لکه څرنګه مو چې په وړاندينيو بحثونو کې ورته اشاره وکړه، ټاګور د ازاد طبيعت خاوند او پر طبيعت مين انسان و، له ښوونځي او رسمي زده کړو سره يې چندان لېوالتيا نه درلوده چې دوه لاملونه يې درلودل.
يو دا چې هغه مهال بنګال هم د ټول هند په څېر تر انګريزي استعمار لاندې و، زده کوونکي اړ وو چې په ښوونځيو کې په انګريزي ژبه او حاکم ښوونيز سيستم زده کړې وکړي، خو ټاګور هغه مهال په انګليسي نه پوهېده.
دويم لامل يې دا و چې د بنګال په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې سيستم نوي اصول او نوې زده کړې چې د هغه مهال په معاصرو معيارونو برابرې وي، نه پېژندې او دا چې د ټاګور کورنۍ يوه نړۍ ليدلې کورنۍ وه، په سُنتي او زړو ښوونيزو اصولو يې چندان باور نه درلود.
همدا لامل وو چې ټاګور خپلې کورنۍ زده کړې، له خپلو وروڼو په خپل کور کې پيل کړې، پلار يې بوخت او سرګردانه وو، نو ځکه يې ډېر ورسره نه ليدل او وروڼو يې د بنګالي او انګليسي ژبې تدريس ورته په کور کې پيل کړى و.
د ټاګور کورنۍ حس کړې وه چې کشر زوى يې هم د ادبياتو، فلسفې، موسيقي او نورو هنرونو خواته ژور ميلان لري او له نورو زده کړو سره يې چندان ډډه نه لګېږي.
خو دلته بيا هم د يوې خبرې يادول اړين دي چې ټاګور خپل لومړى استاد د هغه د ژوند چاپيريال او طبيعت بولي چې د پرانېستي کتاب په څېر يې هغه ته د ژوند رازونه او معرفت ورکړى دى ، په دې لړ کې د شرقي او غرب متضاد چاپيريال او د هماليا د غرونو سفر او منظرې ورته د ځانګړي يادونې وړ دي.
هغه د طبيعت زده کړې ته کله مخه کړه؟ په ١٨٧٥ زېږديز کال کې چې ټاګور لا د ١٣ او په يوه بل روايت کې د ١٤ کلونو ماشوم و، مور يې له نړۍ سترګې پټې کړې. دې پېښې په ټاګور سخته اغېزه وکړه، يو نازولى ماشوم بې موره شو، يوعاطفي تړاو پرې شو، له درسونو او مطالعې يې لاس واخيست، ويرونو او خپګان لاندې کړ، کورنۍ يې دا ستونزه حس کړه.
همغه وو چې مهاريشي پلار( لوى مرشد) له فکر کولو وروسته اړ شو ، يا په بل عبارت، دايې معقوله لاره وبلله چې کوچنى ټاګور د فکر غلطولو او له دې درانه غم نه د را ايستلو لپاره له ځان سره د مذهبي سفرونو ملګرى کړي.
رابندرانات ټاګور يې له ځان سره د هماليا د غرونو لمنو ته روان کړ، دا چې دده پلار د برهمنانو مذهبي مرشد و، نو داسفر يې هم تر ډېره مذهبي و او پلار يې غوښتل چې زوى يې له طبيعت کې لټون وکړي او غمونه هېر کړي.
دې سفر د ټاګور د لوى مرشد( مهاريشي) هيله تر ډېره پوره کړه او زوى يې رښتيا هم په دې سفر کې له ډېرو خبرو او رازونو خبر شو چې د يوه متفکر او فيلسوف په توګه يې د هغه د فکري بهير سرچينه بللى شو.
له دې سفر نه تر راستنېدو وروسته يې د مور د مړينې دروند غم يو څه له ذهن او زړه لرې شو، زده کړو ته يې بېرته دوام ورکړ. د پيداګوژي يوه عالي انګليسي ښوونځي ته يې شامل کړ، خو زده کړه يې په بنګالي ژبه کوله.
له دې ښوونځي نه تر فراغت وروسته يې د بنګال په ځايي اکاډمي کې نوم ليکنه وکړه او زده کړې يې پيل کړې، د زده کړو لپاره يې د هندي کلتور، تاريخ او تهذيب پېژندنې او مطالعاتو څانګه غوره کړه.
په بنګال اکاډمي کې د زده کړو پرمهال يې تش پر زده کړو بسنه ونه کړه، په پرلپسې ډول يې هندي مجلو او خپرونو ته بېلابېلې کلتوري او ټولنيزې ليکنې استولې چې له خورا پراخ هرکلي سره مخ کېدلې.
له دې زده کړو وروسته يې پلار تصميم ونيو چې خپل زوى د نورو زده کړو لپاره انګلستان ته واستوي، هلته يې ورته د حقوقو او سياسي علومو څانګه غوره کړه، خو ټاګور له دې څانګې سره جوړ نه و.
د پوهنتون د دوه کلنو زده کړو پرمهال يې د انګلستان د ادبياتو او کلتوري تاريخ خواته ميلان پيدا شو، په دې برخه کې يې پراخه مطالعې ته مخه کړه او داسې يې ګڼله لکه دى چې د همدې څانګې محصل وي.
په دې دوره کې يې هم د بنګال اکاډمۍ د زده کړو د مهال په څېر ليکوالي کوله، پر انګريزي برلاسى شوى و، بيا يې هم ځايي مجلو ته د ادبياتو او کلتور په برخه کې په منظم ډول مقالې او نقدونه استول او خپرېدل.
دوه کاله وروسته چې کله بېرته خپل هېواد هند ته را ستنېده، نو پوهنتون ورته د خپلې څانګې کوم بريليک ورنه کړ، ځکه چې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې يې په منظم ډول زده کړې نه وې کړې، خو د خپلو کړو ليکنو ټولګه ورسره وه چې په هند کې يې (اروپا ته د سيلاني ليکونه) په نامه کتابي بڼه خپره کړه.
ټاګور پوهېده چې د خپل پلار هيله يې نه ده پوره کړه، د حقوقو او سياسي علومو ديپلوم نه لري، ځکه خو خپل کور ته د تلو په ځاى په کلکته ښار کې د خپل ورور په کور کې چې قاضي و، د څه وخت لپاره د پلار له سترګو پټ شو.
د څه وخت په تېرېدو سره يې د پلار غوسه سړه شوه او قاضي ورور يې اړ کړ چې خپل کور ته د پلار خواته ستون شي او له راتګ سره يې پلار ورته بښنه وکړه.
په کور کې يې په دې موده کې بيا هم ليکوالۍ ته مخه کړه، د حکمت، فلسفې او حرص په اړه يې ژوره مطالعه وکړه او خپل ستر رومان (د بيبهي غاړه) يې خپور کړ چې مرکزي موضوع يې حرص او حکمت وو.
ټاګور همدغه مهال په کلکته کې د شيلډا کلي بې وزلي انسانان له نږدې وليدل، د هغوى لوږې، تندې، فريادونه او خوارۍ يې د يوه انسان په توګه حس کړې، بيا يې د هغوى ژوند د لندني ميليونرانو له ژوند او ماڼيو سره پرتله کړ او دا تجربه هغه ته د يوه پوهنتون له څو کلنو زده کړو هم غوره او ګټوره تمامه شوه.
په دې وخت کې يې پلار يو عجيبه تصميم ونيوه، غوښتل يې چې خپل کشر زوى ته لس کلنه نجلۍ( مريناليناديلي) په نکاح کړي، ټاګور د پلار دې پرېکړې ته درناوى وکړ، خو خپله لس کلنه مېرمن يې لومړۍ د مېرمنې ترڅنګ د خپلې يوې زده کوونکې په توګه ومنله.
خپل ډېر وخت يې د هغې په روزنه تېر کړ، هغې ته د ټاګور په څېر يوه استاد ډېر هنرونه ور زده کړل، لويه شوه، د هند کلتوري او ادبي تاريخ يې مطالعه کړ، انګريزي يې زده کړه او همغه وو چې وروسته يې د هند لرغونى حماسي اثر (راميانا) په خپل لاس انګريزي ته وژباړه.
ټاګور په ١٨٩٠ کال کې يو ځل بيا ختيځ بنګال ته د خپلو نيکونو او پلار د ځمکو او جايدادونو د سمبالښت او پاللو لپاره واستول شو، هلته يې د سيند په غاړه د يوه لامبوزن په کور کې ژوند غوره کړ.
نوموړى د پدما سيند پر غاړه په يوه بشپړ طبيعي ماحول کې د خپلې شاعرۍ تر ټولو مهم او غوره شعرونه ليکي چې د خپل هېواد د ختيځ کلاسيک سبک څخه په کې پيروي کوي.
نوموړى د ځمکو پاللو او ساتنې له مسووليت څخه هم ستړى کېږي، غواړي چې د پلار په يوه غرنۍ ځمکه کې يو داسې ځانګړى ښوونځى جوړ کړي چې د هند له دوديزو ښوونځيو او ښوونيز سنتي نصاب سره بيخي مخالف وي.
په ١٨٣٩ کال کې د برهما سماج غورځنګ يوې غونډې ته په وينا کې وويل: د انګريزي تعليم د خپرېدو په سبب موږ اوس د جاهلانو په څېر د لرګو او کاڼو خدايانو ته سجدې کوو.
ددې لپاره يې پيسې نه درلودې، پلار يې هم حاضر نه وو چې پيسې ورکړي، خو په دې برخه کې يې د خپلې مېرمنې ګاڼې په درد خوري، پلوري يې او پيسې په ښوونځي لګوي، ددې ترڅنګ د خپلو کتابونو او ليکنو د ګروۍ او پلور پيسې هم په ښوونيزه برخه کې لګوي.
نوموړى له دې وروسته هڅه کوي چې د زده کوونکو لپاره ځانګړي ښوونيز اثار وليکي، د زده کوونکو د ادبي ذوق روزنې او تاريخ پوهنې لپاره هم کلاسيک منتخبات چمتو کوي او درسي مواد ترې جوړوي.
ددې چارې په پراختيا سره خپله ټوله شتمني وروڼو ته پرېږدي، د استعمار پر وړاندې د مبارزې فکر ورسره پيدا کېږي او په لومړي اقدام کې د ١٩٠٧او ١٩١٠ کلونو ترمنځ د هندي دوديزې فلسفې په اړه د(غر) په نوم نامتو فلسفي رومان ليکي چې وروسته د هندي ملي مبارزې د شعار او بيراغ مقام خپلوي.
په دې توګه ټاګور هم خپلې زده کړې کوي او هم د نورو د زده کوونګو د روزنې لپاره د خپلې مفکورې سره سم د ازادې زده کړې او روزنې هڅې پيلوي، خو ددې يادول بيا هم اړين دي چې ټاګور له منظمې او رسمي او فرمايشي زده کړې سره جوړ نه و، نه يې غوښتل چې د خپل فکر او مطالعې وسعت په کتابونو او نصابونو کې محدود کړي.
ټاګور ته په خپل ژوند کې د ورکړو لقبونو او ستاينې تر څنګ، د ادبياتو ماسټري او دوکتورا افتخاري سندونه هم ورکړل شوي دي چې د هغه د تحصيلي کچې سره تړل کېږي.
ټاګور د هندي موسيقي په اړه پراخه زده کړې کړې، د موسيقي استاد پاتې شوى، په هندي موسيقي کې د هند لومړۍ دوکتورا هم د ټاګور په کورنې کې اخيستل شوې ده. ددې ترڅنګ نوموړي اروپا ته د سفرونو پرمهال د ځينو هېوادونو د موسيقۍ زده کړې کړې دي.
د دې لړۍ تېرې برخې او د ټاګور په اړه نورې لیکنې