په يوه ګڼ او نابلده ښار کې غواړو د خپل ملګري کور پيدا کړو، که ادرس ولرو نو بيا خو يې موندل سخت ندي او که ادرس راسره نه وي کوم، کوم ځای به يې لټوو او له چا، چا به يې پوښتنه کوو. ژوند هم يو ګڼ او نابلده ښار دی چې هدفمن کسان پکې منزل ته ځارسولی شي، بې هدفه او بې ادرسه کسان لا لهانده، ستړي، خوار، زار او حيران حيران پکې ګرځي را ګرځي.

زموږ حيراني او ناهيلي زموږ په موخو پورې تړلې ده، انسان وړتياوې لري او هغه څه چې غواړي تر لاسه يې کړي که هغه پيسي وي، که شهرت، چوکۍ … يا نور يوازې د يوه ټاکلي هدف او پلان له مخې يې تر لاسه کولی شي.

راشئ يو حکايت ولولو : (( مسافر دوې لارې ته ورسېد، و درېد او له يوه بوډا يې پوښتنه وکړه : دا لاره چېرته ځي ؟

بوډا ورته وويل : چېر ته ځي ؟ مقصد د کوم ځای دی ؟

مسافر ځواب ورکړ : مقصد را معلوم ندی.

بوډا ورته وويل : هغوی چې مقصد نه لري، ټولې لارې ورته يو شان دي، تپوس ته يې ضرورته نشته. ))

که غواړو کندهار ته لاړو شو نو منزل مو معلوم شو يانې هدف کندهار ته تلل دي، بيخي آسانه کار دی يوازې د ابدالي بس ټيکټ په کار دی. خو که په يوه ټيکسي کې کښينو او ډرېور رانه وپوښتي چې چېرته ځي ؟  ځواب مو دا وي چې نه پوهيږم، ټيکسي به مو هېڅ ځای ته هم يو نسي.

(( هدف ته د رسېدلو لومړۍ ګام، د هدف درلودل دي. هدف ولرئ، چې خلاق فکر وکوئ، هدف ولرئ چې په رګونو کې مو حرکت پيدا شي، هدف ولرئ چې ژوند درته سم مخ را واړوي، هدف ولرئ چې د شخصيت پرمختګ ته مو شور او شوق را وپاروي او هدف ولرئ چې ژوند مو له محدويت او محروميت څخه ووځي او د يوه فعال، شتمن او جالب انسان په بڼه څرګند شئ . ))

تاسې ولوستل چې هدف څه شی دی او لرل يې ولې اړين دي، خو هدف بايد کومې ځانګړنې ولري؟ څنګه کولی شي هدف و ټاکو؟ کله مو چې هدف و ټاکه وروسته څه کول پکار دي؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې به مو خامخا د ليکنې تر پايه ځواب شي.

هدف بايد مشخص او عالي وي.

د ډوډۍ خوړل يا د ډوډۍ موندل عالي هدف ندی، دا شايد يوه غريزه ده چې دمحوه کولو لپاره يې څاروي هم زيار باسي، يا غير انسانان هم د خېټې مړولو توان لري. دا يوازې د انسان نه بلکې د ټول مخلوق ځانګړنه ده نو دا هدف ندی، موږ چې د کوم هدف په اړه خبره کوو هغه ډېر لوړ او عالي هدف دی چې يوازې اشرف المخلوقات يې وړتيا لري.

زه که ښوونځي ته ځم هدف مې څه دی؟ د ښوونځي په دوره کې که څه هم شاګرد د خپل هدف په اړه زيات معلومات نلري او ښونکي چې تر کتاب او مضمون اضافه يوه بله خبر ماشوم ته نکوي شايد معقوله نه وي چې د ښوونځي له شاګرد د عالي هدف تمه ولرو، خو دا تمه د پوهنتون له محصل لرلی شو. مثلا زه غواړم طب ولولم او ددې لپاره يې ولولم چې د ټولنې ناروغ وګړي تداوي کړم، او تر څنګ يې يو څه ماديات هم تر لاسه کړم. هدف وټاکل شو اوس نو چې هر څنګه وي بايد تر لاسه يې کړم، که زه له خپلو ټولو وړتيا وو پوره کار واخلم حتمي به ډاکټر شم.

يو بل حکايت لولو : (( شاګرد خپل استاد ته وويل: زړه مې دی بل استاد ته هم ورشم او بل هنر هم زده کړم ، ته څه مشوره راکوي ؟

استاد ورته وويل: هغه ښکاري چې غواړي په يوه وخت دوه سويان ښکار کړي کورته خالي لاس راځي. ))

پښتو متل دی چې وايي : ((په يوه لاس کې دوې هند واڼې نه نيول کيږي.)) انسان که څه هم وړتياوې زياتې لري خو وخت کم دی، دی نشي کولی ټول عمر يوازې زده کړې وکړي، منطقي داده چې يوه لار ونيسو او هماغه يوه لار ښه تعقيب کړو، علوم دريابونه دي، نا ممکنه ده په هر علم کې ځان ورسوو بلکې داهم آسانه نده چې يوازې يوه څانګه فوق العاده زده کړو، نو چې داسې ده اړ يو د خپلې علاقې وړ کسب و کار پيدا کړو او په هماغه کې ځان ماهر کړو.

هدف زينو ته ورته دی

ممکنه نده په يوه ګام د بام سرته و خېژو، بلکې مجبور يو، يوه وسيله پيدا کړو چې د کوټې بام ته جګ شو، بام ته د ختلو وسيله زينه ده، که غواړو بام ته لاړوشو د زينې ټولې پايکې بايد روغې وي او ټوپونه ونه غواړي. هدف ته رسېدل هم بام ته ختل غوندي دي او په معقوله لار ممکنه ده تر لاسه يې کړو.

زموږ ځينې د پوهنتون فارغين چې د لېسانس سند واخلي نو يو دم رياست غواړي يانې په هماغه شېبه خپل هدف رياست وټاکي دا يو معقول هدف ندی دا کټ مټ همدا معنا لري لکه د بام سر ته چې ګام اچوو، چې خوږېدل، ماتېدل، لوېدل … هم ورسره ملګري دي. نو که غواړو خوږ نشو له لومړۍ زينې به قدم اخلو .

خو د هدف د ترلاسه کولو لپاره قوي عظم په کار دی پدې اړه جيم ران وايي : (( کله چې پوه شوې خپلو مشخصو اهدافو ته نشم رسېدلی، نو په خپلو اهدافو کې لاس مه وهه، په خپله سترا تيژۍ او تګلاره کې لاسوهنه وکړه . ))

هدف مشخص کول بيخي اړينه خبره ده که غواړئ له تېر تجربه واخلئ او په راتلونکې حتمي خپلې موخې او هيلې تر لاسه کړئ نو د برايان تريسي دا خبره عملي کړئ : (( همدا اوس د کاغذ يوه پاڼه را واخلئ او خپلې موخې ورباندې لېست کړئ چې غواړئ په راتلونکي کال کې يې تر لاسه کړئ. دغو هدفونو ته وخت بېل کړئ، ستراتيژي ورته جوړه کړئ او په ليکلو کې يې اوسمهال زمانه او متکلم ضمير و کاروئ، ټول هدفونه بايد په واضح او قاطع ډول بيان شي، په دې ډول ستاسې لاشعور او ناخود آګاه ذهن هغه تائيدوي.))

مه هېروئ چې هدف له آرزوګانو او هيلو سره توپير لري، هيلي د هغه څه لپاره کيږي چې نه يې لرو خو هدف د هغه څه لپاره ټاکل کيږي چې لرو يې مګر تر اوسه رانه ورک دي او په لاس نه راځي. هيلي مو له واقعيت لرې وړي ممکن ذهني ستړيا ورسره مله وي، چې ذهني ستوماني بيا د رواني بېمارۍ د ګراف په لوړوالي کې رول لري او رواني بيمار نشي کولی معقول تصميم ونيسي او د هدف لپاره کار وکړي.

لنډه دا چې يو ښه هدف بايد دا لاندې ځانګړتياوې ولري:

۱ : هدف روښانه، واضح او مشخص وي.

۲ : هدف بايد واقعيت ته نږدې وي يا ترلاسه کېدونکی او امکان پزير وي.

۳ : په کاغذ باندې ليکل شوی وي .

۴ : وخت پکې مشخص وي، يانې د ترلاسه کولو وخت يې بايد ټاکل شوی وي.

۵ : مثبت وي او لومړيتوب ولري .

۶ : هدف بايد د يوې ادارې د ټولو غړو لپاره د قبول او پوهې وړ وي.

۷ : هدف بايد انعطاف منونکی وي.

۸ : له سرچينو او امکاناتو سره همغږي ولري .

د هدف ټاکنې ګټې :

 ۱ : هدف ټاکنه د کار پرمختګ، کميت او کيفيت روښانه کوي .

۲ : د ښه، موثر او عالي کار لپاره انګيزه راکولی شي.

۳ : هدف ټاکنه د همغږۍ او يووالي لامل کيږي.

۴ : که هدف ونلرو کارونه مو بې معنا او بې ګټي دي.

۵ : هدف ټاکنه پر فعاليتونو د تمرکز سبب کيږي .

۶ : هدف ټاکنه د افرادو کار او فعاليت ارزوي.

۷ : د پايلو او لاسته راوړنو د پرتلې لپاره لار هواروي .

۸ : هدف ټاکنه د بريا لپاره چانس زياتو .

۹ : هدف ټاکنه په نفس باور زياتوي .

۱۰ : هدف ټاکنه د پرمختګ او سمون لامل کيږي.

پای

سرچينې

۱ ـ د زرو هېندارو کور : د استاد اسدالله غضنفر ژباړه

۲ ـ طاقت بښونکي فکرونه، مولف: مصطفی صفا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *