اووه شپېتمه مينه چاپ شوه!

په دې ګڼه کې:

ډاکټر ابراهيم شينواری (په روزنه کې د والدينو رول) مقاله ژباړلې.

 احمد جمال جمال  په پښتني دود (لوښي)  غږېدلی!

انجينر طارق نجيب (سپوږمکۍ يا سټلايټ) راپېژني!

ميوند شينوای (یو حیرانونکی تصادف) ښکاره کوي!

عبدالهادي دريځ (د نړيوال جام غوره لوبغاړي) معرفي کړي!

نقيب برمان هغه خبرې کوي چې ډېرې مو نه دي اورېدلي!

محبوبه اکبر د هوښيارو ښځو ځانګړنې راښيئ!

  نورمحمد ضيا او ميوند درځار طنزونه او همايون مسيزی ټوکې لري!

له  فلمي ستوري (سلمان خان) سره مرکه به مو خوښه شي!

د نظير روښان، صابر شينواري، عبدالوهاب باور او نصرت ارمان کيسې به هم مزه درکړي.

دا ځل  د مينې په ځولۍ کې د ممتاز اورکزي، مير احمد ياد، عبدالهادي هادي، سيد شاه سعود، یوسفزي، خاطر درمان، ثريا نرګس، نورستان شينواري، عزت الله ځواب، هنر بېکسيار، مبارک خاموش، خبير الله قلندر  او سحاب موسم شعرونه راټول دي!

تاسې کولای شئ مينه په جلال اباد کې له مازيګر کتابپلورځي واخلئ، ډېر ژر به خوست، کابل، کندهار او نورو ولايتونو ته هم واستول شي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *