د روزنيزې ارواپوهنې عالمان په دې سره  يوه خوله دي چې کورنۍ او چاپيريال د ماشوم په روزنه کې ژور او داسې اغېز لري چې  څوک انکار ورڅخه نه شي کولى. کوم ماشومان چې په ارام او سوله ييز چاپېريال کې نړۍ ته سترګې غړوي، هره پوښتنه يې ځواب مومي، نو  په وروستني ژوند کې ارام او د سوله ييز ذهن خاوندان او عالمان وي.

په همدې ترتيب هغوى چې په له تاوتريخوالي ډک چاپيريال، نالوستې او جنجالي  کورنۍ کې سترګې غړوي، د هغوى دا ځانګړتياوې يې د ماشومانو په راتلونکي شخصيت کې پټې نه پاتې کېږي.

ټاګور په ماشومتوب کې
ټاګور په ماشومتوب کې

رابندرانات ټاګور هم يو له هغو ماشومانو وو چې په يوه عالي او متعال کورني چاپيريال کې يې سترګې وغړولې، نيکونه، پلار او مشران وروڼه يې ټول له معرفت، پوهې، فلسفې او ګڼو هنرونو سره اشنا وو.

د دې تر څنګ د بنګال طبيعي چاپيريال هم داسې بڼه درلوده چې د يوه شاعر انسان له روح او طبيعت سره  له هرې زاويې اړخ لګوي او په هغه کې ادبي او هنري خلاقيت په عالي ډول روزي او ددې ترڅنګ د نورو د روزنې او د خپلې خبرې د رسولو وړتيا پيدا کوي.

دا هم طبيعي ده چې له يوه داسې ماشوم نه تمه کېږي چې يواځې په ځان کې بدلون نه، بلکې خپله کورنۍ، ټولنه او بالاخره خپله ټوله نړۍ بدله کړي او نورو ته هم د بدلون راوستلو احساس او ځواک ورکړي.

   رابندرانات ټاګور د  ١٨٦١زېږديزکال د مې مياشت کې د کلکتې ښار په اومه ناحيه کې د دوارکاناتهـ ټاګورلين د يوې بډايې برهمن مېشتې کوڅې په يوه داسې  مشهوره او نامتو  کورنۍ کې سترګې وغړولې چې  چې په علم، ادب، هنر او موسيقۍ کې يې نړيوال شهرت درلود.

 لکه مخکې مو چې يادونه وکړه،  د ټاګور کورنۍ هسې هم د بنګال له واکمن سره ښې اړيکې درلودې، لوى لوى مقامونه يې لري، بله دا چې ټاګور د خپل پلار د ١٤ زامنو له ډلې تر ټولو کشر اولاد و چې دې کار يې له مور او پلار سره اړيکې ځانګړې کړې وې او په اصطلاح نازولى اولاد و او کشر اولاد مور او پلار ته تر نورو يو څه ګران او نازدانه وي.

  د ټاګور کورنۍ له يو نيم سلو کلونو راپه دېخوا له لوديځ فرهنګ اوتهذيب سره نه شلېدونکې اړيکه لرله، خو د هند او هندويزم سره يې هم محکم  تړاو درلود، د خپلو نيکونو په څېر يې په درنه سترګه ورته کتل او خپل زاړه روايات يې نه وو هېرکړي.

  ټاګور پېژندونکې د ټاګور په کورنۍ کې دا دوه ټکي داسې لاملونه بولي چې د ټاګور پر شخصيت يې ژور اغېز درلود، دغه ماشوم يې تر بنګال او کلکتې محدود نه کړ، بلکې د هغه په شخصيت کې يې زاړه کړه وړه او نوي ښايستونه دواړه  وپنځول.

   د هغه پيدايښت په يوه داسې زمانه کې وشو چې هندوستان د انګليس تر استعمار لاندې و، دې استعمار د هند پر کلتور او ټولنيزو ازاديو، په ځانګړي ډول تدريسي نظام هم ژور اغېز درلود او د ټاګور کورنۍ خو هسې هم له دودديزو زده کړو له نظام سره جوړه نه وه، بله دا  چې تدريس يې د ملي ژبې پر ځاى پر انګليسي ژبه و.

د ټاګور پلار ديوبندرانات ټاګور د براهمن مذهب  له مشرانو و، خپل ټول وخت به يې د مذهبي ځايونو  او مراسمو په ليدنو او سفرونو تېرولو، ځکه يې زوى ته چندان پام نه و، خو ټاګور تر ١٤ کلنۍ پورې د خپلې کورنۍ او کورني ښوونکي تر لاس لاندې زده کړه وکړه او وروسته د خپلو نورو وروڼو په څېر په پټه  يوه انګليسي ژبې ښوونځي ته شامل  شو، خو  مهال لا رابندرانات له انګليسي سره پوره اشنايي نه درلوده چې دا او دوديز ښوونيز سيستم دواړه د هغه لپاره خنډونه وو.

د ده نبوع او استعداد لا ان په ماشومتوب کې را څرګند و او ځينې ليکنې يې کولې، خو دانګليسي ښوونځي ښوونکو ورته ځکه پاملرنه نه کوله چې د هغه ليکنې په ځايي بنګالي ژبه وې او په انګريزې يې د ليکلو توان نه درلود.

  د ټاګور پلار په  خپل زوى کې  د معرفت او فلسفې نبوغ حس کړى و، ځکه يې غوښتل چې هغه له ځان سره د معرفت په لټون له ځان سره  د ځينو  مذهبي سفرونو ملګرى کړي.

    ټاګور په ديارلس کلنۍ کې مهاريشي ياد هندوانو په وينا لوى لارښود له ځان سره د معرفت په لټون د هماليې غرونوته بوته، هلته يې د طبيعت او معرفت بېلابېلې منظرې او نندارې له سترګو تېرې شوې.

د هماليا د غرونو په سمسورو لمنو کې يې له خپل پلار نه ډېرې پوښتنې وکړې، ډېرې نوې خبرې يې واورېدې، ډېرې پوښتنې يې تر يوې اندازې پورې حل شوې، هلته يې  له خپل پلار نه په تفصيلي ډول د” بهګوت ګيتا” او “کرشنا” نصحتونه واورېدل.
ددې تر څنګ هغه د “وارک انتاهلين” په درې پوړيزه ودانۍ کې د ژوندله ښو اسانتياوو څخه برخمن و او د بنګال د “پدما” سيند په غاړه يې د ځوانۍ او د شاعرۍ د پيل خوندور سيلونه او چکرونه ووهل.

   ده د يادې ماڼۍ له رنګينو پردو وړاندې هغه بېوزلي کارګر هم ليدل چې د کښتيو په کاروبارو، مالونو ښکته کولو او پورته کولو بوخت وي، تر سوځنده لمر لاندې به يې په وږې ګېډه درانه کارونه کول، ځکه خو يوه ورځ راووت او څو ورځې يې له هغوى سره د يوه عادي مزدور په توګه تېرې کړې.

پلار يې له مذهبي بوختياوو سربېره هم په پوره ډول هڅه وکړه چې د نړۍ، مذهب، هنرونو، هندي فلسفې، معرفت او نورو پوهو په برخه کې د خپل زوى پوښتنې بې ځوابه پرېنږدي او په دې توګه له طبيعت سره د خپل زوى اړيکه ټينګه کړي او د فکر کړکۍ يې هر لور ته پرانېزي.

دا چاره ددې لامل شوه چې خپل ځينې اثار په ماشومتوب کې  لوستونکو ته وړاندې کړي.  يو روايت دادى چې ټاګور له اته کلنۍ را په دې خوا ښکلي شعرونه ليکل، د هغه د ماشومتوب شعر هم  خلکو ته حيرانوونکى و، ځکه چې د لويو شاعرانو په څېر يې لویې خبرې او خيالونه په کې پنځولي وو.

که څه هم ماشومتوب کې يې خورې ورې ليکنې کړې وې، خو ځانګړى او اثر يې په اولس کلنۍ کې “د شاعر کيسه” په نوم خپور کړ چې له طبيعي ښکلا، د هماليا د غرونو د لمنو او پدما سيند پر منظرو او الهامونو ښکلى و.

د دې لړۍ تېرې برخې او د ټاګور په اړه نورې لیکنې

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *