تاند- افغان چارواکي وايي، د کابل د سې شنبې د ورځې تروریستي حمله احتمالاً په پاکستان کې پلان او تنظم شوې وه.
په برید کې ۶۴ افغانان ووژل شول او ۴۷۳ نور ژوبل شول.
د افغانستان حکومت د دې پېښې د څېړلو لپاره دوه ټیمونه ګومارلي خو تراوسه پوري دغو ټیمونو خپل تحقیقات بشپړ کړي نه دي.
د اجرايي ريیس یوه ویندوی جاوید فیصل نن وویل:«د سې شنبې د ورځې له لومړنیو شواهدو داسي ښکاري چې دا برید له افغانستانه دباندې تنظیم شوی و.»
ده په عین حال کې وویل چې د تحقیقاتو په پای کې به نور معلومات وړاندې کړي.
فیصل د حملې په لومړۍ ورځ هم ویلي و چې له لومړنیو شواهدو داسي برېښي چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی و.
اجرايي ريیس عبدالله د دغه برید په خاطر پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه.
نن پاکستان هم تایید کړه چې اسلام اباد ته د ښاغلي عبدالله سفر، چې ټاکل شوې وه د راتلونکې مې په لومړیو کې وشي، ځنډېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا وویل چې اسلام اباد ته د عبدالله عبدالله د سفر د بلې نېټې د ټاکلو لپاره به د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې خبرې وشي.
جاوید فیصل وویل چې اسلام اباد ته د اجرايي ريیس سفر د دې لپاره ځنډول شوی چې پاکستان ته د افغانستان د نهیلۍ پیغام واستول شي.
ټاکل شوې وه چې عبدالله د مې په دوهمه او درېمه په پاکستان کې وي. د ده د سفر لپاره بله نېټه نه ده ټاکل شوې.
د عبدالله عبدالله ویندوی وویل:«د سې شنبې د ورځې حملې ثابته کړه چې یاغیان لا هم په پاکستان کې پوره روزل کېږي، تمویلېږي او ملاتړ یې کېږي. د دې معنا دا ده چې پاکستان د دوی په وړاندې ډېر څه نه کوي، او یا دوی خپله خبره طالبانو ته نه رسوي.»
د کابل تر حملې یوه ورځ مخکې پاکستاني رسنیو د یوه بې نومه پاکستاني چارواکي په قول ادعا کړې وه چې پاکستان طالبانو ته سخت خبرداری ورکړی چې د سولې خبرو ته کښېني، کنې بدې پایلې به یې وویني.
—————
نور اړوند خبرونه:
د کابل د حملې په خاطر یو شمېر پولیس افسران برطرفه شول
د ټپیانو لپاره ۳ ملیونه او ۳ لکه سي سي وینه عطیه شوه
د ولسي جرګې غړي د حملې په اړه وايي…
لومړنۍ نښې ښيي چې دا برید حقاني شبکې کړی
د کابل په تروریستي برید کې ۲۸ تنه وژل شوي
اجرايي ريیس د کابل د حملې په خاطر د پاکستان سفر وځنډاوه
نړیوالې ټولنې د کابل تروریستي حمله وغندله
د کابل د تروریستی برید تلفات ۶۴ تنو ته ورسېدل
28 dead, hundreds wounded in Kabul suicide attack
سمدم په دانگ پيلي وواياست ! چه دا كار پاكستان كرئ دى او لاس به وانخلي!! . بايد يو جدي اقدام وسي تر حًو ددوى د دوه مخي او كاذبو عملو مخه ونيول سي
If the president can not have authority on the governor of a province how can he be considered to be the top person in the government.
As long as shorai nizar and northern alliance are in charge there will be no peace in the country.