مور یې له شاه ورغږ کړ:زویه! که نن دې بوټان ډېر رنګ کړل او پیسې درسره وې نو خور ته دې یوه جوړه ارزان بیه څپلۍ راوړه.
نوید په بایسکل پښه واړوله،شا ته یې په مسکا وکتل او ویې ویل: سمه ده مور، را به یې وړم.
خور يې له شا پسې غږ کړ چې زما د پښو ناپ خو در معلوم دی کنه؟
-هو پېشوګۍ، څنګه به نه وي رامعلوم.
څو شېبې وروسته نوید په بایسکل سپور په کوڅه کې پناه شو.
***
د سهار شاوخوا نهه بجې وې چې د درنی چاودنې غږ شو، ورپسې د امبولانسونو چغې شوې. د نويد د مور د زړه درزا تېزه شوه، ټېکری يې پر سر راسم کړ او په منډه بام ته وختله. لور يې له شا ورپسې منډه کړه او د مور له پښو ځنګنو يې غېږ تاو کړه. مور يې حېران حېران د چاودنې له ځای څخه پورته کېدونکو لوګیو ته کتل او په خپ غږ يې ویل، بیا به د چا خاورې په سر شوي وي؟ لور يې پر سر ښکل کړه او ورته ویې ویل چې دعا وکړه، د ماشومانو دعا قبليږي. لور يې واړه لاسونه پورته کړل. د دواړو شونډې خوځېدې.
***
غرمه وه، د کور منځ ته يې جنازه راوړل شوه. د نويد مور د جنازې په ليدو سره ولوېده. د نويد خور د جنازې کټ ته حيران حيران کتل او د مور په سر يې چغې وهلې. یوې ګاونډي ښځې له کوزې د اوبو څاڅکي وروشيندل، رابېداره شوه خو له خبرو لوېدلې وه، په زوره زوره يې ساه اخیسته، په بېړه پورته شوه، ټېکری ترې وښويېد او سرتور سر د کټ خوا ته ورغله، د نويد له مخه يې په وینو ککړه سپينه ټوټه لرې کړه، چې مخ يې راښکاره شو نو چغې يې کړې…
نیټه:2016،4،19