تاند- د یوې څېړنې له مخې د خوب د ځای د بدلېدو به کبله په دې خاطر چا ته خوب نه ورځي چې مازغه یې د خطر احساس کوي.

په دې څېړنه کې همداراز ویل شوي، کله چې خلک نوي ځای ته ځي د مازغو (مغز) کیڼه برخه یې د خطر په اړه پر له پسې خبرداری ورکوي.

په څېړنه کې، چې پر یو شمېر رضاکارانو شوې، ښکاره شوې چې د مازغو کیڼه خوا په عکس العمل ښکارولو کې زیاته متحرکه ده.

دا حالت په ځینو حیواناتو او مارغانو کې هم لیدل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ