تاند- افغان چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د کندوز- تخار په لویه لاره کې وسله والو طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، وسله والو طالبانو ته وروسته له دې سختې مرګ ژوبلې واوښتې چې امنیتي ځواکونو د کندوز- تخار د لویې لارې د پرانستلو لپاره پراخ عملیات وکړل.

دا لار د کندوز له وروستیو جګړو وروسته د طالبانو له لوري بنده شوې وه.

طالبانو تېره اوونۍ د کندوز ښار او ولسوالیو د نیولو لپاره هممهاله حملې وکړې خو د شاهدانو او چارواکو په وینا د طالبانو حملې وځپل شوې او درنې مرګ ژوبلې ورواوښتې.

خو طالبان وايي چې دولتي ځواکونو کومه سیمه ورڅخه نه ده نیولې.

د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وویل:«د کندوز- تخار د لویې لارې عملیات د جمعې په شپه ناوخته د کندوز په برخه کې پیل شول. لږترلږه ۲۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور ژوبل شول.»

ده همداراز وویل چې تصفیوي عملیات لا هم د کندوز په یو شمېر کلیو کې، چې د کندوز – تخار لویې لارې ته ورڅخه تهدید موجود دی، روان دي.

طالبانو تېر کال کندوز ښار په ډېره اسانه ونیوه خو سږ کال یې تراوسه د ښار د نیولو لپاره هلې ځلې ناکامې شوي خو لا هم د ښار په شاوخوا کلیو کې حضور لري.

One thought on “افغان امنیتي ځواکونو د کندوز- تخار د لویې لارې د پرانستلو لپاره عملیات پیل کړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *