تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن /چهارشنبه/ وویل، د کابل تر وروستۍ تروریستي حملې مخکې ولسمشر غني ورته ویلي و چې راتلونکې شپږ میاشتې به د افغانانو لپاره ډېرې خونړۍ وي.

د ولسي جرګې غړیو وویل، ولسمشر غني د هیواد پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې د یاغیانو خلاف د عملي اقداماتو لپاره خپل وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړي ظاهر سادات وویل:«ښاغلي غني وویل چې موږ د ولسي جرګې غړي د افغان امنیتي خواکونو په ملاتړ کې خورا مهم رول لوبولی شو.»

Kabul Attackد دې جرګې بل غړي شېرولي وردک وویل:«د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه ساتلې، د سولې خبرې هم د پاکستان یو چل دی چې زموږ حکومت پرې مصروف کړي او له بلې خوا په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړي.»

افغانانو او د افغانستان حکومت ډېره هیله لرله چې ممکن پاکستان به نور د افغانستان په وړاندې له غلیمانه تګلارې لاس اخیستی وي خو داسي ښکاري چې پاکستان فکر کوي امریکا او نړیواله ټولنه بالاخره ستومانه کېږي او د افغانستان تقدیر یو وار بیا اسلام اباد ته په لاس ورځي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي میرداد نجرابي بیا پر امریکا نیوکه وکړه، ویې ویل، د ناامنۍ له زیاتېدو داسي ښکاري چې امریکا له افغانستان سره ریښتینې نه ده.

ده د افغانستان د حالاتو په وړاندې د امریکا د چوپتیا یادونه وکړه او ویې ویل چې له دې کبله افغانستان د غیریقیني وضعیت لور ته روان دی.

د کابل د پروني تروریستي برید د تلفاتو شمېر ۶۴ او د ټپیانو شمېر ۳۴۷ تنو ته ورسېد.

د ولسي جرګې غړیو تر دې حملې مخکې له ولسمشر غني سره وکتل او ولسمشر د امنیتي وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.

د وکیلانو په وینا ولسمشر غني وویلو راتلونکې شپږمیاشتې به د دې لپاره خونړۍ وي چې وسله والو سختدریځو حملې تېزې کړي دي.

نور اړوند خبرونه:

لومړنۍ نښې ښيي چې دا برید حقاني شبکې کړی

د کابل په تروریستي برید کې ۲۸ تنه وژل شوي

اجرايي ريیس د کابل د حملې په خاطر د پاکستان سفر وځنډاوه

نړیوالې ټولنې د کابل تروریستي حمله وغندله

د کابل د تروریستی برید تلفات ۶۴ تنو ته ورسېدل

28 dead, hundreds wounded in Kabul suicide attack

UN chief Ban Ki-moon condemns Taliban attack in Kabul

Death Toll In Tuesday Terrorist Attack On Kabul Rises To 64

One thought on “د ولسي جرګې غړي وايي، د کابل تر حملې مخکې ولسمشر د خونړیو پېښو خبرداری ورکړی و”
  1. ښه او عاقلانه پوښتنه دا ده چه خپله څومره ریښتینی یو؟
    منحیث مؤمن دا خبره کول ضروری ده چه زه او ته د ځان لپاره کار ونکړو دا به ډیره عاقلانه نه وی چه د بل اجنبی او بیا یهود او نصاری ملامت کړو که څه هم سل تړون او پروتوکول ورسره ولرو نو باید ځان سم کړو ،انحصار او خود پرستی مهلکات دی، داسلام او ملی ګټو ته لمړیتوب ورکول باید د هر حاکم وظیفه وی او هر مؤمن وکیل باید دا قرآنی ټکی هیر نکړی
    ولن ترضی عنک الیهود ….
    ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم
    أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم…….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *