ژباړه: حمیدالله حمیدي

۱- مسکا تر ټولو ارزان بیه شی ده، که غواړئ ښکلې څېره ولرئ مسکي اوسئ.

۲- که مثبت فکر کوئ، ملګري به مو ډېر وي او له تاسو سره د وخت تېرولو څخه به خوند اخلي.

۳- د هغه نعمتونو په اړه فکر وکړئ، چې همدا اوس یې لرئ، نه د هغه مصیبتونو په اړه، چې در باندې تېر شوي.

۴- و وایئ هر څه عالي دي، ځکه خدای پاک ستاسو خبرې اوري تر څو په  حقیقت یې در بدلې کړې.

۵-  هره خبره  په کافي اندازه تکرار کړئ تر څو په حقیقت بدله شي.

۶- موږ همغه څه ته رسېږو، چې په اړه یې فکر کوو، نو په ذهن کې مو لویو افکارو ته ځای ورکړئ.

۷- ځان مو پاک او شفاف ساتئ، ځکه تاسو هغه دریڅه یئ، چې نړۍ ته ترې ورګورئ.

۸- لوړې هیلې ولرئ او د رسېدو لپاره یې په خوا ور ودانګئ.

۱۰- ځان مو له ناروغو افکارو لرې وساتئ، چې عبارت دي له کینې، حسادت او حقارت څخه.

۱۱-  دعا کولای شي، چې له هرې شپې وروسته تاسو ژوندي را پورته کړي او هر ورځ مو په خوښۍ تېره شي.

۱۲- هېڅکله ناهیلې کوونکې او داسې خبرې مه کوئ، چې ګواکي ماتې مو خوړلې ده، تل د هیلې، باور، ایمان او بریا په شان کلمې وکاروئ.

۱۳- د نورو پر وړاندې مو د حسادت کړکۍ بنده کړئ، د زړه دریڅه مو د مثبتو افکارو پر لور خلاصه کړئ.

۱۴- په مینه، محبت او مثبت نظر نورو ته وګورئ، دغه څه مو د ملګرو په نوملړ کې زیاتوالی را ولي.

۱۵-  دعا مو داسې مه مطرح کوئ، چې ګواکي له خدای پاک څخه څه غواړئ، شکر ایستل تر ټولو ښه دعا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *