه انسان يم، زه معصوم يم. زه يتيم يم،
خیر دی ما مه وژنه ..!
خیر دی ما مه وژنه ..!
د پروني بريد په وير
اجمل خانه نور مو مه ژروه. د طالبانو د اعمالو داسی معلومیژی چی طالبان په شرعی احکامو عقیده نلری. داسلام د مقدس دین اساسات نه منی. دقدرت لیونی دی. ددین ددایری نه وتلی دی. د هدایت دعا مه ورته کوی. الله ج دی نیست او نابود کی
څڼیه ور کا کا او س له انسا نیت سره خدای پا ما ني کړې ده ، هغه ته خو انسان مه وایه چې مه وایه، د ځنګله ځنا ور هم پر هغه شرف لري، هغه د معصومو انسا نا نو قا تل دۍ .. قا تل دۍ … قا تل دۍ
دادابو جیل څامن الله پاک دتبا او برباد کړی
دوی د افغانانو وژل په ځان فرض ګڼلي دي
الله ربالعزت دی ظالمانو ته سزا ورکړی او هغه عزیز ذو انتقام ذات دی زموږ د ټولو مظلومانو انتقام دی هغه واخلی ،هغه ښه انتقام اخیستونکی دی.
که غواړو چه پر دښمن غالب شو ،ملت او بشریت ته نجات ورکړو نو تر ټولو لوی حمایت او قوت باید خپل کړو او هغه دا چه باید رب العالمین ته نژدی او موجبات د رحمت په خپل عمل کی زیات کړو لکه رحمان بابا چه وایی:
چه الله درسره مل نه وی رحمانه
که لښکری درسره وی یک تنها یی
نو که د الله جل جلاله حمایت خپلول غواړو نو اول باید صف مرصوص جوړ کړو ، د انحصار او خود پرستی مهلکات باید پریږدو ، پاک وخورو ،پاک واغوندو ، معاملی مو له مسلمان او کافر سره پاکی وی نو بیا ته کولی شی پدی بدری یقین او فضا سره په ځمکه خلافت وکړی او هلته هم جنت خپل کړی