څلورمه/ برخه/
قلندر له ښاره ووت د خودۍ ! کچکول په غاړه
څومره لوی سوې زما وجوده ؟ څومره تنګ سوه دا ښارونه
د نن څخه دیرش یا درو دیرش کلونه پخوا ، په اتم ټولګي کي د کوره لیري په مسافري کي تازه ، تازه د شاعرۍ په دردونو کباب ، خراب زړه په برخه رسېدلی د قافیې او ردیف په لومه کي نښتی :
د ټولګي کړکۍ مي سمندر ته خلاصیده، معلم چي به د درس مهال هرڅه تدریسول ، د ما د سیند د مستو څپو په نظارو کي محو کیدل ، دلته (ګوادر) چي زه په کوم کورکي اوسېدلم دهغه کور ومخ ته یو ګڼ د کیکرو د ونو ځنګل وو، کله چي به باد د (عقد ازدواج) لپاره د شپې لخواورسره لوبیدلو نو د ونو د خوند او درد ګډ سرپي به د آدم زاد زړونه کښل ، د دې کور ترشاه یو ویړ سمندر د خلیج فارس لورته غځېدلی پروت وو:
یوه شپه چي د ونو سرپي او د سمندر مستي د شپې چوپتیا په شور او ځنګېدو اخته کړې وه او زه هینداري ته اوښکجني سترګي ولاړ مور مي د جنون ترحده یادیدله د سمندر له غاړي د ناشناس ږغ مي تر غوږو سو:
ساقي واخله پیاله واخله نور دي خُم را نذرانه که
زما تنده د عمرونو یو دریاب را پیمانه که
په پیل کي هیڅ ورباندي ونه پوهیدلم چي دا الفاظ زما د وجود د صلیب پیلامه به ګرځي ، زه به یې د ژوند په نوم په لوڅه شاه ګرځوم او د خپلي (مور) په یاد په اوښکو به یې اوبوم :
سهار چي ټولګي ته ورغلم پرچوکۍ دکړکۍ خوا ته کښېنستم ، سترګي مي د سمندر په مستو موجونو کي په لګیدو سره په غوږوکي ازانګې سوې :
ساقي واخله پیاله واخله نور دي دي خُم را نذرانه که
زما تنده د عمرونو یو دریاب را پیمانه که
د بې خودۍ په حالت کي ناست هله په هوښ راغلم چي د معاشرتي علوم استاد یوه کلکه چپلاخه پر دا مخ راکړه عالم موجود ته یې را ستون کړم .
رښتیا هم دا ده د سمندر غاړه، ماځیګری ، زه خام فکر ، خود روه بوټی ، لا د ژوند په مقصد نابلده روان خو زما دننه یو اضطرابي کیفیت وار په وار را پورته کیږي ، په وینه کي مي سرکښي را پیدا کوي ، په اروا مي خولې لګوي ، فکر ته مي نالیدلي راکوي ، په رګونو کي مي مستي کري او د (غور او فکر) لټون ته مي پاروي هم دا بیت به یې اساسي پیلامه ګرځېدلې وي :
د مکار زاهد پرقبر بدمستان سره ټول سوي
انتقام له ژونده اخلي هدیره یې میخانه کړه
په سرکښي کي جانان موندونکي شاعر، شاعري مي د ژوند د پیل په قدمونو کي سکروټي غوندي راتوئ سوې د خپل ځان صلیب را اخیستی تڼاکي پښې ورباندي روان سوم،د میني او حسن الفاظو به مي په اروا کي ارږومۍ اخستلې او عقل ؟
د ګمراه عقل ځنځیر مي د ګلرخ په پښوکي توئ کړ
د پازیب له هره شرنګا جوړه مسته ترانه کړه
وړاندي تر دې چي ژوند مي د خپل تمرین تخته وګرځوي د وخت او قسمت په رحم مي دې د حسرتونو برزخ ته حواله کړي ، دجنون ویرانو ته بادیدلی وم او د اینده توښه مي په لاس کي وه :
د خزان زخمي بلبله پسرلی دي مبارک سه
د سرو ګلوپه بستر کي تېره هېره افسانه کړه
دا مي باور دی د دې شاهکار غزل څخه چي کوم دوه بیتونه ناشناس هغه مهال لیري کړي دي د یوه بیت په ارزښت او ژورتیا خو بیخي ناشناس پوهیدلی نه دی نه یې په تصوفي اړخ رسېدلی دی :
بیا بې ګورو چي شیخ څنګه ؟ لنډوي د جنت لاره
ستا مستي یې په سربارکړه، زما جنون یې زولانه کړه
په پورتني بیت کي بیخي شاعرپه څرګند ډول سره وایي چي خدای ته پرلنډو لارو رسېدلی نسو، که باطني سپېڅلتیا شرط وي نو به پر اوږدو شاعرانه، جمالیاتي لارو ورځو.
د پښتو شعر لویه برخه د عقیدې او ډار په حصار کي تخلیق سوې ده ځکه یې شاعرانه جمالیاتي اړخ ته کلک زیان رسېدلی دی ولي چي زموږ ډېرګي شاعران شاعري تر آرټ (هنر) مذهبي وسیله پاموي لاکن عطایي ملا دا نه چي د ملا نوم ته یې درنښت او ارزښت ورپه برخه کړو بلکې معاصرشعر ته یې د نوښت او تل پایښت کمال هم ورپه برخه کړو ځکه چي د عطایي ملا خبري نوي دي هم خپلي دي :
عطايي ملا کوم بت نه دی چي پرستش یې وکړو او نه د کوم بابا د زیارت منجاور دی چي دعاوي ورځني ټولي کړو :
عطایي ملا نه په چاپسې دی ، نه په ځان پسي څوک پسې کول خوښوي، بې کچکوله قلندر د خپل مست او مین زړه سندري وایي ، په خپل رنګ او خپل ډنګ کې وایي ، ښه په ترنګ یې وایي ، نه د چا ډاریږي او نه د چا د ډاره خپل خیال زندۍ کوي :
د شعرسره سفر اره، اره زړه غواړي او داد حسن او میني اعتکاف ته لویدلی بې کچکوله قلندرشاعر عطایي ملا چي د سرمستو رندانو کوزې یادوي ، پر ریاکارو شیخانو یې منطقي نقد او طنز د هغو ړوند تقلید، بې علمي ، شکم پروري او د هغو حرصمندانه هلي ځلي دي ، لکه حافظ چي هم ګوته ورنیولې ده :
ریا حلال شمارند وجام باده حرام
زی طریقت وملت زی شریعت وکیش
(ریا روا پاموی او د شرابو پیاله ناروا
څه ښه طریقت و ملت دی ،څه ښه شریعت ا ومذهب دی )
یا دا
فقیهـ مدرسه دی مست بود و فتوی داد
که می حرام ولی به ز مال اوقاف است
( پرون د مدرسې فیقهـ پرمستي راغلې وه او په دغه حالت کي یې دا فتویْ ورکړه
چي شراب حرام دي لاکن د اوقاف د مال تر غضبولو غوره دي )
عطايي ملا وایي :
ورځ منبر، عتاب او وعظ، شپه بدنام بازار د حسن
سپین پګړی مي په سیاه سرو کي سرتور لیدلی دی
یا
بېګا ټول خمار خمار وم، سود او زیان ته مي پام نه وو
محتسب نه مي پوښتله ، ستا د پټي میکدې لار
یا
د کافر کبر چنجيه! منجله جومات کي پروت يې
رياکاره رب دي غرق که! سر دي ځان ته په سجدو دی