د تهران د ښار په څنډو کې د ورامین په سیمه کې  شپږ کلنه افغان ماشومه (ستایش) تښتول کیږي، بیا ور باندې جنسي تیری کیږي، بیاوژلکیږي او بیا ورباندې  تیزاب پاشل کیږي.

دې عمل تهڅه نوم کیښودل کیدای شي او څه ډول توجې کیدای شي؟

د ټولو ملي، سیمه ایزو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې، باید دغو خبرو ته پام وشي:

ــ له دې پیښې سره د ایراني چارواکو چلند،

ــ د ایراني مقاماتو، میډیا او زموږ د هیواد د ایران پلوو او پر ایران مینواشخاصو او آدرسونو پټه خوله،

ــ زموږ د عامو خلکو هر اړخیزه بیوسي،

ــ او د افغانستان د دولت د فکري او جسمي معلولو او معیبو چارواکو بې غوري،

لرې نه په همدې زمانې وخت کې د افغان ماشوم له غمیزې څو ورځې وروسته یو ایرانی شپږ کلن ماشوم د ایران په زنجان نومي ښار کې څاه ته لویږي، مړ کیږي، قضایي مقامات د هغه ښار ښاروال او څو تنه نور مسولین لومړی بر طرفه او بیا توقیف کوي،

خو د افغان وژل شوي ماشوم کورنۍ او خپلوان د دوی په اصطلاح «تحسن» ته هم نه پریښودل کیږي او د سپڼ په اندازه غږ جګولو حق هم نه ورکول کیږي.

وا،وا قانون؟،وا، وا جمهوري اسلامي؟، برادري  او هم کیشي او هم زباني او نور هم هم هم
دې دوو چلندونو ته کوم نوم ورکړل شي؟

زه خو یې داسې ګڼم چې:

دا لومړی زموږ د تندي تور داغ دی چې په خپله نا پوهۍ مو په خپل وطن کې اور بل کړی، ځینې په کې سوځو، ځینې ورنه تښتیدلي یو او د نورو لرې او نږدې مسلمانو او نا مسلمانو خیرات ته ناست یو په پټه خوله یې هر تیري او نا روا ته رڼې رڼې ګورو،

 بیا د ټول بشریت پر تندي باندې داغ دی چې د دموکراسۍ بي بي؟ تر تور ټیکري او اوږدې تور لمنې تر تور سیوري لاندې د دیموکراسۍ او عدالت په نامه د همداسې هیوادونو لکه ایران سره چې له بشري حقونو نه د سر غړاوي، د مطبوعاتو د آزادۍ د زندۍ کولو او اعدامونو سر لاری هیواد ګڼل کیږي، تړونونه لاسلیکوي چې هر عمل یې د بشریت او دیموکراسۍ پر ضد دي، خو نړیوال بیا هم پټه خوله رڼې رڼې ور ته ګوري.

په ایران کې، په یوه وخت کې، د یوه قانون؟ د حاکمیت په دایره کې دوو ماشومانو ته، د ژوند د امکاناتو د برابرولو پر ځای مرګ ور ډالۍ کیږي.

چیرې چې دا پيښه را منځ ته شوې، هغه جغرافیایي سیمه اوس د «جمهوري اسلامي ایران» په نامه سره یادیږي. په دې «جمهوري اسلامي؟» کې ظاهراً انسان یو انسان، اسلام یو اسلام، قانون یو قانون، خو نظریات او چلندونه بیل او توپیري دي.

دا کیسه لکه ډراماتیکه چې وي، دواړه پیښې په «جمهوري اسلامي ایران» کې پیښې شوې دي، دا ماشومان ډیر ګډ وجوهات لري:

ــ دواړه قربانیان ماشومان دي،

ــ دواړه قربانیان مسلمانان دي،

ــ دواړه قربانیان د یوه پیغمبر امتیان دي،

ــ دواړه قربانیان د یوه سن درلودونکې یعنې شپږ کلن دي،

د دې ګډو وجوهاتو تر څنګه یې یکي یوازینی توپیر دا دی چې لومړنی قرباني(ستایش) افغانه ده او بل قربانی ایرانی دی؛ خو د وژل کیدو داستان او جریان ته یې که پام وشي، د لومړني قرباني(ستایش) په پیښه کې له سر نه تر پای پورې یو پاینټ انساني عدالت نه لیدل کیږي او بله پیښه چې ولوستل شي ډیر څه په کې مبهم دي، خو بیا هم د ایراني څاه ته لویدلي ماشوم د مرګ په خاطر د هغه ښار ښاروال او ځینې لوړ پوړې چارواکي بر طرفه او توقیفیږي.

د افغان ماشومې د دوسې په برخه کې د ایراني مقاماتو دریځ انتظار کول او پایلې ته د کومې هیلې درلودل  بې ثمره دی، د هغوی دریځ روښانه دی او هغه له هر اړخیز تعصب نه کار اخستل دي.

دا چې په ایران کې د ننه، ایرانیان افغانانو ته کوم نومونه او اصطلاحات کاروي، هغه ډیرو هغو ایرانیانو او افغانانو ته مالوم دي چې دا نومونه، لقبونه او اصطلاحات کاروي او اوري یې او د پیغور بار یې افغانان پر اوږو باندې وړي. کله چې ایرانیان د نړیوالو تر نظارت لاندې خبرو ته کیني، بیا د ښه ګاونډیتوب؟، اسلامي اُخُوت؟، همژبتوب؟، میلمه پالنې؟او … لغاتونه او اصطلاحات کاروي، خو هغو پټو او ښکاره عملونو اونظرونو ته یې چې دوی د افغانستان او افغانانو په حق کې کړي او ویلي دي، ولیدل شي، هر یو یې چې ګورې او یا اورې، نو د ژړا او چیغو وړ دي:

ګاونډه څه شی به دې یاد کړم

چې نا کردې یادوم ژړا راځینه

نوره نړۍ دې پر خپل ځای وي چې ایرانیانو هلته څه انډوخر جوړ کړی دی،  یوازې د افغانستان او افغانانو په حق کې د ایراني مقاماتو او ځینو ایرانیانو د کړو ناکردو لست که ولیکل شي، ښايي له سلګونواو زرګونو مخونو نه به واوړي. زه به یې دلته د «ستایش» د غمیزې په اړوند د څو هغو غیر انساني کړنو او نا کردو یوازې سر لیکونه ولیکم، چې میډیا ته رسیدلي او ثبت شوې دي، دا چې څومره یې د ایراني استخباراتو په وسیله پټ شوي، تر خاور لاندې شوي او هیر شوي دي، هغه یوازې خدای ته مالوم دي او هغه چا ته چې ور باندې تیر شوي او عملي شوي دي.

درانه لوستونکي کولای شي چې یوازې د په نښه شوو کلماتو په کلیک کولو سره د مطلب یا راپور تفصیل ته مراجعه وکړي:

ــ د ویکیلکس اسناد ښيي چې ایران په نړۍ کې د مخدره توکو تر ټولولوی قاچاق وړونکی هیواد دی،

ــ په نړیواله کچه د ایراني مقاماتو د ډیرو غولونو، چلونو او فریبونو په پایله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې مرستیالې(وندی شرمن) په ۲۰۱۳ کال کې وویلچې د ایرانیانو په ډي اِن اِې (DNA) کې دروغ او غولونه نغښتي ده،

ــ د «کمیته امداد خمیني» تر سر لیکلاندېپه ښکاره ډول د افغانستان په عقیدوي، سیاسي، او فرهنګي چارو کې مداخله او لاسوهنه،

ــ د ایران په بیلابیلو ځایونو له هغې ډلې نه د «فارس» په ایالت کې افغانانو ته د نقلیه وسایلو او خوراکي موادو په خرڅولو باندېبندیز:

ــ په ایران کې افغانان د سنت په طریقه له لمونځ کولو نهمنعکیږي،

ــ ایراني مقامات غواړي د سنیانو وژلجاريوساتي،

ــ ایران په ښکاره او پټه، یا دوی خپله یا  په افغانستان کې دننه د خپلو معاشخورو لاسپوڅو له لارې پر افغانستان باندې فرهنګي یرغل کړی دی. په افغان جرمن ویبپاڼه کې د ښاغلي سراج وهاجمقالېاو راغلي اسناد یې د ګواهي یوه څنډه،

ــ دا یو وار نه، څو ځلې میډیا ویلي دي «ایران د افغانانو مړي د دوی پر کورنیو پلوري»او عملاً پر هغو کورنیو تطبیق شوي دي چې عزیزان یې هلتهاعدام یا وژل شوي دي او بیا یې مړي د پیسو په بدل کې ور سپارلي دي(ایراني اسلامي اخوت؟)،

ــ ایراني مقامات د ایران شل میلیوني اهل تسنن له ټولو سیاسي او مذهبي حقونو بې برخې کړي دي او د دویمې درجې اتباعو په سترګه ور ته ګوري،

ــ ایراني سیاسیونو او آخوندانو له افغانستان څخه د قُم او دیوبند دجګړې ډګر جوړ کړی،

ــ ایراني سیاسیونو او اخوندانو له افغانستان څخه د استخباراتي جګړې او له هغه نه وړاندې د تودې او مسلح جګړېډګرهم جوړ کړی دی،

ــ سني مذهبه افغانان په ایران کې هیڅ ډول دینيآزادينه لري، ټول لمنځونه، په تیره د اختر لمونځونه په پټه ادا کوي،

ــ افغان نا اهله مقامات د ایرانیانو په نومونو واټونه نوموي، خو په مقابل کې ایراني واکداران زموږ په نا کړې او یا نا مالومې ګناه وژل شوي او اعدام کړایشويمړي پر موږ په پیسو خرڅوي،

ــ هغه څه چې آخوندي رژیم او آخوندان له افغانانو سره کوي، لکه:

تفریحي پارکونو او د لمبلو ځاینو ته د افغانانو نه پریښودل، له قانوني اسنادو سره سره  له څو ولایتونو نه د افغانوشړل، افغانانو ته د صحي خدماتو ممانعت، ترانسپورتي مسولینو ته د افغانانو د نه لیږد امر، ښونځیو ته له تګ نه د افغان ماشومانو منع کول او …

په ایران کې د ننه، د افغانانو په حق کې د دغسې کارونو سر ته رسولو ته، د اوسنیو اصطلاحاتو له مخې څه نوم غوره کیدای شي؟ ښاغلي قیس کبیر په ۲۰۱۲ کال کې دا نا خوالې د یوې اوږدې مقالې په ترڅ کې یو په یو شمیرلي او څیړلي او د اپارتاید له رژیم سره یې ورته ګڼلي دي،

ــ ایراني آخوندان د ایراني استخباراتو په مټ، په لوړ و مصارفو سره د «کمیته امداد خمیني» په چوکاټ کې، د افغانانو پهمنځکې شرر، فتنه، نفاق او بدمرغي ویشي،

ــ ایراني مقامات په خپله د خپلو سیاسي او نظامي موخو له پاره هره دروازه ټکوي، نه کفر پریږدي، نه اسلام او نه یهود، دوی په ظاهره وايي چې د اسراییلو دښمنان دي، مګر میډیا داسېاسناداو فلمونه خپاره کړل چې ایران له اسراییلو سره پټې اړیکې لري،

ــ د افغانستان په جګړو کې د ایران «سپاه پاسداران» په مستقیمه او غیر مستقیم ډوللاسوهنهاو مداخله کوي،

ــ په ایران کې د اسلامي جمهوریت په سیوري کې د افغانانو توهین، تحقیر اوربړونهورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده،

ــ د ایران اوسنی ژوندي آخوندان په خپله خوله اعتراف کوي چې په شپیتمه لسیزه کې د ځای پر ځای اعدامونو امر په خپله خمیني صادر کړی و. د ایران یو آخوند چارواکی داسېاعترافکوي:

«امام معطل نمی‌ کرد، درجا اعدام می کرد.»

او ور پسې په ډیر جرأت سره وايي:

« دبیر شورای نگهبان حکومت اسلامی ایران اعتراف کرد که اعدامهای دهه 60 بدون محاکمه و زیر نظر شخص خمینی اجرا می ‌شده است.»

ــ کله چې ایرانیان افغانان په یوه لوی یا واړه جرم او یا هم په کومې هسې خبرې ونیسي، ځای یې زندان او په نصیب کې یې د دار پړی دی او بیا یې مړي بیرته پر افغانانو خرڅوي، خو د «ستایش»په حق کې د کړي جنات  په وخت کې، افغان مقاماتو د مخدره موادو دقاچاقپه تور پنځه ایراني بندیان له زندان نه آزاد کړل(ښه ګاونډیتوب، همکیشتوب، همژبتوب او نور توبونه …)،

ــ میډیا څو ځلې اسناد او شاهدان وړاندې کړې دي چې د ایران «سپاه پاسداران» له بیلابیلو لارو نه په استفادې سره، آن د خمیني له واکمنۍ نه نیولې د بشار اسد د واکدارۍ تر ساتلو پورې، افغانان اړ باسي چې د ایراني استخباراتو  له پلان سره سم په جګړو کې ګډون وکړي. تر ټولو تازه شواهد بي بي سي د ۲۰۱۶ کال د اپریل په شلمه په یوه تحلیليرپوټ کې وړاندې کړل،

ــ ټوله نړۍ چغې وهي چې ایران او ایراني مقامات او ایراني سیاسیون، په ایران کې، په سیمه او نړۍ کې تر ټولو بد او منفي سیاست پرمخ بیايي، خو ایراني چارواکي په سپین سترګۍ سره چغې وهي چې دوی حق په جانبه دي، ښه بیلګه یې  د ۲۰۱۶ کال په شلمه نیټه د بې پولې رپوټ ورکونکو ګزارش دی. هغوی ویلي دي چې ایران په ټوله نړۍ کې هغه هیواد دی چې د مطبوعاتو آزادي یېځپلې ده او مخنیوی یې ور ته کړی دی،

او …

د اوس له پاره دا غمیزه پای نه لري

One thought on “دوه ماشومان، دوه مرګونه او دوه چلندونه/ آصف بهاند”
  1. متأسفانه ایران او پاکستان حکومتونه اوس د خر شاخدار په شان د ټولو انسانی موازینو خلاف تر ټولو د مخه اول خپل مظلوم او جنګ ځپلی ګاونډی سره هغه ځه کوی چه یهود او نصاری ندی کړی سره لدی چه په ایران کی آیت الله حکومت کوی او په پاکستان کی د آی اس آی ملا فضل الرحمان فتوی ورکوی الله رب العزت دی ددوی ظالمان د چرنوبل په غم واړوی ځکه چه دوی اوس اتمی ښکر پیدا کړی د انسانیت او اسلامیت پروا نلری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *