دا څرګندونې نن لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې چې د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې جوړه شوې وه وکړې. او زیاته یې کړه چې د بیان ازادي باید د افغانستان ملي ګټو او ارزښتونو ته په پام د رغنده نیوکو، د ټولنې د اصلاح او سمون او پرمختګ په خاطر وي، نه د ځان د مطرح کولو او په ټولنه کې د نفاق د اچولو لپاره.
د غونډې په پیل کې د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي امر استاد عبدالمنان صافي د ښه راغلاست ویلو تر څنګ ژورنالیستانو ته د دې ورځې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې رسنۍ باید ملي رسنۍ شي او هغه واقعیتونه منعکس کړي چې ملي ګټو او ارزښتونو ته په کې زیان نه وي.
وروسته لغمان والي په ټولنه کې د مطبوعاتو په ارزښت او اهمیت د رڼا اچولو تر څنګ په تېرو څوارلسو کلونو کې د مطبوعاتو په بې ساري پرمختګ هم خبرې وکړې، وې ویل چې دا د افغانستان په تاریخ کې د بیان د ازادۍ هغه پړاو دی چې په بل هېڅ وخت کې نه و تېر شوی.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې یو شمېر کسان د ځان د مشهورولو او په ټولنه کې د نفاق اور ته د لمن وهلو په موخه د خلکو د احساساتو د راپارولو لپاره په رسنیو کې ناحقه اظهارات او د پردیو د خوشالولو لپاره کار کوي، چې د دغو دسیسو پر وړاندې باید موږ او تاسې ټول هوښیار و اوسو او غوڅ دریځ خپل کړو.
عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه چې د بیان ازادۍ ته ژمن یو، ولې اخلاقي مسولیتونه او محدودیتونه هم باید هېڅکله له پامه و نه غورځول شي او د دې ترڅنګ ولس ته داسې پیغامونه ولېږدول شي چې هغوی یووالي او د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته په کې رابلل شوي وي نه دا چې د هغوی له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته شي او ټولنه د نفاق او بدبختۍ لور ته یوړل شي.