خدای ج د بشر د لارښوونې لپاره اسماني کتابونه یا هم صحيفې را نازلول، تر څو پورې انسان له هغه څخه دې ژوند کولو لارې زده کړي.
چې اسمانی کتابونه یې هر یو کتاب یې د وخت په تيريدلو سره منسوخ شوي دي، یوازې قرانکريم دی چې تر ابده پورې به باقي پاتې وي.
ددې لپآره چې د کتاب او انسان په اړه در سره خبرې شريکې کړم نو راځم اصلې موضوع ته.
انسان د خدای تعالی یوازې مخلوق دی، چې الله پاک ورته ستر مقام ور کړی دی. د ستر مقام تر څنګ یې اشرف المخلوقات هم بللی دی. نو د انسان لپاره لکه څرنګه چې الله پاک اسماني کتابونه را ليږلي او نازل کړي دي. همدا ډول یې دومره ستر توان یې هم ور کړی دی تر څو پورې کتاب وليکلی شي، و لوستلی شي او نورو ته یې ور وښايي.
انسان اشرف الخلوقات دی، هو بلکل په دې کې شک نشته دی، خدای پاک په خپل سپيڅلي کلام کې ورته اشرف د مخلوقاتو نوم ور کړی دی.
په اوس وخت کې چې موږ او تاسې ژوند کوو او قرانکريم زموږ او ستاسې ستر رهنما او تر ټولو کتابونو مقدس کتاب دی. لازمه بولم، چې هر مسلمانان یې به پوره ډول زده او نورو مسلمانانو ته ور وښايي. تر څو هغه زموږ او ستاسې ديني فريضه ادا شوې وي.
که نړي ته نظر وکړو، هر څوک چې وینو هغه که کافر وی، یهود وي، مشرک وي، او….
بیا هم د خدای پاک بنده او انسان دی. موږ او تاسې ته لازمه ده، چې د انسانیت له مخې ور سره خبرې او چلند وکړو.
ځکه چې انسانیت سرحد نلري او په دې دنیا کې خدای پاک ته ټول یو شان منزلت لري.
دا چې نن د کتاب نړیواله ورځ ده، ښه یې بولم چې د کتاب په ارزښت در سره خبرې وکړم، تر څو زموږ او ستاسې ټولنه چې ډېره له پس پاتې ټولنو څخه شميرل کيږي کټه ور څخه پورته کړی.
دا رښتیا ده، چې کتابونه ذهنونه جوړوي، او ټولنه له تورې تیارې څخه د زرين لمر په لور خوځوي چې دا ټول برکت د کتاب او د کتاب سره د مينې ستر لور دی.
کتاب د ژوند یو ښه ملګری دی، چې ستا څخه د ژوند وسوسې، غمونه او اندېښنې ليرې کوي. حتی که په ډېره تنهایۍ کې هم وې، کولای شې، چې کتاب را واخلې او د یو ښه ملګري په توګه ور څخه ګټه پورته کړې او د دنیایي کارونو هر غم در څخه هېر شي. نو لازمه ده چې په هر کورنۍ او هر کلي او ښار کې د کتاب د مطالعې په اړه خلکو ته ذهنیت جوړوه وشي، تر څو پورې به ټولنه کې یو مثبت بدلون راولو.
د کتاب د هڅونې به برخه کې شاعرانو ملګرو هم تر خپلې وسې پورې څه ويلي دي چې دلته یې یوه بيلګه د قدرت الله درمان صېب درته راوړم.
مه یرېږه چې هر څه دي په کتاب کې
ته یې لوله ډېر خواږه دي په کتاب کې
د ګلاب پاڼې اوس پاڼې پاتې نه دي
میده شوي دي رانجه دي په کتاب کې
رښتیا هم، چې انسان باید له کتاب څخه ويره ونه لري، ځکه کتاب داسې څه دی چې په هېڅ وخت کط به درته زیان ونه رسوي بدون له ښېګڼې څخه. یوازې دا نه چې زیان به درته نه اړوی دومره خواږه در کوي چې هېڅ تصور به یې دې مخکې نه وي کړی.
د کتاب په ارزښت ډېرې خبرې کيدلای شي، چې کتابونه پرې ليکل کيږي، اما یوه توصيه درته کوم، چې په اوسني حالت کې زموږ او ستاسې ټولنه له دې تورې تیارې څخه یوازې کتاب، تعليم او قلم را ايستلی شي. که موږ او تاسې همداسې ویده پاتې شو، نو هېڅ وخت به مو یو ښه راتلونکی نسل نه وی روزلای!
پدې وطن کې دې خدای ټوپک مات او قلم او کتاب سربلند لري. د یوې داسې ورځې په هیله چې به ټول هيواد کې مو بې تعليمه ماشوم او ځوان نه وي.
د یو سرلوړي افغانستان په هيله!
رښتییاهم پیغمبران علیهم السلام دبشریت دهدایت لپاره کتابونه،ښوونه او روزنه راوړی تر څو د اخلاقو مکارم اتمام کړی،اوس هم که کتاب (قرآنکریم)او دین په ژوند حاکم وی نو هیڅکله هم بشریت ،انحراف او زیان ته نه ځی خو کله چه په حکومت ،وسله یانور هرڅه بی له دینه نور څه لکه نفس، شخصی او ګروهی غوښتنی حاکم شی نتیجه به یی ظلم ،بی عدالتی ،فساد او جنایت وی یا ظلم ،فسق اوکفر وی نوموږ بی له دین اوکتاب نه حتی د خپل ځان څخه هم صحیح استفاده نشو کولی ،سترګی ،لاسونه ،پښی او هر څه به ګناه کوی نو د هر شی صحیح استفاده موږ ته دین راښیی او د حکم حق یوازی دین ته مختص دی او همدا لار رب العالمین (خالق) ټولو ته ښودلی او ددی خط نه انحراف تباهی ده لکه چه اوس موږ ورسره ګیر یو او دا د امرا او علماوو بی کفایتی او غفلت دی چه ملت یی د تباهی کندی ته سوق کړی