تاند- پاکستان نن وویل چې د افغانستان له لوري د هاوان په ویشتل شویو ګولیو د دغه هیواد یو جګړن او یو ضابط ژوبل شول.

پاکستاني رسنیو وویل چې دا پېښه پرون /شنبه/ د مومند ایجنسۍ په بایزۍ تحصیل کې هغه مهال وشوه چې له افغانستانه ویشتل شوې ګولۍ د تلاشۍ پر یوې پوستې ولګېدې.

پاکستاني رسنیو د بې نومه چارواکو په قول همداراز ویلي چې پرون مازدیګر شاوخوا څلور نیمې بجې پر زیارت نومې پوستې د هاوان ۹ ګولۍ لګېدلي دي.

پاکستان دا ادعا وروسته له دې کوي چې د افغانستان حکومت رسماً پاکستان د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو پر ملاتړ تورن کړ او د کابل د تېرې اوونۍ د سې شنبې د ورځې د حملې په باب یې وویل چې په پاکستان کې پلان شوې وه.

افغانستان ډېره موده په دې هیله چې پاکستان به طالبان سولې ته حاضروي د پاکستان پر مداخلو خوله پټه کړې وه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد دوه ژوبل شوي پوځیان جګړن فرخ او حوالدار عمران خان په هیلي کوپتر کې د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوي دي.

دوی وايي چې د پاکستان پوځ هغه لور ته چې د هاوان ګولۍ ورڅخه ویشتل شوې وې، د هاوان ځوابي ګولۍ وویشتې.

له بلې خوا د کونړ قومي مشرانو او سپین ږیرو پرون /شنبه/ په یوه غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل ته وویل چې پاکستان له ډیورند کرښې د کونړ په لور مخکې ورغلی او ځان یې د کونړ سین ته نژدې کړی دی.

دوی همداراز وویل چې پاکستان د خپلو وسله والو مخالفانو په پلمه د کونړ پر یو شمېر سرحدي سیمو قبضه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *