تاند- په ننګرهار کې دیني عالمانو د جمعې په ورځ په زغرده وویل، هغه کسان چې د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره جنګېږي، مسلمانان نه دي.

د ننګرهار د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د ننګرهار دیني عالمانو د دولت د وسله والو مخالفانو روانه جګړه د اسلامي اصولو خلاف وبلله، ویې ویل:« هرهغه څوک چې د وسله والو مخالفانو له لوري ووژل شي هغه شهيد دی.»

اکثره دیني عالمان د دولت د وسله والو مخالفانو د وینې بهېدا او تشدد په خلاف له څه ویلو ډډه کوي ځکه چې د دوی په وینا طالبان تر هر چا زیات هغه دیني عالمان په نښه کوي چې د جګړې خلاف څرګندونې کوي. د دوی په وینا طالبان د دې لپاره پر دیني عالمانو بریدونه کوي چې د دیني عالمانو وژل ورته اسانه دي ځکه چې محافظان نه لري.

د ننګرهار د حج او اوقافو ريیس مولوي عبدالظاهر حقاني، چې د دولت د وسله والو مخالفانو د زغرد دریځ په څرګندولو مشهور دی، وویل :« افغان وسله وال پوځ ملي او اسلامي انګېزه لري او هرهغه څوک چې ورسره جنګېږي مسلمانان نه دي.»

ده همداراز وویل چې ملي امنیتي ځواکونه د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او د خلکو د سرو مال ساتنه کوي.

د ننګرهار د ګمرک جامع جومات خطيب مولوي محمدشريف رحماني د فاتحې دعا ولوسته او ویې ویل:«د هېواد ټولو شهيدانو په خاصه توګه د کابل په وروستي بريد کې د شهيدانو ارواحو ته دخدای ج له درباره د شهادت د لوړو درجو د ورکړې او په هېواد کې د سراسري سولې دعا کوو.»

دې غونډې ته د ننګرهار والي سلیم کندوزي وویل چې د دولت وسله وال مخالفان د دیني عالمانو په شمول په هیچا صرفه نه کوي.

2 thoughts on “د ننګرهار دیني عالمانو له امنیتي ځواکونو سره جنګېدونکي له اسلامه وایستل”
  1. په لفظونو غندل او دې وحشیانه اعمالو ته صرف په خوله بد ویل هیڅ نتیجه نلري. دا ۱۵ کاله عام خلک، عالمان، چارواکي او نړیوال په غندلو ویلو ستړي شو، خو هیڅ نتیجه یې ورنکړه. زه دې ته حیران یم چې دا ناحقه طالبان کولی شي د اسلام په نوم خلک په خپلو لیکو کې شامل کړي، مګر زمونږ په حق عالمانو په خوله عام خلک د هیواد څه چې د خپل ځان دفاع ته هم حاضر نه دي. کیدی شي زمونږ عالمان په حقیقت کې ریښتیا نه وایي او نه شي کولی چې د خلکو قناعت حاصل کړي. او یا د خلکو ضمیر ویده دی. که خلک را پانڅي او د ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه ونه دریږي دا حالات په غندلو نه ښه کیږي.

  2. Salamoona
    Der de khoshalai zai de che pa ywa awaz fitwa sadera we molyano khpala wejdani aw islami wazifa ejra kra os dawalat Che PA har qimat we de doi takhafooz wakri aksara ulama Che daghasi fetwagani warkawe faqat AW faqat de nang khabara da aw pa watan mayan ulama de jasoosan na de kher de Afghanistan ulama byad pa gada pa Kabul ke yaw zal beia elan wakri aw tol walas de Afghanistan defa ta wahasawe ka pa lakawoo askar walaro nateja na warkawe ka walas malatar warsa na we zaka der de yahood na badter doshman fakistan laro aw bas de Afghanistan ulama de la barya pa hela.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *