په لغمان ولایت کې د یوې پراخې ولسي غونډې په ترڅ کې د ملي اردو، د پولیسو د ځانګړې قطعې، ملي پولیسو، محلي پولیسو، د عامه نظم د پولیسو او د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې یو شمېر هغه سرتېري چې د دښمن په مقابل کې یې له ځانه وړتیا ښوودلې وه، د ولایتي ادارې له لوري په ستاینلیکونو او د قومونو، مدني فعالانو او ورزشکارانو له خوا د ګلونو په ګېډیو وستایل شول.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دغه ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو قربانیو او سرښندنو ته په اشارې وویل چې تاسې د دې هېواد هغه اتل زمري او بچي یاست چې د خپلو سرونو په بدل مو د لغمان د ولسونو او پرګنو لپاره د هوسا او ارام ژوند د برابرولو په موخه شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې اولس اوس تر بل هر وخت ډېر بېدار او ستاسې تر شاه ولاړ دی، ستاسې اتلولي هم همدا ده چې د دښمن د ځپلو تر څنګ، ولس نور هم خپل او په زړونو کې یې ځای جوړ کړئ.
وروسته په وار سره د ولایت د امنیتي ځواکونو رهبرۍ د ولایتي ادارې او ولسونو له دغه ستر ملاتړ او قدردانۍ نه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې دوی به د دې ولایت د امنیت د ټینګښت او د ولسونو د هوساینې لپاره هیڅ راز سرښندنه دریغ نه کړي او د دښمن د شومو موخو او اهدافو مخنیوی به وکړي، تر څو ولسونه وشي کولی په یوې پر امنه فضا کې ژوند وکړي.
د غونډې په پای کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو په زړورو سرتېرو ستاینلیکونه وویشل شول او همدارنګه د قومي مشرانو ، ځوانانو، مدني فعالانو او ورزشکارانو له خوا د ګلونو ګېډۍ ورکړل شوې.
افغانستان – لغمان
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر