تاند- لږترلږه ۱۰ وسله وال طالبان په غزني ولایت کې په داسي حال کې ووژل شول چې ماین یا د سړک د غاړې چاودېدونکې وسیله یې جوړوله.

افغان امنیتي چارواکي وايي، دا سرزوري د اندړ ولسوالۍ په یوه جومات کې وچاودل.

تر دې پخوا هم په ځلونو د دولت وسله وال مخالفان د چاودېدونکو وسیلو د جوړولو یا د ماین د ایښودلو په مهال وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د امنیتي چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ماین او د سړک د غاړې نورې چاودېدونکي وسیلې د طالبانو په شمول د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري زیات کارول کېږي او د ملکیانو او پوځیانو د مرګ ژوبلې یو اصلي عامل بلل کېږي.

د ملګروملتو د راپور له مخې د روان ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۶۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۳۴۳ نور ژوبل شوي دي.

داسي ښکاري، وروسته له دې چې نړیوال پوځیان د افغانستان له جګړې وتلي، وسله والو طالبانو د پخوا په پرتله په لارو کې د ماینونو او چاودېدونکو وسیلو اېښودل لږ کړي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *