تاند- په ترکمنستان کې نن د خټکي د ورځې په مناسبت عمومي رخصتي ده.

له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسي په ترکمنستان کې د هر کال د اګست په دوهمه یکشنبه ملي رخصتي وي څو د دغه هیواد په تاریخ او کلتور کې د خټکي پر اهمیت ټینګار وشي.

د ترکمنستان په مختلفو سیمو کې د خټکیو نندارتونونه جوړېږي او خلکو ته بلنه ورکول کېږي چې خوند یې وڅکي.

ښو خټکیو ته د سیالیو په ترڅ کې جایزه هم ورکول کېږي.

په پلازمېنه عشق اباد کې د خټکو د مېلې په ویاړ نن په پارکونو او د ښار په چوکونو کې کنسرتونه هم اجرا کېږي.

د ترکمنستان خټکي له پېړیو راهیسي لیکوالو په خپلو لیکنو کې ستایلي دي. مشهور عرب سیاح ابن بطوطه او مغول پاچا ظهیرالدین بابر هم په خپلو یادښتونو کې د ترکمنستان د خټکیو صفتونه کړي دي.

د ترکمنستان خلک ادعا کوي چې په نړۍ کې له ۱۶۰۰ ډوله خټکو څخه څلور سوه یې اصلاً له ترکمنستان څخه نورو سیمو ته تللي دي.

One thought on “په ترکمنستان کې نن د خټکیو ورځ ده”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *