د پکيتکا ولايت په مرکز او ولسواليو کې د هغو شهيدانو روح ته  د دعا لاسونه پورته شول چې د تېرې سې شنبې ورځې په مرګوني بريد کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په کابل کې د تېرې سې شنبې ورځې مرګونی بريد چې دېرش تنه بې ګناه افغانان پکې شهيدان او درې سوه نور پکې ټپيان شول د پکتيکا ولايت له مرکز ښرنې سر بېره د دغه ولايت په زرغون شهر، ارګون او سروضي ولسواليو کې د دينې عالمانو دولتي چارواکو او  ولسونو لخوا یې فاتحه واخېستله شوه.

  د پکتيکا ولسونو، دينې عالمانو او د ملکې او نظامي ادارو مشرانو د دغې لويي غميزې د شهيدانو روح ته  د دوعا لاسونه لپه کړل او ټپيانو ته يې د الله پاک له دربا څخه د بیړنۍ  روغيتا هیله وکړه.

دوی يو ځل بيا له هغو کسانو چې د افغانو وينه توي، ژوند ګواښي او نه غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي وغوښتل چې له دولت سره لاس يو کړي او نور له ورانکارو کړنو، وينې تويولو او جنګ او جګړو لاس واخلي.

دغه راز قومي مخورو او دیني عالمانو په ټولو ولسونو غږ وکړ چې د دوښمن پرضد په کلکه له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړې.

همدارنګه  د مرکز ښرني د ښاروالۍ په جومات کې  او د پکتیکا ولایت په ټولو نظامي قطعاتو کې په دې مناسبت د قران عظیم الشان ختمونه هم ترسره شول، چې د پکتیکا والي ښاغلي امین الله شارق سربیره  مرستیال والي عطاالله فضلي، د ملي امنیت رییس برید جنرال نیازمحمد نیازمن، ، د ولایتي شورا غړو او د  بیلابیلو ادارو مسئولینو په کې ګډون کړی وو.

د پکتیکا والي امین الله شارق یو ځل بیا دغه  بزدلانه برید په کلکو ټکو وغنده د شهیدانو او تپیانو کورنیو سره یې په دغه غمیزه کې د پکتیکا ولایتي اداره او د پکتیکا  ټول ولسونه شریک وبلل، ښاغلي شارق په ټولو خلکو غږ و کړ، چې نور د داسې ظالمانه کړنو پر وړاندې غلي پاتي نه شي او د خپلې خاورې څخه د دفاع او د د ښمنانو څخه د بې ګناه هېوالو د هر څاڅکې  وینې د غچ اخیستلو په موخه د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي. 

نبي الله پیرخېل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *